د جمهوريت ۷۲ وروستي ساعتونه؛ ارګ کې د درييو وروستيو ورځو پېښو روايت

د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه او ستراتيژيکو اړيکو پخوانی رييس، وحيد عمر

د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني لېږدوونکو چورلکو د اګست میاشتې په پنځلسمه نېټه د یکشنبې په ماسپښین د جمهوري ریاست له ارګ څخه د نامعلوم مقصد پر لور الوتنه وکړه. درې الوتکې د دلکشا ماڼۍ په څنډو کې د چورلکو له میدانه او یوه بله د کابل له هوايي ډګره په هوا شوې. دغو چورلکو ۵۳ تنه د یوه ناڅرګند هدف پر لور لېږدول. هغه هدف چې په لومړۍ چورلکه کې له سپرو درېیو یا څلورو تنو پرته نور څوک پرې نه پوهېدل. د معمول آوازو برعکس، په هغه ورځ چې په دې څلورو چورلکو کې کوم کسان سپاره وو، هغوی ټول د مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني نږدې کسان نه وو. په دغو چورلکو کې چې په ناڅاپي ډول ۵۳ تنه پکې سپاره شوي وو، دوه ویشت تنه یې د افغانستان د هوايي ځواک پيلوټان او دوه ویشت نور د جمهوري ریاست د ګارډ اړوند ساتونکي (د جمهوري ریاست ساتونکي) وو چې په هغه ورځ یې په ارګ کې مسوولیت درلود. په دغو  چورلکو کې ډېری سپرو کسانو فکر کاوه چې له ولسمشر سره دفاع وزارت ته ځي.

په هماغه ورځ، له هغې ورځې وروسته او آن له سقوط مخکې ورځو کې ډېری حکومتي چارواکو، د پارلمان غړو، سیاسي مشرانو او  د مدني ټولنې او رسنیو فعالینو افغانستان پریښی و او افغانستان عملاً د طالبانو لاس ته ورغلی و.

خو له غمیزې مخکې درېیو ورځو کې، په ارګ کې څه وشول؟ دلته د کابل له سقوط مخکې ۷۲ ساعتونو پېښې یوه یوه په پوره امانتدارۍ بیانوم چې دغه تاریخي بحث منحرف نه شي. دا لیکنه توجیهي نه ده، تحلیل په کې نشته، هېڅوک په کې خاین یا اتل نه دی، یوازې هغه پیښې لیکل شوې چې په وروستیو ۷۲ ساعتونو کې په ارګ کې وشوې او زه د دې پېښو شاهد وم. زه دغه کیسه پر چا د تور لګولو  او یا چا ته د برائت ورکولو لپاره نه کوم او کوم اخیستون او قضاوتونه چې پرې کېږي، د هغو مسوول نه یم.

پنجشنبې د اګست ۱۲مه

پنجشنبې د اګست ۱۲مه د ماسپښين درې بجې: د جمهوري ریاست ارګ په سلام‌خانې ماڼۍ کې ډېر شمېر ځوانان راټول شوي. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د ورځې نمانځنې لپاره پروګرام جوړوي چې ولسمشر غني به هم ورته وینا کوي. له دې مخکې د ورځې په اوږدو کې ولسمشر د لومړیو کرښو له څو سرتېرو سره ټلیفوني خبرې وکړي او بیا یې له شیعه علماو سره د عاشورا مراسمو د امنیت خوندیتوب په اړه وکتل.

محمد اشرف غني په ۳:۳۰ تالار ته را ننوځي، له تالاره د ولسمشر او جمهوریت د زنده‌باد نعرې پورته کېږي. خو د تېرو پروګرامونو برعکس دا مراسم ساړه دي او غږونه چوپ او لړزېدلي دي. زه هم وربلل شوی یم، زه پهلومړۍ لیکه کې د کلتور وزیر او سیمه ایزو ارګانونو ادارې د رئیس څنګ ته ناست یم، خو اندېښمن یم. له هرات، کندهار، هلمند او غزني څخه بد خبرونه را رسېدلي. دغو څلورو ستراتیژيکو ولایتونو سقوط کړی او عمومي روحیه د ځوانانو ورځې نمانځلو ته برابره نه ده.

د پروګرام اجنډا ګورم، د قرانکریم قرائت، د اطلاعاتو او فرهنګ د وزیر ډاکتر وفايي زاده وینا، د دوو ځوانانو وینا، د ځوانانو له لوري ولسمشر ته تندیس ډالۍ کول او د ولسمشر لارښوونکې وینا. د اطلاعاتو او کلتور وزیر ډاکتر وفايي زاده مراسم پيلوي. زه د وفایي زاده د خبرو په بهیر کې ورو له خپل ځایه پاڅېږم. یو همکار مې چې په تالار کې و، هغه په خپله څوکۍ کېنوم. پخپله له سلام خانې راوځم او له دې ماڼۍ پنځوس متره لیرې چایخونې ته ورځم.

په هغه ورځ ولسمشر د ځوانانو، حکومت ځوانولو او ورته نورو مسایلو په هکله نه غږېږي. محمد اشرف غني د خپل حکومت په وروستیو کې، په حکومت کې له دننه ډېری ځوانانو څخه مخ اړولی او په دې نظر دی چې ده کومو ځوانانو ته فرصت ورکړی او په لویو دولتي دندو یې ګومارلي، هغوی یې له باوره ناوړه ګټه اخیستې ده. په دغو مراسمو کې ولسمشر د روان وضعیت په اړه خبرې وکړې او له طالبانو سره د وینې تر وروستي څاڅکي د مقاومت ډاډ ورکړ. د یووالي پر اړتیا ټینګار کوي، هڅه کوي چې د نظام د احتمالي سقوط په اړه آوازې رد کړي. وینا تر ډېره عاطفي او احساساتي ده او د داسې یوه رهبر په بڼه غږېږي چې پوهېږي د خپل نیمګړي فصل وروستۍ ورځې یې را نږدې دي. د نورو تېرو ویناوو برعکس په ځوانانو کې شور او ولوله کمه او اندېښنه ډېره ده. مراسم د مازدیګر په ۵ بجو ختمېږي او د ولسمشر وینا هم دومره رسنیز پوښښ نه مومي.

پنجشنبې د اګست ۱۲مه د ماښام شپږ بجې: د ارګ په ډبرینه ودانۍ کې خپل دفتر ته  ورستنېږم، په دفتر کې مې ډېر شمېر همکاران راته په تمه دي. ټول ځوانان دي، خو اندېښنه یې د ځوانانو ورځ او د ولسمشر وینا نه ده. ټول اندېښمن دي. دوی پوهېږي چې د نظام سقوط حتمي دی، څو ورځې مخکې امریکایانو، کاناډایانو او انګلیسانو اعلان کړی چې ډېر شمېر خلک له افغانستانه باسي. ټول شواهد ښيي چې ناڅاپي څه کېدونکي دي. هڅه کوم چې د هغوی اندېښنه کمه کړم، خو پخپله هم د اندېښنې نه کولو لپاره کوم دلیل نه لرم. له خپلو همکارانو سره دوه ساعته غږېږم او ژمنه ورسره کوم چې له هرې ممکنې لارې به یې مرسته وکړم. د ماخوستن اته بجې کور ته را ستنېږم.

پنجشنبې د اګست ۱۲مه د ماخوستن نهه بجې: د شپې نهه بجې په کور کې یم. د ولسمشر کاري مهالوېش ګورم. ټاکل شوې وه چې ماخوستن په اته بجې له چا سره په ټيلیفون خبرې وکړي، په مهالوېش کې یوازې ټيلیفوني خبرې لیکل شوې، خو دا نه دي لیکل شوي چې له چا سره؟ هڅه کوم ځان پوه کړم چې ولسمشر له چا سره غږېږي. د ولسمشر د دفتر رئيس ته مسج کوم، پوښتم یې چې جمهور رئیس له چا سره وغږېده او څه یې وویل؟ وایي: ولسمشر د امریکا د دفاع او بهرنیو چارو له وزیرانو سره غږېدلی دی. زه غواړم چې جزییات راکړي، متین بېګ وایي چې  دی په خبرو کې نه و او هغوی له ولسمشر سره یوازې غږېدلي دي. په ټولنیزو شبکو کې آوازې خپرېږي چې د امریکا د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو ګواکې له ولسمشر غني د استعفی غوښتنه کړې ده. د بهرنیو چارو وزیر په جریان کې نه دی، ډاکټر محب مې پيغام نه ځوابوي. ولسمشر ته لاسرسی نه لرم. د جمهور رئیس دستیار سهراب احمد ته پيغام لیکم. هغه په کور کې دی او ظاهراً د ولسمشر د ټيلیفوني خبرو په جزیاتو نه پوهېږي، وایي: جمهور رئیس یوازې و او بل هېڅوک نه پوهېږي. د امریکا حکومت وروسته په هماغه شپه د ټیلیفوني خبرو په اړه یو خبر خپروي او زموږ له لوري هېڅ نه خپرېږي، هېڅوک نه پوهېږي چې هغوی واقعاً ولسمشر ته څه ویلي او محمد اشرف غني څه ویلي، د حکومت په آرشیف کې له دغې مکالمې هېڅ هم نه پاتې کېږي.

سخته شپه ده، د شوګیرو شپه، څوک سترګه نه شي پټولای، په ښار کې عجیبې آوازې اورېدل کېږي. هېڅوک پر بل باور نه لري، د حکومت دننه او بهر فضا له خفګان او اندېښنو ډکه ده، هر څوک بل د دې وضعیت مسوول بولي، د سقوط زنګ کړنګېدلی دی، ټول پوهېږي چې د حکومت عمر لنډ دی، ټوله شپه د وټس اپ پيغامونه تبادله کېږي، ځینې خلک له ما د وضعیت پوښتنه کوي او زه له نورو خلکو د وضعیت پوښتنه کوم.

چورلکو ټوله شپه د کابل پر فضا شور جوړ کړی، یو شمېر پوهېږو چې دغه چورلکې او الوتکې د کابل په هوایي ډګر کې امریکایي او برېتانیايي ځواکونه ښکته کوي. د امریکا ولسمشر باېډن اعلان کړی چې کابل ته درې زره تازه ‌دمي سرتېري رالېږي چې په هوایي ډګر کې مېشت شي او د سفارت کارکوونکي، پاتې سرتېري او افغان همکاران یې له افغانستانه وباسي. بریتانویانو او کاناډایانو هم همدا ډول اعلان کړی، په دولت کې دننه او بهر ډېرو پر (نړیوالو همکارانو) زړه تړلی او فکر کوي چې (له افغانستانه د ایستونکو) په لېست کې به شامل شي.

کندهار، هلمند، غزني او هرات نن سقوط کړی. په هرات کې اسماعیل خان، د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستیال رحمن رحمن، د هرات والي صبور قانع او د هرات د امنیت رئیس حسیب صدیقي طالبانو نیولي دي، په لویو ښارونو کې یوازې مزارشریف، جلال آباد او کابل د حکومت په ولکه کې دي. جلال آباد آرام دی او هېڅ تحرک په کې نشته. په مزارشریف کې جنګ د ښار تر څنډو  رسېدلی او د کابل په دروازې، مېدان ښار کې سخته جګړه روانه ده، د کابل د محاصرې کړۍ لا تنګېږي.

