د مور زړه

شاعر : سمیع الدین افغاني

د مور زړه

په کوم ښار کـې اوسیده ښکلې نجلۍ

وه حسينه پــه مثـــال د ښاپـــيرۍ

د ښکلا شهرت يـې ډيــر وو بې انداز

چې پـرې خپلـه وه راضي لـدغه راز

ډيرځـــوانان يې د ښکلا وو خريدار

کبرجنه ډيـــر مغـروره پـــه رخسار

ښکلی ځوان وو په هغې زړګي بايللی

هغه حسن يــې زړګي تر ګوګل وړی

ځوان په فـکر او ټینګ عزمه با ايمان

ښکلې پيغلې ته اظهار کړه خپل ارمان

پيغلې وليده چې ځوان دی څومره ښکلی

چی په ما باندی ېې خپل زړګی بايللی

چې د ځوان اظهاريې واوريـد په ښه شان

ورته وړانــدې کـړه خپل شرط په هغه ان

ویل :که شرط دې کړ قبول نو یم به ستا

بــی له شــــرطه بــــه دې نشــــمـــه ليلا

ځوان ويــــلې چې هــر شرط ته يــــم تيار

راتــــه وايــــه چــــې زه نــــلــــرم قــــرار

ويل :چې شرط مې دی مشکله که پوهیږې

هــمدا اوس بــــه د مور کورته روانیږې

مور دې مړه کړه ماته راوړه ترې لړمون

پس لــــه هغه به کامياب شــې په آزمون

زه بـــه ستا شمه ژوندون کې تل مــدام

که قبــــول کړې زما شــــرط زما مرام

ځوان په منډو دخپل کورپه لورې سرشو

خــــپلې مــــور ته رسیدلو پـــه تکل شو

هلته ګوري چې ېې مور په خوب ويده وو

بې خـــبره دخپل ځــــوی پــه اراده وو

لوی چاړه يې دخپل مور په ګوګل سر کړ

سمـــدستې يې دخپل مـــور زړګی بهرکړ

مور زړګی يې کړ په لاس په منډو سر شو

د نجـــلې پـه لـور ېې عـــزم او سفر شو

ورخطــــا د هـــغې پيغلې په لور سر وو

ليونــې د خپلــــه ځــــانــــه نـــا خبر وو

چې نا څاپه يې پښه شوه لار کی بنده

راګــوزار شــو دیوغټ کاڼی تر څنګه

دی په خپل درد او فرياد باندی اخته شو

مور زړګی یې شو ګــوزار او کللولـه شو

مـور زړګي نــــه دا اواز شولــــو بهر

اه ، پاک ربه! چـې مې ژوبـــل شو پسر

د آواز پـــه اوريــــدو پــــه چغــهار شـــو

ځوان په هغه سات له خوبه را بيدار شـو

چې د خوبه يې سرجګ کړ دم ساعت

مورېې سر ته ورتـه نــــاسته په هيبت

مورې غږ وربـاند ي وکړ ځويــه څه دي؟

بيا ناارامـــه وې خوبونه دې درانه دي

ځوان چې خپل مور ته له ورايه وکتل

له هيــــبته يــــې پښو تــه ودانـــګـــل

ويل: مور جـــانې زه يم ستا اصلي قاتل

ما تــه عـــفه کـــړه انصاف نه وم غافل

تا روزلی يم خپل نفس کې تر دې دمه

چې ژوندی يم زه بـــه ستا قدر ساتمه

خوږ موجود يې ته خلقت دپاک سبحان

ستا دا پــــاکې عــاطفې تـــه يم حيران

مور ده مينه مور احساس دی د ژوندن

یــــوهستي ده هــــم رڼـــا د سبــاوون

هــــغه څـــوک چـې د مور قدر ته رسيږي

د خالق پــــدی پيرزوبـــانـــدې پوهيږي

پـه دنيا کې تر هــــر څه نـــه خوږه مور ده

مور نعمت ده مـــور ښکلا د هريوکور ده

————————————

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button