ژبه هم کلا ده هم بلا

انجینر داؤد اڅک

۱۶ – ۹ – ۲۰۲۲

تېغ د ژبي د خنجر په شـان څیـرل کــړي

پر زړه باندي توپک غوندي ویشتل کړي

د خنجر او د توپــګ زخمونه جوړ سي

خو د ژبي داغ، تر ژونده ځورول کړي

هر ناطق چي په قصدي د ژبي وار کړي

عـقلي نـده، حیــواني غـوندي اټـکل کړي

مرحم دي او دارو دي مسیحا ئې بــوله

خوږه ژبـه، زخمي زړونه درمــل کړي

« خپلـه ژبـه هم کـلا ده هـم بلا ده »

دا اصل دی، پر هر انسان عمل کړي

شرعه پر زړه نه، حساب کوي پر ژبه

پر دغـه قانون ټول جهــان تکل کــړي

ممنون دي له قلمه یم داؤده هوابـــازه

چي ژبه ئې په رنګا رنګ لیکل کړي

انجینر داؤد اڅک

نور ښکاره کړئ
دا هم ولولی
Close
Back to top button