جمعه د اګست ۱۳مه

جمعه د اګست ۱۳مه د سهار لس بجې: د جمعې ورځ ده او زه په کور یم، د ولسمشر دستیار راته مسج کوي چې په لس نیمو بجو چې په کابل ښار کې د بېځایه شویو کمپونو ته د ولسمشر د ورتګ پلان شوی و، هغه وځنډېده. په هر حال ما پلان نه درلود چې پکې ګډون وکړم، دستیار زیاتوي چې وضعیت مخ په خرابېدو دی، ولسمشر هدایت ورکړی چې ماسپښين ۲:۳۰ بجې عاجل امنیتي ناسته جوړ شي. زه معمولاً په امنیتي ناستو کې ګډون کوم، دا ځل په تمه یم چې په ناسته کې د ګډون بلنه راکړل شي، خو څوک بلنه نه راکوي. د ملي امنیت شورا له دارالانشاء سره اړیکه نیسم. د امنیت شورا منشي مهدي طه نومېږي او راته وایي د ملي امنیت سلاکار هدایت راکړی چې د ولسمشر له مرستیالانو او د امنیتي برخې له وزیرانو پرته نور خلک ور و نه بلل شي. ډاکتر محب ته پيغام لیکم او ورته وایم چې غواړم په ناسته کې ګډون وکړم، نوم مې د ناستې د غړو په لیست کې شاملېږي، ټاکل شوې نن دوه نیمې بجې په وروستۍ امنیتي ناسته کې ګډون وکړم.

په تېره یوه میاشت کې تقریباً هره ورځ امنیتي ناستې جوړېږي. دغه ناستې څو ځله د دفاع وزارت د سوق او ادارې په مرکز کې وشوې. له هغې وروسته امنیتي ناستې د امنیت شورا په دفتر کې د ملي امنیت سلاکار په مشرۍ ترسره کېدې. لومړي مرستیال خپلې امنیتي ناستې درلودل او په خپل دفتر کې یې کولې. دفاع وزارت ته د بسم الله خان په راتګ، پر امنیتي دستګاه د انحصار سیالي په درېیو ځایونو کې روانه ده؛ د لومړي مرستیال دفتر، د امنیت شورا دفتر او د دفاع وزارت. د دغو سیالیو د کابو کولو لپاره له درېیو اونیو راهیسي امنیتي ناستې د سلام‌خانې ماڼۍ په الحاقیه کې پخپله د ولسمشر په مشرۍ کېږي او ټول په کې ګډون کوي.

جمعه د اګست ۱۳مه د ماسپښین دوه نیمې بجې: د سلام‌خانې ماڼۍ په الحاقیه ودانۍ کې ځانګړی امنیتي ناسته داېرېږي. د نورو امنیتي ناستې برعکس په دې ناسته کې د ملي روغې جوړې عالي شورا رئيس ډاکتر عبدالله او د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر هم ګډون لري. لومړی مرستیال امرالله صالح، دویم مرستیال سرور دانش، د دفاع وزیر جنرال بسم الله خان، د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر محب، د کورنیو چارو وزیر جنرال میرزکوال، د ملي امنیت عمومي رئیس ضیا سراج، د چارو ادارې رئیس ډاکتر فضلي او د ولسمشر د دفتر رئیس متین بیک هم په دې ناسته کې ګډون کوي. امرالله صالح ته د ولسمشر ښي لور او ډاکتر عبدالله ته د ولسمشر چپ لور ته څوکۍ اېښودل شوې دي. په دې تل جنجال و چې له جمهور رئیس وروسته د هېواد دویم نفر څوک دی. په همدې خاطر چې په ډېری ناستو کې ډاکتر عبدالله ګډون کوي، امرالله صالح په کې غیرحاضر وي. خو اوس کیسه له تشریفاني جنجالونو تېره ده او هېڅوک په چپ او ښي اړخ اعتراض نه لري.

د ناستې فضا سړه ده، ولسمشر د ناستې په پيل کې وایي چې دا د پرېکړې شېبه ده، له ټولو ګډونوالو غواړي چې که د درېدو تصمیم نه لري، همدلته اعلان کولای شي، د ناستې ګډون وال په خپلو ځایونو غلي ناست دي، هېڅوک څه نه وایي.

ولسمشر خپلو انقلابي خبرو ته دوام ورکوي. د وینې تر وروستي څاڅکي د درېدو، د مزار او مېدان ښار جبهو ته د مرستې رسولو او خلکو د منظمولو په اړه غږېږي. د ولسمشر خبرې تقریباً لس دقیقې دوام کوي او پيغام یې د مقاومت او درېدلو دی.

امرالله صالح عین خبرې تکراروي، د ولسمشر دریځ ستایي او د تل په څېر د امرالله صالح او جمهور رئیس ترمنځ توصیفي ډيالوګ تکرارېږي. (د ولسمشر او لومړي مرستیال اړیکې تل سره نږدې وې. په وروستیو دوو کلونو کې معمول دي چې د کابینې او امنیت شورا د ناستو لویه برخه، د ولسمشر او امرالله صالح ترمنځ په توصیفي ډيالوګونو تېرېږي. دانش په دې ناستو کې لږ خبرې کوي.) امرالله صالح له ولسمشره پوښتنه کوي چې دوه ورځې مخکې ورسپارل شوې د کابل تصویري امنیتي طرح یې لوستی که نه؟ ولسمشر د تل په څېر د کابل د امنیت د خوندیتوب لپاره د صالح هلې ځلې، د شپږ نیمو بجو د ناستو اغېزمنتیا او نور کارونه ستايي او وایي چې سند یې لوستی او ورسره موافق دی.

له کومې ورځې چې له ډاکتر عبدالله د اجرائیه رئیس لقب تللی او د ملي روغې جوړې د عالي شورا رئیس لقب ېې اخیستی، له هغې وروسته په لومړي ځل امنیتي ناسته کې ګډون کوي. د همدې ورځې په سهار تازه له قطره راستون شوی او خبرې یې ظاهراً له طالبانو سره ښې نه دي، وایي چې طالبان د مشارکت په اړه خبرو ته چمتو نه دي او غواړي چې په زور واکمن شي. په امنیتي ناستو کې د ملي روغې جوړې عالي شورا رئيس ګډون دا اخیستون ایجادوي چې نور یې له سولې او مذاکرې لاس مینځلی وي.

د ملي امنیت سلاکار په دې ناسته کې نه غږېږي. یوازې د ناستې په پیل کې اجنډا لولي او په نورو بحثونو کې برخه نه اخلي، د دفاع وزیر خفه دی، د مقاومت خبره لږه کوي. امرالله صالح چې غږېږي، د دفاع وزیر ورته په بې‌باورۍ ګوري. هڅه کوي دا ووایي چې طالبان په کومو ځایونو کې چې واکمن دي، له خلکو سره یې بد چلند نه دی کړی. د بسم الله خان له خبرو داسې ښکاري چې نور د مقاومت په نتیجې باوري نه دی. امرالله صالح د بسم الله خان دا خبرې د طالبان سپين ښودل بولي او وایي په امنیتي او دفاعي ځواکونو کې چې کوم مغلوبه ذهنیت رامنځته شوی، دا د ماتې لامل کېږي. د امرالله صالح او بسم الله خان ترمنځ څو جملې تبادله کېږي. ولسمشر مداخله کوي او د ناستې فضا سړېږي. (د لومړي مرستیال او دفاع وزیر اړیکې له اوله تتې وې، ټاکل شوې وه چې له کورنیو چارو وزارت څخه د جنرال مسعود انداربي تر تللو وروسته، جنرال بسم الله خان د ډاکتر عبدالله په ونډه کې وزیر شي. په کورنیو چارو وزارت کې د بسم الله خان مقرري تقریباً دوه اونۍ د لومړي مرستیال د مخالفت له امله ځنډېدلې وه، تر دې چې بالاخره د دفاع وزیر شو.)

د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت رئيس خپل ګزارشونه وړاندې کوي. د ملي امنیت د رئیس راپور ناهیلې کوونکی دی، خو د کورنیو چارو وزیر وایي چې د کابل وضعیت د اندېښنې وړ نه دی، د مېدان ښار کمربند پياوړی دی او نه ماتېږي، وایي چې مېدان ښار ته مرستندویه ځواکونه لېږل شوي. د امنیت رئیس ضیا سراج مې تر څنګ ناست دی، په یوه سپینه پاڼه ورته لیکم، آیا ریښتیا د مېدان ښار کمربند قوي دی؟ هغه یې لولي، راته لیکي: «دروغ وایي».

د ناستې په وروستیو کې زه نوبت اخلم، وایم چې د ناستې په پيل کې د ولسمشر خبرې نه دي ثبت شوې، وړاندیز کوم چې له ناستې وروسته دې ولسمشر دغه خبرې تکرار کړي چې ثبت او نشر یې کړو، د ناستې غړي موافقه کوي. ناسته د مازیګر په پینځو بجو د طالبانو د تمامیت غوښتلو پر ضد د درېدو او مقاومت په پيغام سره پای ته رسېږي، زه بېرته دفتر ته ورځم چې د ولسمشر ثبتي پيغام چمتو کړم.

د ملي امنیت د سلاکار دفتر پرېکړه کوي چې د دې ناستې خبر خپور نه شي. د افغانستان اسلامي جمهوریت د وروستۍ امنیتی ناستې رسمي رپوټ نه خپرېږي. امرالله صالح له ناستې یو ساعت وروسته د ناستې د جزییاتو یوه برخه پر خپل فېسبوک او ټوېټر خپروي.

جمعه د اګست ۱۳مه د ماښام شپږ بجې: زه د جمهور رئیس پيغام په یوه پاڼه کې چمتو کوم، پيغام لنډ خو قاطع او جنګي دی، ولسمشر په دې پيغام کې قاطع غږېږي او ژمنه کوي چې تر وروستۍ شېبې به د خپل ولس دفاع کوي. له خلکو غواړي چې چمتو شي او د کابل دفاع وکړي، د امنیتي ناستې روحیه همداسې وه. (د هغې آوازې برعکس چې د یوې رسنۍ مسوول خپره کړې وه چې ما کوم پیغام لیکلی و، د ولسمشر د استعفی متن و، دا اصلاً د ولسمشر د استعفی متن نه و، د مقاومت، درېدو او د کابل او هغو سیمو د دفاع لپاره عمومي بلنه وه چې لا د حکومت په واک کې وې.)

پيغام ثبتولو ته چمتو دی، د ولسمشر دفتر ته زنګ وهم، د جمهور رئیس دستیار وایي چې ولسمشر نه غواړي پيغام په ارګ کې ثبت کړي، غواړي چې د بالاحصار په غونډۍ یې ثبت کړي، زه ورته وایم چې بالاحصار مناسب ځای دی، تاریخي اهمیت لري، خو ښه به دا وي چې د ولسمشر مرستیالان، د دفاع وزیر، د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت رئيس هم را وبلل شي او د پيغام د ثبت پر وخت د ولسمشر تر څنګ ودرېږي، د نظر یووالی باید وښودل شي.

