!رقیبه

الهام الدین قیام

زه ھماغه یم ، بدل شوی نه یم
د خلکو منځکی رټل شوی نه یم
رقیبه ستا په څیر ذلیله نه یم
زه په پردیو پلورل شوی نه یم
د خپل ولس سره ملګری یمه
د ھیڅ پردي سره مل شوی نه یم
د خپل ولس په منځکی ځای لرمه
پخپل ولس ورتپل شوی نه یم
ما ستا په څیر شوکماري نده کړي
شوکماره ستا په څیرغل شوی نه یم
زه ستا په څیر،د غلامۍ په ځنځیر
رقیبه ھیڅوخت تړل شوی نه یم
زه لکه ته ، د کوم دښمن له لوري
کومی ورانۍ ته روزل شوی نه یم
په ھرقیام کی د ولس سره یم
له خپل ولس نه شړل شوي نه يم
قيام

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button