تور بانجان د وینې غوړ کموي

حميدالله حميدي

تور بانجان په لومړي ځل په شپږمه پېړۍ کې د هند په ختیځه برخه کې کرل شوي دي. اوسني طب ثابته کړې ده چې د تورو بانجانو خوړل په وینه کې د کلوسترولو کچه تنظیموي.

دغه بانجان په بېلابېلو لکه بنفش، ژېړ ته ورته، شنه ته نږدې او نارنجي رنګونو کې پیدا کېږي، خو هغه چې بنفش رنګ لري د نورو په پرتله په خپل ترکیب کې په زیاته اندازه انتي اکسیدان لري. روغتیا پالان وایي په غذایي رژیم کې د دغو بانجانو کارول د بندو او یا هم تنګو شوو شریانونو په خلاصولو کې مرسته کوي.

هغه څېړنه چې پر تورو بانجانو ترسره شوې ده او پایلې د (هلت مېډ) پر ويبپاڼه خپرې شوې دي، ښيي چې تور بانجان کولی شي تر ۵۰ سلنې پورې په وینه کې د کلسترولو کچه راټیټه کړي.

دا چې تور بانجان یوه زیاته اندازه اضافي مایعات چې ورته اړتیا نه لیدل کېږي له بدن څخه باسي، د دې لامل کېږي چې زړه په ښه ډول خپل فعالیت ترسره کړي، نو ویلی شو چې د تورو بانجانو خوړل د زړه د فعالیت له ښه والي سره هم مرسته کوي. دغه راز تور بانجان د هغو کسانو لپاره هم ګټور ثابتېږي چې د بډوډو ناروغي لري.

تور بانجان په خپل ترکیب کې مس او اوسپنه چې د وینې په جوړېدو کې اړین معدني مواد بلل کېږي، هم لري. د تورو بانجانو په پوستکي کې شته (فیتو نیوترینت) د هغو غوړینو موادو ساتنه کوي چې په مغز کې د سلولونو په غشا کې شتون لري.

تور بانجان د فینولیکو ترکیباتو چې د انتي اکسیدانو یو ډول دی او په بدن کې د سرطان، د کلسترول د تراکم او د باکتریایي عفونیتونو مخه نیسي، ښه سرچینه بلل کېږي. په کې شته فیبر د بواسیرو او د قبضیت د له منځه وړو لپاره ګټور دي. د تورو بانجانو بله ښېګڼه دا ده چې که وخوړل شي بدن ته د نورو خوړو په پرتله تر ډېره انرژي ورکوي او انسان د ژر وږي کېدو احساس نه کوي.

په تورو بانجانو کې شته پوتاشیم د وینې فشار ننظیموي، تور بانجان کولی شي په وینه کې د ګلوکوزو کچه هم راټیټه کړي، نو د هغو کسانو لپاره یې خوړل ګټه رسوي چې د شکرې ناروغي لري. دا چې تور بانجان بېلابېل ويټامینونه، معدني مواد او سالم غوړ لري، نو د وېښتان د ښایست، روغتیا او نرم پوست لامل کېږي، معنا دا چې له ښایست سره مو هم مرسته کوي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button