په ۶:۳۰ بجو راته زنګ وهل کېږي چې ولسمشر د دلکشا مانۍ د چورلکو په میدان کې بالاحصار ته د تللو لپاره چمتو دی، زه په منډه ځان هغه ځای ته رسوم، چورلکې ته پورته کېږم. یوازې ولسمشر او د دفاع وزیر په چورلکه کې دي، سهراب پوښتم چې نور ولې نشته؟ وایي نه پوهېږم، ښایي وخت کم او هغوی نه وي را رسېدلي.

چورلکې الوځي، جمهور رئيس، د دفاع وزیر او زه په کې سپاره یوو. لیکلی پیغام ولسمشر ته ورکوم، محمد اشرف غني بل کوم نظر نه لري، پيغام د دفاع وزیر ته هم ورکوم چې ویې لولي، هغه هم په کې نظر نه لري.

بالاحصار ته چې رسېږو، د دفاع وزیر وایي چې د مجاهدینو د دولت پر مهال، په بالاحصار کې یو کال د طالبانو  پر وړاندې وجنګېد او طالبان ونه توانېدل چې د مېدان‌ ښار له لارې کابل ته راننوځي. زه ورته وایم، دا دویم امتحان دی چې عین کار تکرار شي. د دفاع وزیر راته په نهیلۍ ګوري، ورو راته وايي چې: « دا وارې سخته ده.»

چورلکې د بالاحصار غونډۍ پر څنډو ټيټېږي، خو تر کېناستو وړاندې بېرته هوا ته پورته کېږي، هېڅوک نه پوهېږي چې څه خبره ده، ښايي امنیتی ستونزه وي. ښایي تخنیکي ستونزه وي، چورلکې لس دقیقې د کابل د لوېدیځ پر فضا ګرځي، لس دقیقې وروسته بېرته د بالاحصار پر څنډو ښکته کېږي.

د بالاحصار لوړې څوکې ته رسېږو، د جمهوري ریاست د مطبوعاتو همکاران مخکې تر مخکې هلته رسېدلي او د پيغام ثبت ته چمتو دي. ولسمشر او د دفاع وزیر دواړه په یوه فرېم کې درېږي. جمهور رئیس یو ځل پيغام لولي او د کامرې مخې ته له یاده غږېږي. پيغام یې لنډ، خو سخت او متشدد دی، ۴ دقیقې پيغام ثبتېږي، له پیغام ثبتېدو وروسته څو دقیقې د بالاحصار پر څوکو ګرځو، بسم الله خان ولسمشر ته د کابل د جنګونو کیسې کوي، لس دقیقې وروسته بېرته موټرو ته ستنېږو چې چورلکو ته ورسېږو، ولسمشر او دفاع وزیر په یوه موټر کې سپرېږي، جمهور رئیس ناڅاپه دروازه پرانیزي او راته وایي: «عمر صیب، د پيغام له خپرولو  وړاندې له سراج صاحب (د ملي امنیت رئیس) سره مشوره وکړه.» ولې؟ نه پوهېږم! خو د پيغام له خپرولو  وړاندې باید د ملي امنیت له رئیس سره مشوره وکړم.

جمعه د اګست ۱۳مه د ماښام اووه نیمې بجې: بېرته دفتر ته ستنېږم، همکارانو ته مې وایم چې د ولسمشر پیغام د خپرېدو لپاره چمتو کړي. ضیا سراج ته زنګ وهم، نه یې ځوابوي، څو شېبې وروسته پخپله زنګ راوهي. راته وایي چې د ولسمشر پيغام د څو ساعتونو لپاره خپور نه کړم، پوښتنه کوم چې ولې؟ وايي طالبانو توافق کړی چې اسماعیل خان، د هرات والي، د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین او د هرات د امنیت رئیس را خوشې کړي او کابل ته د راتګ اجازه ورکړي. وايي، ټاکل شوې چې هغوی ته له کابل څخه الوتکه واستول شي چې کابل ته یې را انتقال کړي، د ولسمشر جنګي پيغام د هغوی خلاصون له خطر سره مخ کولای شي. ژمنه کوي چې څنګه الوتکه له هراته کابل ته الوتنه وکړي، ماته به خبر راکوي چې پیغام خپور کړم. د شنبې ورځې د سهار تر ۲ بجو په تمه کېږم، خو سراج د الوتکې د الوتنې خبر نه راکوي.

د سهار په ۲ بجو راته د امنیت شورا مرستیال پيغام راکوي چې الوتکه له ۸۵ تنه سپرلیو سره له هراته را پورته شوه، خو اسماعیل خان په کې نشته. اسماعیل خان ظاهراً د هرات د هوايي ډګر له دروازې بېرته کور ته ستون شوی دی. هېڅوک نه شم پيدا کولای چې د پیغام د خپرولو مشوره ورسره وکړم. د پيغام نشر ځنډېږي او همداسې پاتې کېږي. (وروسته خبر شوم چې اسماعیل خان په هرات کې د ایران د کونسل په هلو ځلو بېرته خپل کور ته ستون شوی، ظاهراً ورته ویل شوي وو چې په هرات کې پاتې کېدل یې کابل ته تر تللو غوره دي. وروسته چې کله طالبانو کابل ونیوه، اسماعیل خان ته یې اجازه ورکړه چې مشهد ته لاړ شي، د دغه روایت سمون نه شم تاییدولای.)

بیا هم سخته شپه ده، مزارشریف سقوط کړی، څو ساعته مخکې پرېکړه وشوه چې د مزار په کلکه دفاع باید وشي. په څو ساعتونو کې مزار څنګه سقوط وکړ؟ څو ورځې مخکې ولسمشر مزارشریف ته تللی و او هلته یې د جګړې قومانده د دولتی نظامیانو او سیاسي رهبرانو یوې ګډې شورا ته سپارلې وه. عطامحمد نور او جنرال دوستم ژمنه کړې وه چې د وینې تر وروستي څاڅکي به د مزار دفاع کوي. هغوی په لومړۍ ناسته کې عطامحمد نور د مزار د جنګ عمومي قومندان ټاکلی و، په مزار کې سخته جګړه ونه شوه. تر وروستۍ شېبې د مزار ښار آرام و او د ښار په څنډو کې ځای ځای جنګ کېده. د شپې ناوخته ناڅاپه د مزارشریف د ماتې خبر خپریږي او ورسره د مارشال دوستم او عطا محمد نور د لېږدونکو موټرو د کاروان عکسونه هم د حیرتانو له پله خپاره شول. یو مزاری خبریال د مزار د سقوط هغه ویډيو مستقیماً په خپل فېسبوک خپروي چې د کور له برنډې یې کړې وه. مارشال دوستم او استاد عطا ترمز ته وتښتېدل او مزارشریف سقوط وکړ.

د مزار له سقوط وروسته یوازینۍ هیله جلال آباد دی، جلال آباد څه ناڅه آرام دی. په کابل کې دولتي ځواکونه او پوځي مشران غافل دي. په ننګرهار کې ولې تحرک نشته؟ د مېدان‌ښار په خط کې سخته جګړه روانه ده او ظاهراً امریکایي ځواکونو د جګړې لومړۍ کرښه بمبار کړې ده. د کابل په خط کې لا ماته نه ده راغلې، په هغه شپه د سهار تر څلورو بجو ویښ پاتې شوم، خوب به چاته ورشي.

شنبې د اګست ۱۴مه، ۲۰۲۱

شنبه د اګست ۱۴مه د سهار نهه نیمې بجې: سهارنی ناسته له ولسمشر سره د حرامسرای په انګړ کې کېږي. سهارنۍ ناسته په وروستیو شپږو میاشتو کې د جمهور رئیس په مهالوېش کې ځای شوې ده. زه معمولاً په سهارنیو مجالسو کې پنځلس دقیقې ګډون کوم او په ټولنیزو رسنیو کې د وضعیت رپوټ وړاندې کوم، نور له ناستې وځم. نن تر موږ وړاندې سلام رحیمي ناسته درلوده. ورپسې بیا جمهور رئیس د ملي امنیت سلاکار او اداره امور رئیس سره لیدلي دي. اصلي خبرې هلته شوې دي، زموږ ناستې تر ډېره تشریفاتي دي.

ناسته ۱۵ دقیقې دوام کوي او ډېرې خبرې په کې نه کېږي. په دې ورځ د جمهور رئیس برنامې مختصرې دي، په کاري اجنډا کې یې درې فعالیتونه دي: لومړی، کوم پیغام چې پرون په بالاحصار کې ثبت شوی، هغه دې خپور نه شي. ولسمشر باید نن لس نیمې بجې بل پيغام ثبت کړي. له پرون ماښام راهیسې ولې دریځ بدل شو؟ نه پوهېږم! وروسته ولسمشر تصمیم لري چې له شمال ختیځو ولایتونو کابل ته د را کډه شویو کورنیو ته رسیدګۍ لپاره ناسته وکړي او ماسپښین وروسته ټاکل شوې چې له سیاسي او جهادي مشرانو سره وګوري. (ولسمشر تېره شپه د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره غږېدلی و. په دې ناسته کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سره خبرو ته اجمالي اشاره لرله او په هماغه خبرو کې یې لکه چې وویل: «دوه تر درېیو اونیو وخت لرو چې معقوله حل لاره پيدا شي.» دا چې دغه خبره مې سمه په یاد نه ده او یادښتونه مې هم راسره اوس نشته، د دې برخې پر جزیاتو به بیا بل وخت مفصله لیکنه وکړم.)

شنبې د اګست ۱۴مه د سهار لس نیمې بجې: له همکارانو سره ګلخانې ماڼۍ ته ځم چې د ولسمشر نوی پيغام ثبت کړو. له ملي راډيو ټلویزیون او د ارګ له ټولنیزو پاڼو اعلان کوو چې ولسمشر افغان ولس ته مهم پيغام لري، خو اصلاً د ویلو لپاره مهم څه نه لري. پيغام خنثی او بې محتوا دی، راښکون په کې نشته، په رسنیو کې پوښښ نه پيدا کوي. پرون چې په بالاحصار کې کوم پیغام ثبت شوی و، هغه ښه و، خو د نشر اجازه مو یې ترلاسه نه کړه. د پرون پيغام د مقاومت او درېدو پیغام و، په ننني پیغام کې د مقاومت خبره نشته، په ننني پيغام کې د (معقولې سیاسي حل لارې) خبره شوې ده. پرون شپه څه وشول او ولې (د مقاومت او درېدو پیغام) په (د معقولې سیاسي حل لارې په موندلو) بدل شو؟ نه پوهېږم! پرون چې په بالاحصار کې د جمهور رئیس او د دفاع وزیر کوم عکسونه اخیستل شوي وو، نن یې بې کوم هدف او اصلي پيغام خپروو او ورسره لیکو چې: «ولسمشر او د دفاع وزیر د بالاحصار لیدنه وکړه.»

وروسته چې ولسمشر کورنیو بېځایه شویو ته د پاملرنې کومه ناسته کوي، ګډون په کې نه کوم، ځکه دا ناسته بې وخته، بې مورده او بې نتیجې ده.

