د مڼې روغتيایي ګټې

ریاض مقامزی
د مڼو د ګټو په اړه مشهور خبره ده، چې: “د ورځې یوه مڼه خوړل مو ډاکټر ته له ورتګ ژغوري.” رښتيا هم همداسې ده. ځکه چې مڼه ګڼې روغتيايي ګټې لري.
د سامعې سیستم، د معدې ستونزې، کم خوني، د زړه ناروغۍ، روماتېزم او ډېرو نورو ناروغيو په مخنيوي کې مڼه رغنده رول لري.
مڼه په ټوله نړۍ کې یوه مشهوره مېوه ده. ددې مېوې د ونې علمي نوم “مالوس دومستيکا” دی. له زرګونو کلونو را پدېخوا دا مېوه په آسيا او اروپا کې کرل کېږي. کله چې امریکا کشف شوه، یاده مېوه هلته هم یوړل شوه چې نن سبا په شمالي امریکا کې په پرېمانه کچه کرل کېږي.

د مڼې غذايي ارزښت
مڼه له ويټامينونو، معدني موادو او مغذي عناصرو څخه ډکه مېوه ده. ويټامين C، ويټامين K، ويټامين B6 او ریبوفلاوين هغه ويټامينونه دي، چې په مڼو کې شته. همدارنګه پوتاشیم، میس او میګنیزیم مفيد معدني مواد دي، چې مڼه یې لري. مڼه له فایبرو څخه هم ډکه ده. د ورځې یوه مڼه خوړل مو د فیبر ۱۲ سلنه اړتيا پوره کوي.

هضم
مڼه له فیبر څخه ډکه مېوه ده، چې د خوړو په هضم کې د پام وړ مرسته کوي. د مڼې منظم خوراک مو د کولمو صحت هم تضمينوي او د معدې د اختلالاتو مخه نیسي. همدارنګه له خوړو څخه د ترلاسه شوو غذايي توکو په ښه جذب کې هم مرسته کوي.

له سرطان څخه مخنيوی
د سرطان په مخنيوي کې د مڼو د ونډې په اړه ډېرې څېړنې ترسره شوي او بېلابېل نتایج یې درلودل. وروستۍ څېړني ښيي، چې مڼې د سرطان په مخنيوي کې اغېزمن ثابتېږي که څه هم اکثره مېوې او سبزیجات د سرطان ضد خاصيت لري خو په دوی کې مڼه ځانګړی ارزښت لري. هېره دې نه وي چې په دې برخه کې نورې څېړنې هم روانې دي.

د وينې کمښت
دا چې مڼې په کافي اندازه اوسپنه لري نو د وينې د کمښت مخنيوي لپاره ګټور دي. په ټوله کې د وينې د کمښت ستونزه په وينه کې د هيموګلوبين د کموالي له امله منځته راځي، چې دا ستونزه له غذايي موادو څخه د اوسپنې د ترلاسه کولو له لارې حل کېدای شي.

د غاښونو روغتيا
د مڼې خوړل مو د غاښونو په پاکوالي کې مرسته کوي، چې دا کار ستاسو غاښونه له چینجن کېدو ژغوري. په مڼو کې شته فیبر ستاسو غاښونه پاک ساتي او شته ميکروبونه هم له منځه وړي.

د زړه ناروغۍ
مڼه په بدن کې شته کلسترول کموي، چې دا کړنه د زړه د ناروغيو مخنيوی کوي. د ورځې یوه مڼه خوړل مو تر یوه بریده د زړه د روغتيا تضمين کوي.
په مڼو کې د کويرستين په نوم فلاونويدونو شته، چې دغه مواد هم د زړه د روغتيا په برخه کې د پام وړ رول لوبوي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button