اعلیحضرت محمد ظاهر شاه ته د اعلیحضرت غازي آمان الله خان سپارښتنې !

اعلیحضرت محمد ظاهر شاه ته د اعلیحضرت غازي آمان الله خان سپارښتنې !
سردار اسد الله سراج لیکي چې په ۱۹۴۹ زیږدیز کال کې مې د ایتالیا پلازمېنې روم ښارته سفردرلود او هلته د خپل نیږدې دوست په ایټالیا کې افغان لوی سفیرښاغلي محمد عثمان خان سره استوګن وم . اعلیحضرت آمان الله خان هم زما لیدو ته تشریف راووړ.
یوه شپه مخکې له دې چې هیواد ته ستون شم . د اعلیحضرت آمان الله خان د لاس مچولو اورخصت اخیستلو په موخه د هغه په حضورمشرف شوم . ویې فرمایل کیدای شي څو ورځي لا نور هم پاتې شي ؟
ورته ومې ویل د لندن له لارې مې په سمندري بیړۍ کې هند ته د تګ تکل دی . له دې کبله ستاسوله حضوره رخصتیږم .
اعلیحضرت له خپل ځایه پورته شو. د هغه میزپه لوري چې د کوټې په څنډه کې ایښودل شوی و. ولاړ او دهغه له سره یې په بخملي قوطي کې ایښودل شوی طلایې ښکلۍ ګل سینه یا سینه بند راووړاو ویې فرمایل :
داچې تاسو کابل ته روان یاست . دا د اعلیحضرت مشرې لورشاه دخت بلقیس ته ډالۍ کړی . خو د اعلیحضرت لپاره داسې سوغات چې د هغه وړوي نه لرم .خو هغه څه چې ده ته یې ورلیږم ، زما په اند هغه غوره سوغات دی او هغه زما تجربه ده . او ماته یې امر وکړچې هغه په پوره غور واورم او کټ،مټ یې هغو ته ورسوم . ویې فرمایل:
ما سترګې درلودې، غوږونه مې درلودل، لاسونه اوپښې مې درلودې اوهغه ستا پلاراو ستا کاکا ګان وو. څه به یې چې اوریدل هغه به یې صادقانه ماته رسول .اوکله به چې ستونزه پیدا شوه ، چوپړته حاضراو دنده به یې سرته رسوله . اوربړه به یې د خدای په مرسته اوخپل تدبیراودرایت له منځه وړه. خو د دوست په جامه کې ټګماراو مکاردوښمنان لاس په کارشول زما ستاینه اوتوصیفونه یې کول .زما څخه یې خدای او پیغمرنه و جوړکړی نوریې زما ستاینه کوله .ویل به یې چې تاسو مهدي آخر زمان یاست . د افغانستان خپلواکي دې پخپل تدبیرترلاسه کړه. خو خلک د سپهسالارستاینه کوي. سپهسالارخود خواه اوځان غوښتونکی دی. هرڅه د خپل ځان لپاره غواړي . له دې کبله ستا د وړاندیزونواو هاندو هڅو سره چې ټول د هیواد په ګټه دي . همغږی نه دی . د ایران د رضاشاه موضوع باید له پامه ونه باسو. د هغو خبرو ورو، ورو په ما اغیزوکړ، انسان کمزوری دی ،له ستاینو اوصفتونوخوند اخلي ، په دغه چل ، ول اومکر یې هغوی له ما لیرې کړل . زما لاسونه او پښې یې غوڅې کړې . نودا خپله تجربه تاسو ته وایم . څوچاپلوسو ، بلي صیب اوبجاصیب کسانو ته لاره ورنه کړي . پوه شه چې د هیواد رښتیني خدمتګاران تل رښتیا وایي اود هغه له خبروزړه مه تنګوه .
د اعلیحضرت آمان الله لاسونه مې ښکل کړل. اوورته مې و ویل چې انشاء الله ستاسو پیغام به د اعلیحضرت ظاهرشاه حضورته ورسوم .
بیا راته مخاطب شو ویې فرمایل :
زما خبرې د کوم کمي او زیاتي پرته ورته وویاست . او هیره مو نه شي چې دغه پیغام د رسولو په مهال صدراعظم شاه محمود خان هم حاضراوسي .ځکه هغه په ټول جریان پوه دی .
هو! رښتیاهم مکار، غدار او چاپلوس انسانان نه یوازې د انسانانو جرړې باسې بلکې یو هیواد هم د بدمرغیو او تور برخلیک سره مخامخ کولای شي . دریغه ، دریغه ! د متمدن او مترقي پاچا غازي آمان الله خان د هیواد د سوکالۍ اوپرمختګ آرمانونه او لوړې هیلي د ځينومتحجرو ملایانو، اخوندانو، حضرتانو، نقیبانو، پیرانواوجاسوسانود انګلیس په نغوته له خاورو سره خاورې شوې . اوځکه یې خپل ورور اسدالله سراج ته د خپل ټپي زړه بړاس ایستلی دی .
د آماني سپیڅلو آرمانونود پلي کیدواود ګران افغانستان د بیلا بیلو دوښمنانو د نابودی په هیله .
۴/۱۱/۲۰۲۱
بسم الله اکبري

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button