شنبې د اګست ۱۴مه د ماسپښين دوه نیمې بجې: سیاسي او جهادي مشرانو له ولسمشر سره  د ملاقات غوښتنه کړې ده. ناسته د ماسپښین دوه نیمو بجو ته تنظیم شوې،  زه نه یم بلل شوی، خو اعتنا نه کوم او چهارچنار ماڼۍ ته ورځم، په چهارچنار ماڼۍ کې د جمهور رئیس له سیاسي سلاکار اکرم خپلواک پرته نور هېڅوک نشته. خپلواک د ولسمشر سلاکار هم دی او د ملي روغې جوړې د عالي شورا مرستیال هم، په دې خاطر معمولاً د دغو ناستو تنظیم د هغه مسوولیت دی. ترې پوښتنه کوم چې سیاسي او جهادي مشران ولې نه دي راغلي، وایي چې هغوی په سپيدار ماڼۍ کې ناسته لري او د هغې ناستې له ختمېدو وروسته ټول په ګډه دلته راځي.

سیاسي او جهادي رهبران په یوه ساعت ځنډ، د ماسپښين درې نیمي بجې ارګ ته را رسېږي. ناسته پیلېږي. د ولسمشر مرستیال په ناسته کې نشته، پخوانی جمهور رئیس کرزی، ډاکتر عبدالله عبدالله، د مشرانو جرګې رئيس فضل‌هادي مسلمیار، محمد یونس قانوني، استاد کریم خلیلي، استاد محمد محقق، باتور دوستم، د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر، د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، د ولسمشر د دفتر رئیس متین بیک، د چارو ادارې رئیس فضل محمود فضلي، د ولسمشر سلاکار اکرم خپلواک او د مذاکراتي پلاوي غړی سلام رحیمي په ناسته کې ګډون لري. د ولسي جرګې رییس میر رحمن رحماني ناوخته ناستې ته را رسېږي. استاد سیاف ته څوکۍ ايښودل شوې، خو پخپله نشته، د ناستې له پيلېدو مخکې حامد کرزی، د چارو ادارې رئيس ځان ته ور غواړي او په غوږ کې ورته څه وایي، ډاکتر فضلي غوښتنه کوي چې کامرې دې له ناستې وایستل شي. زه عکاس ته وایم چې پاتې شي او د ناستې عکسونه دې د ارشیف لپاره واخلي. دا ناستې مهمې دي او عکسونه یې باید په تاریخ کې ثبت شي.

د ناستې فضا کړکېچنه ده، په څېرو کې اندېښنې او پرېشاني له ورایه ښکاري، ټول غلي ناست دي او پر شونډو هېڅ موسکا نشته. ظاهراً داسې ښکارېږي چې سیاسي مشران ارګ ته راغلي او مهم پیغام لري. له معمول سره سم د قرانکریم تلاوت کېږي او وروسته ولسمشرناسته پيلوي، د معمول خلاف، جمهور رئیس د ویلو لپاره ډېر څه نه لري. مایک روښانوي او ډاکتر عبدالله ته وایي چې د هغه خبرو اورېدو ته چمتو دی، ډاکتر عبدالله له حامد کرزي غواړي چې پیغام ورسوي.

پخوانی ولسمشر حامد کرزی عاطفي غږېږي او وایي په کابل کې جګړې او وینې توېدو ته اندېښمن دی. نورو ته په کنایه وایي چې دی په دې خاطر ډېر اندېښمن دی چې کورنۍ یې په کابل کې ده. وایي جرمنانو غوښتل چې زوی یې میرویس په پنځه کلن بورس المان ته بوځي، خو ده ورسره موافقه نه ده کړې. بیا وایي دی نه غواړي چې خپل بچي یې بهر وي او د افغانانو د بچو په درد پوه نه وي. بیا اصلي مطلب ته راځي، جمهور رئیس ته وایي چې د پرېکړې او قربانۍ وخت دی او د کابل د ورانېدو او وینې توېدو مخه باید ونیول شي. حامد کرزی سپینه خبره نه کوي، خو ټول پوهېږي چې هدف یې څه دی.

ورپسې ډاکتر عبدالله، استاد خلیلي، استاد محقق، یونس قانوني او ښايي یو بل کس خبرې کوي. پيغامونه تقریباً سره ورته دي، په کابل کې باید د وینې توېدو مخه ونیول شي. د پروني امنیتي ناستې برعکس نن هېڅوک د مقاومت خبره نه کوي. ټول د لا ډېرې وینې توېدو او د کابل د ورانېدو د مخنیوي خبره کوي. په تېرو ناستو کې معمول دا و چې سیاسي مشرانو به د افغانستان د بېلابېلو سیمو د دفاع لپاره د خپلو قوتونو خبرې کولې او له دولت څخه به یې وسلې، مهمات او امکانات غوښتل. سیاسي مشرانو په تېرو څو میاشتو کې له دولت څخه د ولسي پاڅونونو او امنیتي مفرزو په نوم ډېر امکانات اخیستي دي. دا هغه امکانات وو چې په میدان کې شته ځایي ځواکونو ته لږ رسېدلي دي.

پرون ټولو د مقاومت او درېدو خبره کوله او نن ټول ناڅاپه غواړي چې په کابل کې د وینې توېدو مخه ونیول شي. په تېرو ۲۴ ساعتونو کې واقعاً څه شوي دي؟ نه پوهېږم! ولسمشر ظاهراً د سیاسي رهبرانو پیغام درک کوي او د ناستې په جمع بندۍ کې دی هم د مقاومت او درېدو خبره نه کوي، وایي چې د رهبرانو له وړاندیز سره موافق دی. دنده ورکوي چې یو باصلاحیته پلاوی وټاکل شي چې سبا قطر ته لاړ شي او له طالبانو سره نهایي پرېکړه وکړي، دا خبره کوي او په بیړه بې له خدای په امانۍ له ناستې وځي. د افغانستان د سیاسي مشرانو وروستی ناسته یوازې نیم ساعت دوام کوي.

د ناستې له پای ته رسېدو مخکې یونس قانوني وایي چې دی او د مقاومت یو شمېر نور سیاسي مشران اسلام آباد ته بلل شوي او ټاکل شوې چې سبا هلته لاړ شي. له ولسمشره اجازه غواړي، ولسمشر په غصه کېږي او وایي چې دا وخت پاکستان ته د تللو نه دی. په دې وخت کې پاکستان ته د سیاسي مشرانو تګ به ښه پیغام ونه لري، قانوني هېڅ نه وایي.

د ناستې له ختمېدو وروسته، له تالاره بهر یونس قانوني سره مخ کېږم، په دې خفه دی چې ولسمشر یې پاکستان ته له تللو سره موافقه نه ده کړې. په ولسمشر پسې سختې خبرې کوي، ماته وایي ولسمشر ته وایه چې د درناوي له مخې مې څه ونه ویل که نه، اسلام آباد ته د تللو لپاره د چا اجازې ته اړتیا نه لري. زه یې ټولې خبرې اورم، خو څه نه وایم، زه نه غواړم چې د ولسمشر او قانوني ترمنځ پيغام رسوونکی شم.

هلته د چهارچنار ماڼۍ د مخې په میدان کې ډاکتر عبدالله، کریم خلیلي، حنیف اتمر، متین بیک او اکرم خپلواک سره غږېږي. زه ور نږدې کېږم چې وګورم څه وايي، د بهرنیو چارو وزیر په منځ کې ولاړ دی، خبرې کوي او نور یې په دقت اوري. اتمر په دې خفه دی چې جمهور رئیس ته ولې پيغام په روښانه ډول ونه ویل شو. وایي ولسمشر د سیاسي مشرانو په غوښتنه سم او واضح نه دی پوه شوی. ډاکتر عبدالله ورسره موافق دی، ښایي ولسمشر نه وي پوه شوی چې دوی غوښتل هغه دې له واکه لیرې شي او واک دې په بيړه ولېږدول شي. د بهرنیو چارو وزیر وړاندیز کوي چې دی او ډاکتر عبدالله دې جمهور رئیس ته ورشي او پيغام دې ورته په واضح ډول ووایي چې هغه په ابهام کې نه وي. ډاکتر خپلواک لېږي چې له ولسمشره وخت واخلي، ډاکتر خپلواک حرم سرای ته د وخت اخیستو لپاره ورځي، خو ظاهراً جمهور رئیس ډاکتر عبدالله او اتمر ځان ته مني. ولسمشر د حرم سرای ودانۍ شاته له ډاکتر محب او ډاکتر فضلي سره بوخت دی.

په ناسته کې د سیاسي مشرانو له پیغامه زما اخیستون روښانه دی. ډاکتر غني باید له واکه لیرې شي، د هغه د کار دوام یې د خپلو بهرنیو چارو وزیر په شمول، هېچا ته د منلو نه دی. په دولت کې دننه او بهر سیاسیونو محاسبه دا ده چې که ډاکتر غني له صحنې ووځي، طالبان به له دوی سره جوړجاړی وکړي او مشارکتي حکومت به جوړ کړي. طالبانو په دې اړه مخکې له مخکې سیاسي مشرانو ته ځيني پيغامونه ورکړي وو. . (زما په ذهن کې پوښتنه دا ده چې اوس طالبان بې له جنګ او جدي مقاومته د کابل دروازو ته را رسېدلي او پوهېږي چې په کابل کې به هم ورسره جدي مقاومت ونه شي، نو څنګه به معاملې ته چمتو شي؟ آيا طالبان دې ته لیواله دي چې د زور له لارې، په مطلق ډول کوم واک ترلاسه کوي، هغه له بل چا سره ووېشي؟ ولې باید دا کار وکړي؟ دا ټکی د بحث وړ دی.)

شنبې د اګست ۱۴مه د ماښام شپږ نیمې بجې: د جمهور رئیس بل پروګرام د امریکا له سفیر او د نړیوالو ځواکونو له پوځي مشرانو سره لیدنه ده چې د مازدیګر په ۵:۴۵ باید ترسره شي. دا ناسته سهار د ولسمشر په مهالوېش کې نه وه او په بیړه ور زیاته شوې. زه دې ناسته ته نه یم بلل شوی، په کاري دفتر کې یم، په ۶:۳۰ بجې د ولسمشر له دفتره راته زنګ وهي او وایي چې یو خبر باید خپور کړو، ولسمشر د امریکا له سفیر او د نړیوالو ځواکونو له پوځي مشرتابه سره د ملي امنیت سلاکار، د چارو ادارې رئيس، د ولسمشر د دفتر رئیس او د لوی درستیز هیبت الله علیزي په حضور کې ولیدل او نړیوالو همکارانو د همکارۍ د دوام او له طالبانو سره د ګډې مبارزې ډاډ یې ورکړی دی. همکارانو ته مې هدایت ورکوم چې خبر عاجل خپور کړي. ساعت وروسته بیا زنګ راغی چې بل خبر باید خپور کړم، په ناسته کې پرېکړه شوې، جنرال سمیع سادات چې د لښکرګاه له سقوط وروسته کابل ته راستون شوی، د کابل د امنیتي ځواکونو عمومي قومندان ټاکل شوی او په کابل کې ټول امنیتي ځواکونه به هغه ته ګزارش ورکوي. بیا څه وشول؟ یو ساعت مخکې د واک د لېږد او د قطر ته د پلاوي د لېږلو خبره وه، ساعت وروسته بیا له طالبانو سره د جنګ او مقاومت خبر خپروو. ولس به دې متناقضو خبرونو څه برداشت وکړي؟ په هر حال، د سمیع سادات د مقررۍ خبر خپروو او ټاکل شوې چې هغه راتلونکي شل ساعته چې کابل سقوط کوي، د کابل د دفاع مسوول وي.

