رسم د فطرت مې په کار دی

پیر محمد کاروان

رسم د فطرت مې په کار دی
مویَک دې جوړ کړه د خڅیاکو له وزره *
مسته انځورګره ـ رسم د فطرت مې په کار دی
تږو ته وکاږه د شنو اوبو سندره
مسته انځورګره ــ رسم د فطرت مې په کار دی
***
چې په شبنم لمدې وږمې وي
یو پوست انځور یې ماته واخله
د ګل په رنګ چې رنګ نغمې وي
یو غلی شور یې ماته واخله
چې زه ورګورمه له پورې لوړ کمره
مسته انځورګره ــ رسم د فطرت مې په کار دی
***
رنګ د نرګس وي د ګلاب وي
پر سپینه پاڼه چې نڅېږي
ورسره ګډ غږ د رباب وي
پر سر یې زاڼه چې نڅېږي
د زړه دیوال ته یې تابلو خېژوم بره
مسته انځورګره ــ رسم د فطرت مې په کار دی
***
د تیږې تیږې په سینه کې
د شنه غمي خبره کاږه
په ماته ماته آیینه کې
زخمي زخمي خبره کاږه
چې پر هندارو ور ګوزار نه شي ډبره
مسته انځورګره ــ رسم د فطرت مې په کار دی
***
د یوې شپېلۍ نری آواز دی
د پورې غره پر سر یې واخله
په کې د ماتو زړونو راز دی
جوړ په هنر هنر یې واخله
چې شینکی رود یې ښکته یوسي تر ګودره
مسته انځورګره ــ رسم د فطرت مې په کار دی
***
چې یو غزل غروب غروب وي
ته یې تابلو رنګینه واخله
چې یې شاعر په خیال کې ډوب وي
خیال یې په مینه مینه واخله
چې دنیا ډکه شي د مینې له هنره
مسته انځورګره ــ رسم د فطرت مې په کار دی
***
هغه دوه ستوري سره لرې
لکه د دوو میَنو زړونه
سکزی ور تېر کړه د سندرې
چې شي تکیه بې ستنو زړونه
خدای دې یې ساتي له سپېره بده نظره
مسته انځورګره ــ رسم د فطرت مې په کار دی
***
که د سپوږمۍ که د هلال وي
د شپې چوپیا مې وړي الهام ته
په کې ترسیم چې سُروتال وي
ورخېژوي مې شینکي بام ته
په څَو، کې کېنه ورته آن له مازدیګره *
مسته انځورګره ــ رسم د فطرت مې په کار دی
***
زړه یې د مینې یو کچکول کړه
ستا د کاروان سندره داده
شیندلی زړه په کې راټول کړه
بس آخري خبره داده
راټولوه یې د غاټولو له ځیګره
مسته انځورګره ــ رسم د فطرت مې په کار دی
۲۶ دلو ۱۴۰۰ هجري شمسي، خوست توره وړۍ
*مویک هغه برش یا قلم چې نقاش او انځورګریې د نقاشۍ او انځور کښلو لپاره کاروي.
*خڅیاکه، زمونږ په لهجه کې توتکیو ته وایي
* څَو، کمین یعنې پټ ځای، مونږ وایو: پړانګ په ځنګل کې څَو، اچولی دی
یادونه: شاعري عجیبه دنیاګۍ ده، د چا یوه خوږه خبره، د چا خوږ آواز، د چا موسکا او د اخلاص یو نظر شاعر سړي ته د خیال سل بندې دروازې پرانیزي. پرون مې پر فېسبوک د رڼو اوبو پر غاړه د چنار یو تصور ولید، د چنار ډډې ته مهندس او هنرمند ځوان فضل اکبر ناست و، د خڅیاکو یادونه یې کړې وه، او تر تصویر لاندې یې خوږې خبرې کښلې وې. د زړونو او نغمو ځوان ډاکټر درمل وسره لیکلي وو: دا خو به هغه چنار نه وي چې خبرې کوي. دې تصویرونو او خبرو سره مې ناڅاپه د پاس نظم اول بند فی البدیهه زمزمه کړ، چې بیا وروسته مې دا نظم ولیکه. دا نظم که هر څنګه وي، پاس دوو هنري ګرګو هر یوه ډاکټر درمل او مهندس فضل اکبر ته دې ډالۍ وي.
بله یادونه: پاس نظم د پښتو د فولکلوري سندرو په بڼه دی، د پښتو فولکلوري سندرې عجیبه مترنم چوکاتونه لري.

نور ښکاره کړئ
دا هم ولولی
Close
Back to top button