د ماښام اوه نیمي بجې دي، زه او همکاران مې لا هم په دفتر کې یوو، نن یې اندېښنې لا ډېرې دي، له ما اطمینان غواړی، هغه ډاډ چې زه یې ورته نه شم ورکولای. د ماخوستن اتو بجو ته نږدې له دفتره راوځو، تر اماني لېسې پياده ځوو، هلته سره بېلېږو او خپلو کورونو ته ستنیږو.

شنبې د اګست ۱۴مه د شپې له اتو تر دولسو بجو : له خپل پخواني کور څخه بل ځای ته کډه شوی یم، مخکې مې چې کوم کور کرایه کړی و، هغه په نسبتاً زیانمنونکې سیمه کې و. د ملي دفاع د وزیر په کور له برید او د خپل ښه ملګري او همکار دواخان مینه پال له مړینې وروسته مې تازه په یوه نسبتاً خوندي ځای کې بل کور کرایه کړ، نوي کور ته لا کډه پوره نه ده راوړل شوې، یو ساعت له خپلې مور سره غږېږم، د مور په ذهن کې څه ګرځېدلي او فکر کوي چې کوم ناڅاپي څه پېښېدونکي دي، زه ورته وایم چې تشویش مه کوه، لږ تر لږه تر دوو اونیو څه نه کېږی، لږترلږه د سیاسي مشرانو له ناستې زما اخیستون دا و؛ خو پخپله پوهېږم چې دغه ډاډ بې‌مورده دی، ټول شواهد دا ښيي چې یو ناڅاپي څه کېدونکي دي.

زه په حکومت کې د بل هر چا په پرتله په خبریالانو، د مدني ټولنې فعالینو او له حکومته بهر پرګنو کې نسبتاً ډېر ملګري لرم، ټول اندېښمن دي او په حکومتي دستګاه کې یې یوازینۍ اړیکه له ما سره ده، زه ورته د ویلو او ډاډ ورکولو لپاره څه نه لرم، اندېښنه اوج ته رسېدلې ده، ټول له هېواده د وتلو په فکر کې دي. یو ملګری مې په هوایي ډګر کې دی او دوبۍ یا استانبول ته پرواز لري. پرلپسې پيغامونه راته کوي چې وضعیت خراب دی او په لومړي پرواز کې باید له کابله ووځم. له هغه سره ژمنه کوم چې دا کار به وکړم، خو پخپله پوهېږم چې مشخص پلان نه لرم، زما کور او کورنۍ غړي چې اکثریت (حکومتي او غیرحکومتي مخکښې طبقې) څخه دي په کابل کې دي. دویم هېواد نه لرم چې ورته لاړ شم، ساعت وروسته مې یو ملګری چې په کام ایر شرکت کې کار کوي، زنګ راوهي او راته وایي چې اکثریت حکومتي او غیرحکومتي چارواکو د راتلونکي ورځې په پروازونو کې ټکټونه اخیستي او که زه غواړم له کابل څخه ووځم، نو هغه راته د کام ایر په یوه پرواز کې عاجل ځای پیدا کولای شي. مننه ترې کوم او ورته وایم که اړتیا شوه احوال به درکړم. د کورنۍ یو شمېر غړي له پخې ډوډۍ سره یو ځای کور ته راځي، دا چې د کورنۍ غړي مې راسره دي خوشحاله یم، خو اندېښنه هم لرم. که طالبان نن شپه کابل ته را ورسېږي، دوی ته زیان ونه رسېږي، د شپې دوولس بجې خدای په اماني کوي او ځي، زه د کورنۍ غړي تر دروازې بدرګه کوم، کوڅه مو تشه ده او بل حس لري، کوم څه کېدونکي دي.

یکشنبې، د آګست ۱۵مه ۲۰۲۱

یکشنبې د اګست ۱۵مه د شپې له دوولسو د سهار تر څلورو بجو: د کابل پر فضا د پوځي چورلکو او الوتکو غږونه اورېدل کېږي، له دې شور پرته هم خوب ناشونی دی، د کابل له هرې څنډې بد خبرونه راځي. ټولنیزې شبکې خبر ورکوي چې طالبان پلچرخي زندان ته ننوتي او په زندان کې جنګ روان دی. ساعت وروسته امرالله صالح ټويټ کوي چې «په پلچرخي زندان کې د بندیانو پاڅون) کنټرول شوی دی. نن شپه د مېدان‌ښار خط هم مات شوی او طالبان تر کمپنۍ را مخکې شوي دي. څوک پیغام کوي چې په دهبوري کې یې د کور په مخ کې د طالبانو موټر تېر شو. بل پيغام کوي چې طالبان ارزان قیمت ته دننه شوي دي. بل پيغام کوي چې پغمان سقوط وکړ، بل وایي جمهور رئيس، ډاکتر محب او ډاکتر فضلي تښتېدلي دي، ټوله شپه همدا ډول پيغامونه تبادله کېږي.

یوه امنیتي مقام ته پيغام لیکم: آیا نن شپه کوم څه کېدونکي دي؟ هغه راته لیکي چې څه نه کېږي. دا پيغام راته ډاډ نه راکوي، پوهېږم چې امنیتي چارواکي تر ما ډېر بېچاره او بې خبره دي، کابل ښاریان نن شپه ویښ دي، اندېښمن دي او عجیبه وېره پرې خپره ده.

د سهار ۴ بجې په خپله بستره کې پرېوځم، خوب نه راځي، تر لمرخاته ویښ پاتې کېږم، سهار وختي چې لومړی خبر لولم د جلال‌آباد وروستي لوی او ستراتیژیک ښار سقوط کړی، دا لوی ښار هم له لږ مقاومت او جګړې پرته د طالبانو لخوا سقوط وکړ.

یکشنبې د اګست ۱۵مه د سهار نهه بجې: دفتر ته رسېږم، له معمول سره سم د ارګ چایخانې ته ورځم، د معلوم خلاف نن په چایخانه کې ګڼه ګوڼه نشته، په چایخانه کې چې کوم هلکان کار کوي، ورسره ملګری شوی یم. د چایخانې کارکوونکي پرېشانه ولاړ دي، قهوه اخلم او د چایخانې هلکانو ته وایم چې د تېرې میاشتې حساب وکړي چې پيسې یې ورکړم، داسې احساسوم چې ښايي بیا فرصت نه وي.

د ولسمشر ورځنی مهالوېش ګورم، په اته نیمې بجې له سلام رحیمي سره ناسته لري، په نهه بجې د ملي امنیت سلاکار سره ګوري. نهه نیمې بجې سهارنی ناسته کېږي چې زه هم باید په کې ګډون وکړم. په لسو بجو له ډاکتر خپلواک سره ګوري. یوولس بجې د سوداګرۍ وزیر نثار احمد غوریاني سره ناسته لري. له یوولس نیمو تر ماښام اوو بجو پورې د ولسمشر مهالوېش د (امنیتي هدایاتو صدور) ته ځانګړی شوی دی. (وروسته چې رسنیو کې کوم عکس خپور شو، ښودل یې چې ولسمشر او د ملي امنیت سلاکار په هغه سهار د متحده عربي اماراتو د استخباراتو له مرستیال سره د حرمسرای په انګړ کې لیدلي دي. دا لیدنه د ولسمشر په رسمي مهالوېش کې شامله نه وه. په دې خاطر د دغې لیدنې د جزیاتو او څرنګوالي په اړه لومړی لاس معلومات نه لرم. خو وروسته مې د هغې ناستې جزیات واورېدل، هغه معلومات دلته په دې خاطر نه لیکم چې د صحت او سموالي په اړه یې اوس هم تدقیق کوم.)

سهار نهه نیمې بجې ځان سهارني ناسته کې د ګډون لپاره حرمسرای ته رسوم. د حرمسرای په انګړ کې ولسمشر د ملي امنیت سلاکار سره په خبرو بوخت دی. د حرمسرای په عمومي درواز کې د ولسمشر دستیاران ناست دي، زه هم هلته په تمه کېږم. د ولسمشر یو دستیار مې خوا ته راځي، د غزني د جاغوري دی، مور او پلار یې په غزني کې دي، طالبان یې د غزني له نیولو وروسته کور ته ورغلي، د خپلې مور او پلار امنیت ته اندېښمن دي.

په نهه نیمو بجو زموږ ناسته پيلېږي، ولسمشر آرام دی، له ما غواړي چې د وضعیت په اړه ورته ووایم، زه ورته وایم چې: په کابل کې عجیبه وېره ده، ښایي لږ خلک تېره شپه ویده شوي وي، آوازه ده چې کابل سقوط کوي. نن واټونه تش دي، حکومت فلج دی، حکومتي کارکوونکي دفترونو ته لږ راغلي، آن د حکومت وزیران او مرستیالان نه پوهېږي چې څه روان دي او څه کېږي، زه پوهېږم چې دا خبرونه نوي نه دي، په ناسته کې ټول پر وضعیت پوهېږي؛ یوازې د خپلې وظیفې په توګه درته دا خبرې کوم.

ولسمشر وایي اړینه ده چې نن ورځ داسې پروګرام ولري چې په رسنیو کې خپاره شي. وضعیت باید نورمال وښودل شي چې د خلکو اندېښنه ډېره نه شي، د دفتر رئيس او د چارو د ادارې رئیس ته هدایت ورکوي چې په پدوله دښته کې د بېځایه شویو کمپ ته د ورتللو زمینه ورته برابره کړي، زه حیرانېږم، ولسمشر په دې وضعیت کې غواړي چې پدوله دښتې ته لاړ شي؟ له ما مخکې متین بیک او ډاکتر فضلي مداخله کوي، وایي د کابل وضعیت داسې نه دی چې ولسمشر پدوله دښتې ته لاړ شي.

یو کس وړاندیز کوي چې پدوله دښتې ته د ورتللو پر ځای دې د کابینې غونډه جوړه شي. وزیرانو او حکومتي مقاماتو ته دې وضعیت تشریح شي. ولسمشر باید ورته واضح ووایي چې وضعیت څنګه دی، ولسمشر موافقه کوي. ټاکل شوې چې ماسپښین دوه بجې د کابینې ناسته وشي، ولسمشر، بیک او فضلي ته دنده ورکوي چې له امرالله صالح سره وغږېږي چې څه ستونزه پيدا نه شي، بیک او فضلي ولې باید له امرالله صالح سره وغږېږي؟ هغه وخت یې په دلیل نه پوهېږم. (وروسته خبر شوم چې امرالله صالح د جمعې ورځې له ناستې وروسته له ولسمشر سره مستقیم تماس نه درلود، ظاهراً د شنبې په ورځ له سیاسیونو سره له ناستې وروسته چې قطر ته د پلاوي لېږلو پرېکړه په کې وشوه، ډاکتر محب او فضلي امرالله صالح ته ورځي چې له پرېکړې یې خبر کړي. امرالله صالح په هماغه شپه یا د یکشنبې په سهار وختي کابل پرېږدي، د دغو معلوماتو د سموالي په اړه باید تدقیق وکړم.)

یکشنبې د اګست ۱۵مه د سهار لس نیمې بجې: زه او د دفتر رئيس د ولسمشر له ناستې راوتلي یوو او د ګلخانې ماڼۍ مخې ته سیوري ته ولاړ خبرې کوو. د چارو ادارې رئيس ورځي چې له امرالله صالح وخت واخلي او دی او متین بیک ورسره وغږېږي. پنځه دقیقې وروسته بیک ته زنګ وهي. لومړي مرستیال یې زنګ او پيغامونو ته ځواب نه دی ورکړی. څو دقیقې وروسته بیا اړیکه نیسي، لومړی مرستیال په کابل کې نشته، دفتر یې تش دی، امرالله صالح ولسمشر ته له اطلاع ورکولو پرته خپل دفتر پرې اېښی او نامعلوم ځای ته تللی، یو همکار یې وایي چې ظاهراً پنجشیر ته تللی، اندېښمنونکی خبر دی. لومړي مرستیال څنګه له اطلاع پرته کابل پریښی دی؟ آيا نن کومه پېښه کېږي؟

په ټولنیزو شبکو کې، د کابل په هوایي ډګر کې د پي آی اې الوتکې دننه عکسونه خپرېږي، یونس قانوني، کریم خلیلي، محمد محقق، صلاح الدین رباني، باتور دوستم او خالد نور د پاکستان هوایي شرکت په ځانګړې الوتنه کې اسلام آباد ته روان دي. دوی ولې په دې مهمه ورځ اسلام اباد ته وړي؟ له هوایي ډګره خبر راځي چې د کابینې یو شمېر غړي د هوايي ډګر په وي آی پي تالار کې د کام ایر او ترکش ایرلاین پروازونو ته په تمه دي. د اداري اصلاحاتو د کمیسیون له رئيس نادر نادري سره خبرې کوم. د هوايي ډګر په تالار کې دی، وايي چې په رسمي سفر قطر ته ځي، سهار وختي میدان ته تللی، خو پروازونه ځنډېلي دي، ډاډمن کېږم چې په داسې وضعیت کې د کابینې ناسته شونې نه ده، په هغه ورځ د کابینې ناسته ونه شوه.

یکشنبې د اګست ۱۵مه د سهار یوولس بجې:  زیاتره همکاران مې په چایخانه کې راټول شوي دي، ټول وارخطا او ناآرامه دي، خو د ارګ د نورو ادارو برعکس زما زیاتره کارکوونکي دفتر ته راغلي، ماسره چې حکومت د اطلاع رسونې په دستګاه کې کوم همکاران کار کوي، تل ځان د ارګ په دستګاه کې شپږمه ګوته بولي، زما اکثریت همکاران د دولت ساز ټيم نه دي او له ایټالیا څخه زما له راتګ وروسته ارګ ته راغلي وو. په تېرو دوو کلونو کې دوی ته تل د شک په سترګه کتل شوي دي. دوی د وحید عمر په ټیم مشهور دي، هغه ټیم چې د لومړۍ مرستیالۍ، امنیت شورا او اداره امور له نظره یې وفاداري د پوښتنې وړ ده. په داسې وضعیت کې یې یوازینۍ هیله زه یم، اندېښنه یې دا ده چې هسې نه د ناسم وضعیت په راتګ زه او زما همکاران قرباني شوو. ځينو خلکو مې همکارانو ته ویلي چې ټول ارګ د ناوړه وضعیت لپاره یو پلان لري چې زما ټیم په کې شامل نه دی، زه ورته وایم چې زه له داسې کوم پلانه خبر نه یم.

له همکارانو سره مې په اندېښنو غږېږم چې ناڅاپه په ښار کې د ډزو غږ اورېدل کېږي. په ارګ کې عجیبه انارشي خپرېږي، ذهنونه له مخکې دې منلو ته چمتو دي چې طالبان کابل ته را ننوتي دي، موږ د ارګ د خروجې دروازې (پنځلسمې دروازې) سره نږدې د چایخانې مخې تر زاړه چنار لاندې ناست یوو، د پي پي ایس (د جمهوري ریاست ساتنې ګارد) په ګډون د ارګ ځينې کارکوونکي د ارګ خروجي دروازې ته منډې وهي، یو شمېر خلک په پنځلسمه دروازه وتلي او د آریانا څلورلارې خوا ته روان دي، ځينې نور د اداره امور له لارې روان دي چې د پل محمود خان په دروازه ووځي، موږ څو شېبې له خپل ځایه نه خوځېږو، زما د یوه همکار ورور د جمهوري ریاست د ساتنې ریاست (پي پي ایس) کې کار کوي، همکار ته مې پیغام کوي چې له ارګ ووځه، موږ هم سمدستي فکر کوو چې له ارګ باید ووځو.

زه او شپږ همکاران مې (نومونه یې په دې خاطر نه لیکم چې ځینې یې اوس هم په هېواد کې دي) په بیړه د ارګ په خروجي دروازه وځوو. د آریانا څلورلارې خوا ته ګړندي ګامونه اخلو، نه پوهېږم چې چېرته روان یوو، د لارې په منځ کې مې یو همکار وایي چې: عمر صاحب چېرې لاړ شوو؟ زه ورته وایم: نه پوهېږم! کور ته لاړ شوو؟ وایي کورونه خوندي نه دي، ښايي تر ټولو خوندي دا وي چې ارګ ته ننوځو او په یوه څنډه کې پناه واخلوو. ښه نظر دی، بېرته له خپلو همکارانو سره جنګي دروازې (هغه مشهوره دروازه چې درې رنګه بېرغ پرې نصب دی)، ارګ ته ننوځو او د سوق او ادارې (توحید) مرکز د ودانۍ ترڅنګ په چمن کې کېنوو، د پي پي ایس موټر او ټانکونه حرکت کوي، ارګ نظامي شوی او د ټول ارګ په انګړ کې د پي پي ایس له ځواکونو او زما له څو همکارانو پرته نور څوک نشته، په پنځلسو دقیقو کې ارګ تش شوی دی، لږ شمېر کسان په ارګ کې پاتې دي.

یکشنبې د اګست ۱۵مه د غرمې دولس بجې: زه او همکاران مې لا هم د ارګ په انګړ کې د توحید مرکز ودانۍ خوا ته ناست یوو، د ډزو غږ غلی شوی دی، هر یو هڅه کوي چې خپلو کورنیو او ملګرو سره وغږېږي، یو وایي چې په دشت برچي کې د طالبانو بیرغ پورته شوی، بل وایي چې د کارته نو حوزه طالبانو نیولې ده، بل وایي پولیس یې لیدلي چې ملکي جامې یې اغوستي، وسلې یې ایښي او حوزې یې تخلیه کړي، زه له خپلو څو ملګرو سره په اړیکه کې یم، ټول اندېښمن دي همکارانو ته مې وایم چې همدلته اوسئ، زه امنیت شورا ته ورځم چې خبر راوړم.

د امنیت شورا دفتر ته ورځم، وارخطايي جوړه ده، د امنیت شورا ودانۍ په شاتنۍ برنډه کې ډاکتر محب، متین بیک، سلام رحیمي، د امنیت شورا دفتر مرستیال رفیع فاضل او څو نور کسان ګورم، هر یوه سره ټيلیفون په لاس کې دی او له چا سره غږېږي، متین بیک وایي باید اعلان وکړو چې کابل خوندي دی او ځای ځای ډزې شوې دي، خلک باید آرامتیا ته را وبلل شي. همدا خبره په خپل شخصي ټوېټر کې ټویټ کوي، زه مې همکارانو ته زنګ وهم او جمله ورته وایم چې د ارګ له پاڼو یې خپره کړي.

وروسته بیا متین بیک او سلام رحیمي د ټيلیفون له لارې په قطر کې د طالبانو له رهبرۍ سره اړیکه نیسي. طالبان وايي چې دوی کابل ته نه دي ننوتي او څوک چې ډزې کوي د طالبانو غړي نه دي، رحیمي ترې غواړي چې د ډاډ لپاره اعلامیه صادره کړي، څو شېبې وروسته د قطر طالبان اعلامیه ورکوي، طالبان په خپله اعلامیه کې وایي چې کابل ته د ننوتلو نیت نه لري.

بل خوا د ملي امنیت سلاکار او همکاران یې هڅه کوي چې له بهرنیو همکارانو سره اړیکه ونیسي، داسې ښکاري چې څوک یې ټيلیفون نه ځوابوي، بالاخره یو امریکایي افسر ځواب ورکوي او وایي چې هغوی له لوی درستیز هیبت الله علیزي سره همدا شېبه په هوايي ډګر کې ناسته لري او پلان جوړوي، وایي که اړتیا شوه هغوی به ښار ته ننوځي. په دې شېبه کې ظاهراً د امنیتي دستګاه نور مسوولین د میدان په هغه خوا کې دي. میدان د نړیوالو ځواکونو په کنټرول کې دی. د دفاع د وزیر، د ملي امنیت رئیس او نورو حکومتي چارواکو هېڅ درک نشته، داسې ښکاري چې د دولت دستګاره نوره له کاره لوېدلې ده.

یکشنبې د اګست ۱۵مه د غرمې دولس نیمې بجې: بیا د ارګ په انګړ کې له خپلو همکارانو سره یم، په امنیت شورا کې مې چې وضعیت ولید زړه بوږنوونکی و، زه نور ډاډه نه یم چې ډاکتر غني ته د حکومت او اداري او امنیتي دستګاه په نوم څه پاتې دي، نور د دولت په نوم څه نه دي پاتې، دولت رسماً پاشل شوی. یوازې یو څوک باید دا رسمی اعلان کړي، زه خپلو همکارانو ته عذر کوم چې خپلو کورونو ته لاړ شي یا د خپلوانو او ملګرو په کورونو کې پناه واخلي، هر یو کولای شي چې پلی، په یوې دروازې ووځي او ځان یوه امن ځای ته ورسوي؛ خو هغوی وایي چې تر څو راسره ته ونه وځې، موږ یو هم هېڅ چېرته نه ځوو، تر څو چې ژوندی یم، د همکارانو دا ځواني به مې هېره نه کړم.

په ۱۲:۳۵ د ولسمشر دستیار سهراب احمد زنګ راوهي او په لومړي نمبر قصر کې د جمهور رئیس کور ته بلل کېږم. د جمهور رئیس د کور په دهلېز کې راته سهراب احمد په تمه دی، یو ځای کوټې ته ورننوځو، ولسمشر، د ملي امنیت سلاکار، سلام رحیمي، د دفتر رییس او چارو ادارې رییس په کوټه کې ناست دي. ولسمشر وایي چې ولس ته د ډاډ ورکولو لپاره یو پيغام باید ثبت شي، زه ورته وایم چې خلک په شاک کې دي او په دې وخت کې به ګرانه وي چې د ډاډګېرنې پيغام ګټه ولري، خو که ولسمشر څه وایي، نو وړاندیز کوم چې د دفاع وزیر، د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت رئیس ته زنګ ووهي او هغوی ته د ښار د امنیت د خوندیتوب هدایت ورکړي. موږ به دغه ټيلیفوني مکالمه ثبت او خپره کړو، موافقه کېږي. زه غواړم لږترلږه خلک دا وویني چې دولت لا شته دی او ولسمشر د کورنیو چارو او دفاع وزیر سره په اړیکه کې دی. هدف مې تر ډېره همدا دی، پرېکړه کېږي چې دغه مکالمه په ګلخانې ماڼۍ کې ثبت شي.

په ۱۲:۴۵ دقیقو بېرته خپلو همکارانو ته ور ستنېږم، ورته وایم چې د عکاسۍ او فلمبردارۍ کامرې دې چمتو کړي او ګلخانې ته دې لاړ شي. هغوی وایي چې د جمهوري ریاست عکاسان او فلمبرداران نشته، ټول تښتېدلي دي، پخپله د فلمبردارۍ کامره را اخلم، په یوه نامعلوم ځای کې د ارګ فبلمبردار ته زنګ وهوو، هغه راته تشریح کوي چې له کامرې باید څنګه کار واخلم. ټاکل شوې د جمهوري ریاست له آدرسه د ولسمشر وروستی پیغام زه پخپله ثبت کړم.

یکشنبې د اګست ۱۵مه د ماسپښين یوه نیمه بجه: په ګلخانې ماڼۍ کې د مکالمې ثبتولو ته چمتو یوو. ولسمشر له سلام رحیمي، د دفتر رئیس، د چارو ادارې له رئیس او خپل دستیار سره ګلخانې ته را رسېږي، د ملي امنیت سلاکار ورسره نشته. ولسمشر د امان الله خان د مېز شاته او د احمدشاه ابدالي د تاج اېښودلو مراسمو تر تابلو لاندې کېني، ما پخپله د فلمبردارۍ کامره راخیستې او ثبت ته چمتو یم. خپل موبایل یوه همکار ته سپارم چې دا مکالمه په ټيلیفون کې هم ثبت کړي. زه په کامرې چندانې نه پوهېږم، هسې نه چې ناسمه یې ثبت کړم، د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت رئیس رخ کېږي، ټاکل شوې وه چې لوی درستیز یا د دفاع وزیر هم په دې مکالمه کې وي، داسې ښکاري چې اړیکه ورسره نه ده شوې.

ولسمشر تقریباً اووه دقیقې له دې دوو امنیتي مقاماتو سره غږېږي. ځینې هدایتونه ورکوي، د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت رئيس خبرې اوري. په سترګو صیب! وایي او مکالمه ختمېږي، دا مکالمه آن موږ ته چې په کوټه کې یوو، د ډاډ وړ نه ده. په هر حال، مکالمه باید خپره کړو، (د جمهور رئیس د دې خبرو پر وخت مې چې د ملي امنیت د سلاکار د غیابت په اړه وروسته څه واورېدل، ډېر مهم دي. ظاهراً په کوم وخت کې چې د کورنیو چارو له وزیر او د ملي امنیت له رئیس سره د ولسمشر مکالمه ثبتېږي، په هغه وخت کې یا له هغې څو دقیقې وړاندې ډاکتر محب او خلیل حقاني په خپلو کې په ټیلیفون خبرې کوي. دغه ټيلیفوني خبرې پر هغه وضعیت مستقیم اغېز لرلی شي چې ۹۰ دقیقې وروسته واقع کېږي. محب حقاني ته زنګ وهلی و که حقاني محب ته، نه پوهېږم؛ خو د دې ټيلیفوني خبرو لومړی لاس جزییات مې له هغه چا واورېدل چې هلته موجود و، بل وخت به یې تر لازم تدقیق وروسته ولیکم.)

له ګلخانې را وځوو، د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش د ګلخانې مخې ته ولسمشر ته په تمه دی. سرور دانش له یوه ساعت (ښايي په ښار کې له ډزو) راهیسې په ارګ کې دی. د ولسمشر د لومړي او دویم مرستیال دفترونه د صدارت ماڼۍ په انګړ کې دي، د امرالله صالح دفترونه تش شوي او نامعلوم لوري (ظاهراً پنجشیر) ته تللی دی. استاد دانش هم ارګ ته راغلی، د ګلخانۍ ماڼۍ د دروازې مخې ته د ولسمشر په غوږ کې څه وایي، ولسمشر د چارو ادارې رئیس ته چې لږ هغه خوا ولاړ دی دنده سپاري چې دده ستونزه حل کړي، کومه ستونزه؟ هغه وخت نه پوهېدم. (وروسته مې واورېدل چې استاد دانش غوښتل د کابل هوايي ډګر ته لاړ شي او له هغه ځایه استانبول ته پرواز وکړي، خو نه غواړي چې په موټر کې لاړ شي. د ښار فضا ګډوډه ده، دانش نه غواړي چې خطر ومني او په موټر کې هوایي ډګر ته لاړ شي، ارګ ته راغلی چې جمهور رئیس هدایت ورکړي، ده ته یوه چورلکه برابره شي او هوايي ډګر ته یې انتقال کړي. د پي پي ایس قومندان د دانش غوښتنه ردوي او وایي چې چورلکې په هوايي ډګر کې دي، دانش نهیلی کېږي او هماغه شېبه په موټر کې هوایي ډګر ته روانېږي.)

یکشنبې د اګست ۱۵مه د ماسپښين دوه بجې: له همکارانو سره مې له ګلخانې ماڼۍ را وځم، په راوتو کې چې سرور دانش جمهور رئیس ته منتظر دی، زه ورسره روغبړ کوم، راته وایي: عمر صاحب نامخدا ټول همکاران دې حاضر دي، زه ورته په طنز وایم چې زموږ کار د روغتون د کارکوونکو په څېر دی، د جنګ او بحران پرمهال مو کار ډېرېږي. بېرته له خپلو پینځو همکارانو سره د ارګ په انګړ کې خپل پخواني ځای د توحید مرکز څنګ ته ځوو، حوصله او امکانات نشته چې د کورنیو چارو وزیر او ملي امنیت رئیس سره د ولسمشر د مکالمې فلم له موبایل څخه کمپيوټر ته انتقال کړو. همکارانو مې چې کوم فلم په موبایل کې ثبت کړی هغه ګورو، وایو چې همدا سم دي، همدا فلم باید د ارګ له پاڼو خپور کړو. هڅه کوو چې فلم خپور کړو، خو د فایل حجم زیات دی، د ارګ انټرنېټ ستونزه لري، فایل د ارګ د ټولنیزو شبکو مسوول ته د وټس اپ له لارې لېږو چې هغه یې د ارګ په ټولنیزو پاڼو کې خپور کړي.

یکشنبې د اګست ۱۵مه د ماسپښين دوه نیمې بجې: زه او پینځه نور همکاران مې لا هم د ارګ په انګړ کې یوو، یو چایدار باشي لا هم په ارګ کې دی او په همدې حالت کې موږ ته چای راوړي، د ارګ فضا بشپړه آرامه ده، هېڅوک مو شاوخوا کې نشته، عجیبه صحنه ده، خو موږ هڅه کوو چې سترګو ته یې ونه دروو، له خپلو همکارانو سره څو یادګاري عکسونه اخلو.

په ورپسې لسو دقیقو کې راته څو کورني او بهرني خبریالان په یوه وخت مسجونه کوي. وایي آوازه ده چې جمهور رئیس له کابله وتلی او د قدرت تشه رامنځته شوې، غواړي چې خبر تایید یا رد کړم، زه یې پروا نه کوم او ځواب نه ورکوم، دا څو شېبې مخکې ولسمشر له امنیتي مسوولینو سره وغږېده، فلم چې خپور شي ټول به ډاډه شي چې هېڅوک نه دی تښتېدلی.

څو شېبې وروسته په نږدې ځای کې د ډز غږ اورېدل کېږي، د پي پي ایس یو ساتونکی چې له ما سره ملګری شوی، په منډه زما خوا ته راځي؛ په غوږ کې راته وایي چې: عمر صاحب دا ځای خوندي نه دی، له خپلو همکارانو سره له ارګه ووځئ، زه یې پوښتم چې نور مقامات څه شول؟ وایي: «درته وایم عمر صاحب چې وضعیت ښه نه دی، کور ته لاړ شئ!».

ذهن ته مې یو څه راځي، همکارانو ته مې وایم چې همدلته اوسئ او بهر مه وځئ. زه ځم چې وګورم څه خبره ده، په منډه د تشریفاتو د میدان له منځه د امنیت شورا دفتر ته ځان رسوم، د امنیت شورا دفتر ته چې ننوځم، دویم منزل ته پورته کېږم، ګورم چې د ملي امنیت د سلاکار دفتر تش دی، په امنیت شورا کې هېڅوک نشته، په منډه را ښکته کېږم. په لومړي پوړ کې یو ساتونکی وینم، پوښتنه ترې کوم چې ډاکتر محب، سلام رحیمي، متین بیک او همکاران یې څه شول؟ وایي ښايي نمبر یک ماڼۍ کې د جمهور رئیس د کور خوا ته تللي وي.

د امنیت شورا له ودانۍ را وځم، زړه نا زړه یم آن په امنیت شورا کې څوک نشته. آيا ټول تښتېدلي دي؟ یوه شېبه وایم چې خپلو همکارانو ته لاړ شم او زر له دې ځایه ووځو، یو څو قدمه اخلم، بیا را ستنېږم، یو څوک باید پيدا کړم. په نمبر یک ماڼۍ کې د ولسمشر د کور خوا ته ځم، په لاره مې یو ورور له خیرخانې زنګ راوهي: خیریت دی؟ چېرې یې؟ ورته وایم چې خیریت دی، دفتر کې یم. د ولسمشر تر کور پورې تقریباً درې دقیقې لاره ده، په لاره مې له ورور سره غږېږم. پر ارګ بشپړه چوپتیا خپره ده. په دې ټولو درېیو دقیقو کې په لاره هېڅوک نه وینم، آن د نمبر دو قصر ساتونکي هم نشته.

د نمبر یک ماڼۍ په دروازه د جمهور رئیس استوګنځي ته ورننوځم، په عمومي دروازه چې نمبر یک ماڼۍ ته را ننوځې، ودانۍ کابو پنځوس متره لیرې ده. له لیرې ګورم چې د ودانۍ مخې ته د تورو شیشو سپين لکسس موټر ولاړ دی، د موټر دروازې ته نږدې د ملي امنیت سلاکار او د چارو  ادارې رئيس په خپلو کې سره غږېږي، ولسمشر، د دفتر رئيس او سلام رحیمي هلته نه ګورم.

هاخوا په لس متره فاصله کې د جمهو رئيس دستیار سهراب احمد ولاړ دی، زه د سهراب خوا ته ورځم، پوښتم یې چې څه خبره ده؟ سهراب وایي د دفاع وزیر بسم الله خان زنګ را وهلی و، له ولسمشر سره یې لنډې خبرې وکړې. کوم مهم پیغام یې ورته درلود، له هغه پيغام وروسته راته جمهور رئیس وویل چې د دفاع وزارت ته ځوو، زه حیرانېږم، سهراب ته وایم چې زه خو ناڅاپي دلته راغلم، چا راته احوال نه و راکړی چې ولسمشر د دفاع وزارت ته ځي، سهراب څه نه وایي.

زه او سهراب چې چېرته ولاړ یوو، لس متره لیرې ترې د ملي امنیت سلاکار او د چارو ادارې رئیس لا هم ولاړ دي او په خپلو کې خبرې کوي، د خبرو پرمهال ډاکتر محب ناڅاپه د موټر دروازه پرانیزي او موټر ته پورته کېږي، ډاکتر فضلي په منډه د نمبر یک قصر خروجي دروازې ته ور منډه کوي، سهراب هم ورپسې ځي، زه هم ورپسې کېږم. (د ولسمشر په سفرونو کې دا معمول دی چې کله جمهور رئیس روان شي، موږ ټول په منډه ځوو او په موټرو کې سپرېږو، دا غیر معموله چاره نه ده.) زه لا په دې فکر یم چې په موټر کې ولسمشر دی. د ملي امنیت سلاکار ورسره سپور شو او د دفاع وزارت ته ځوو، له دې پرته مې ذهن کې هېڅ هم نشته، په منډه له نمبر یک ماڼۍ وځم، هلته بل سپین موټر ولاړ دی، د چا موټر دی؟ نه پوهېږم، موټر ته پورته کېږو او موټر روانېږي.

د سلام‌خانې ماڼۍ دروازه چې د دفاع وزارت لار پرې وتلې، دې دروازې ته نږدې موټر چپ لاس ته تاوېږي او د دلکشا دروازې له لارې دلکشا ماڼۍ ته ننوځي، زه موټر چوونکي ته وایم چې د دفاع وزارت هغه خوا دی، موټروان وایي چې نور موټر د چورلکو د میدان خوا ته تللي دي، دفاع وزارت ته په چورلکه کې ځوو؟ عجیبه ده، خو شاید امنیتي دلایل وي.

زموږ موټر د سپيدار او دلکشا ماڼیو ترمنځ د چورلکو په میدان کې درېږي. درې چورلکې تقریباً له یو بله د څلوېښت مترو په واټن الوتنې ته چمتو دي. زه په منډه یوې چورلکې ته پورته کېږم، څه ګورم؟ چورلکه له مخکې ډکه ده، اووه تنه په کې سپاره دي. د جمهور رئیس مېرمن او یاور یې، د ملي امنیت سلاکار او د امنیت شورا څلور کارکوونکي همدا اووه کسان دي او نور څوک نشته؟ ولسمشر چېرې دی؟ بیک او رحیمي هم په ارګ کې وو، هغوی څه شول؟ نه پوهېږم!

(وروسته پوه شوم چې سلام رحیمي او متین بیک څو شېبې مخکې حرمسرای ته د ډوډۍ خوړلو لپاره تللي و. حنیف اتمر هم په وروستیو شېبو کې ارګ ته را رسېدلی و، ولسمشر په وروستیو شېبو کې د ملي امنیت سلاکار او د جمهوري ریاست د ساتنې ریاست (پي پي ایس) قومندان له خوا په یوه موټر کې له نمبر یک ماڼۍ یوې چورلکې ته راوستل کېږي. د بهرنیو چارو وزیر، سلام رحیمي او متین بیک د چورلکو له الوتنې وروسته په خپلو موټرو کې سپرېږي او په شش درک کې د سلام رحیمي کور ته ورځي. له هغه ځایه ځان هوایي ډګر ته رسوي او هلته په میدان کې له نورو پوځي او ملکي چارواکو، د پارلمان غړو او نورو هغو خلکو سره یو ځای کېږي چې په هوايي ډګر کې دي. دا چې ولسمشر څنګه په وروستیو شېبو کې چورلکې ته راوستل شو، په دې اړه نسبتاً موثق معلومات لرم، خو اوس یې په دې خاطر نه لیکم چې ډېر به پرې باور ونه کړي. خو دا کیسه د کولو ده او له لازم تدقیق وروسته به یې په یوه فرصت کې په جزیاتو ولیکم.)

د چورلکې د څنډې په څوکیو ناست یوو، پوښتنه کوم چې څه خبره ده؟ ټول غلي دي، څوک څه نه وايي، څو شېبې وروسته د پي پي ایس قومندان راځي، د ملي امنیت سلاکار له چورلکې ښکته کوي او له ځان سره یې بیایي. څو شېبې وروسته یو بل کس راځي، د ولسمشر مېرمن او یاور یې هم له چورلکې ښکته کوي، دوی ولې له چورلکې ښکته شول؟ چېرته لاړل؟ هغه وخت نه پوهېدم، د چورلکې دروازه بندېږي، څوک نه پوهېږي چې څه کېدونکي دي، زه زړه نازړه یم، آيا ریښتیا د دفاع وزارت ته ځو؟ یوه شېبه وایم چې له چورلکې ښکته شم، خو چورلکې په هوا کېږي، موږ چېرې روان یوو؟ د دفاع وزارت ته؟ میدان ته؟ چېرې؟

چورلکې په ټيټه ارتفاع له ارګه وځي، د دفاع وزارت د لوري خلاف د کابل شمال ته روانېږي، کله چې د خیرخانې فضا ته رسېږي، زما په زړه کې ګرځي چې دا چورلکې خو لکه چې په کابل ښار کې نه ښکته کېږي، دا لکه چې اوږد او ښايي نه راستنېدونکی سفر وي، زه په ژوند کې لومړی ځل د ناغوښتلي سفر مسافر شوی یم چې هېڅ منزل او مقصد یې نه دی را معلوم، همکاران مې چې لا هم د ارګ په انګړ کې راته په تمه دي چې زه به ورته د وضعیت احوال ورکوم، هغوی ته پيغام لېږم: په منډه له ارګه ووځئ!

له هغه لوري پيغام راځي: «سفیر صاحب، تاسې څه کوئ او چېرې ځئ؟»

وایم: نه پوهېږم!

وروستی یادښت

واکمن قضاوت دا دی چې د اګست په ۱۵ نېټه له افغانستانه د ډاکتر غني وتل د طالبانو په لاس د افغانستان د سقوط لامل شو. که هغه په دې ورځ تېښته نه وای کړې او په افغانستان کې پاتې وای، ښایي وضعیت داسې نه وای. د ډېرو د قضاوت اساس دا دی چې افغانستان د اګست په ۱۵مه نېټه ولسمشر درلود او لا هم پر وضعیت واکمن و، او شتون او نشتون یې پر وضعیت اغېز درلود. بل قضاوت دا دی چې درېیو  تر څلورو کسانو واک انحصار کړ، ټول یې اغفال کړل او افغانستان یې خرڅ کړ، ما له هغو سره چې نن له قهر او غوسې سره مخ دي د نظر او سلیقې توپیر لرم او درلود مې. دا افغانستان د عامو وګړو دا ټولیزه کرکه او غوسه برحقه ګڼم خو د افغانستان د سیاسي او غیرسیاسي کسانو ترمنځ د انکار، ځان غولوونې او له مسوولیته د تېښتې له بهیر سره نه یو ځای کېږم. له همدې امله مې په تېرو اتیا ورځو کې په عمومي فضا کې له مجازي جنجالونو کې نه ده اخیستې. د ټویټر د دوو جملو تحلیل او د فېسبوک د یوې جملې قضاوت چې زموږ د تېر وخت په ګټه تمام نه شو، زموږ د اوس او راتلونکي په ګټه به هم نه وي. هیله من یم چې د هدفمندو او رغنده بحثونو فرصت برابر شي.

دلته په اجمالي بڼه او د بل بحث لپاره یوازې څلورو ټکو ته اشاره کوم:

۱ـ زما په اند، د افغانستان سقوط په یوه ورځ نه دی شوی. د افغانستان د نظام پاشل یو تدریجي بهیر و. هغه څه چې په افغانستان کې وشول یوازې د یوه دولت سقوط نه، بلکې د یوه سیاسي، ټولنیز او اقتصادي جوړښت تدریجي پاشل کېدل و چې موږ یې بنسټ پر تخیلي او مجازي ستنو ایښی و. دا بحث لوی اړخونه لري چې یوه ورځ باید پیل شي.

۲ـ د افغانستان سیاسي او غیرسیاسي مشران هر یو پر خپل ځای، په خپل حد کې، د خپل مسوولیت په ساحه کې او په خپلو بېلابېلو رولونو کې، د دغه شرم برخه وو. د سیاسي، دولتي، اقتصادي، کلتوري، مدني، رسنیو او… د رول بحث، ددغې غمیزې د لارې پرانیستلو لپاره مطلق نه نسبي دی.خو د چا چې پر وضعیت واک، ځواک او اغېز ډېر و، هغوی د نورو په پرتله ډېر مسوول دي. خو باید ومنو چې په افغاني ټولنه کې هر څوک یو نفوذ او اغېز درلود، تر خپله حده یې په دې شرم کې رول درلود. زموږ د ډېری لپاره د ملامتۍ بار په اوږو وړل آسانه نه دي. له همدې امله، هڅه کوو چې په آسانه، له مسوولیته د تېښتې په شعار سره ووایو چې زه په دې شرم کې شامل نه وم او  ددغې ملامتۍ له منلو ځان خلاص کړو.

۳ـ د افغانستان په عمومي فضا کې بحث دا دی چې واک د څو تنو په انحصار کې و او موږ یې ټول خرڅ کړو. له دې بهیر سره یو ځای کېدل زموږ د ډېری لپاره د برائت اخیستو تر ټولو آسانه لار ده، خو زه په دغه ځان دوکه کولو کې نه شاملېږم. داسې به وانګېرو چې د افغانستان سقوط د څو تنو په لاس شونی شو چې واک یې انحصار کړی و او نور ټول له هغو ادعاګانو سره چې لرلې مو، یوازې ننداره مو کوله، ددغه غفلت او ناغېړۍ شرم چېرته یوسوو؟ د ناتوانۍ، ځاني ماتې، یو ادعا کوونکی خو کنګل او متفرق نسل چې له یو بل سره په جنګ دي چېرته یې یوسوو؟ د سیاسي او غیر سیاسي مشرانو د اخلاقي ځوړتیا بار چې ددغې پاشل کېدو د اصلي لاملونو په پياوړتیا کې یې رول درلود چېرته یوسوو؟

۴ـ موږ ټول شل کاله که په نظام کې دننه وو او که بهر، ځینې داسې انتخابونه مو کړي چې مسوولیت یې باید ومنو. زه په تېرو شلو کلونو کې په نظام کې د ننه او له نظامه بهر فعال وم او د افغانستان پر ټولنه مې مثبت او منفي اغېز درلود. سم او ناسم انتخابونه او روغې او ناروغې محاسبې مې کړې دي. زه د خپلو ټولو کړیو انتخابونو او محاسبو پر وړاندې مسوول یم او ښه و بد یې د بل په اوږو نه ږدم. زه له دې زیات د بل چا ګرېوان ته لاس وراچوم، خپل ګرېوان ته سر ټیټوم، ټولو ته مې همدا سپارښتنه ده.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button