څنګه د خپلو ګوردو ( پښتورګو ) ساتنه وکړو ؟

تازه ګل شینواری
پښتورګي په بدن کې حېاتي ارزښتمنې دندې لري او که خدای مکړه د هغوي په اړونده کار کې ستونزه راپېښه شي نو پاېله ېې ډېره بده کېدی شي …
غواړم د پښتورګو ( بډوډو – ګوردو ) د کار څرنګوالي او د هغوي روغتېا ساتنې په هکله ېو څو خبرې درسره شريکې کړم .
( دغه مطالب مې د روسي ژبې د طبي پاڼو څخه راژباړلي دي ) .
پښتورګي څه دنده لري ؟
ډېرې دندې لري چې ېو څو ېې دا دي :
– کله چې موږ خواړه خورو نو دغه خواړه وروسته له اړوندو فيلټرونو او تصفیې د وينې جريان ته ننوځي ؛ بدن له دغو خوړو څخه د خپلې اړتېا وړ توکي اخلي ، اضافي مواد بېرته وينې ته ورکوي . پښتورګي دغه اضافي او ( او ېو شمېر مضر ) توکي له بدن څخه بهر کوي . ېاد اضافي مواد پښتورګو کې د تصفيې ( فيلتر ) پر مهال له اوبو سره ېو ځای کېږي ، مثاني ته ځي او له هغه ځای د تشو متيازو په شکل بهر ته استول کېږي . که دغه مواد له وينې څخه ونه ويستل شي نو هغوي په وينه کې راجمع کېږي او د بدن ټول فعالېتونه له خنډ او ځنډ سره مخامخ کوي چې د نتېجې اټکل ېې سخت کار نه دی …
– پښتورګي وجود کې د اوبو ( ماېعاتو ) او مالګې تعادل ( بيلانس ) ساتي .
– پښتورګي فعال وېټامين D جوړوي . دغه وېټامين د خوړو څخه کلسيم را اخلي او کلسېم هغه څه دي چې چې د هډوکو د جوړولو لپاره پکارېږي ( د هډوکو جوړېدلو لپاره ساختماني مواد دي ) .
– پښتورګي د ويني فشار په نارمل ساتلو کې مرسته کوي .
– او ډېرې نورې مهمې دندې چې دلته ېې ګنجایش نه شته .
د پښتورګو په باب ېو څو نور ټکي :
– د وجود ټوله وينه په شپه ورځ کې 35 ځلې د پښتورګو څخه تېرېږي ،
– پښتورګي په 24 ساعته کې د 200 ليټرو شاوخوا کې وينه تصفېه کوي .
– د پښتورګو وزن له 120 څخه تر 200 ګرامو پورې دی .
– ېو پښتورګی د ېو ميليون څخه تر ېو نيم ميليون پورې تصفېوي واحدونه لري . که چېرته په کوم دليل د انسان ېو پښتورګی له کاره ولوېږي نو دوهم پښتورګی کولی شي بې له کومې ستونزې خپل ټول فعالېتونه په نارمل ډول تر سره کړي .
څنګه د خپلو پښتورګو ساتنه وکړو ؟
– ډېرې اوبه وڅکئ ، په سړه هوا کې تر ېونيم او په ګرمۍ کې تر درې ليټره اوبو پورې ( په شپه ورځ کې) ،
– تر ممکنه حده د خوږو ګازي څښاکونو ( فانتا ، کولا ، پېپسي او نور رنګارنګ انرژۍ ګانو) څخه ځان وساتئ ،
– کله چې تشناب ته د تګ اړتېا احساسوی نو هیڅکله هم ځنډ مه کوی ، کوشش وکړئ چې سمدستي مو احتیاج پوره کړئ ،
– د وزن کمولو او ېا هم زېاتولو لپاره د بېولوژيکي درملو د کارولو څخه په بشپړ ډول ډډه وکړئ ،
– په خپل سر ( د ډاکټر له وېنا څخه پرته )د درملو له خوړلو څخه ډډه وکړئ ، په ځانګړي ډول د درد آرامونکو درملو څخه ،
– که د وينې لوړ فشار ولرئ نو خامخا ېې د کنټرل غم وکړئ
– پښتورګي ډېر خاموش او زغم لرونکی غړی دی او اکثرآ د درد احساس نه درکوي ، ځکه نو د ډېر عادي نارامۍ احساس سره هم – پخپل وخت اړوند ډاکټر ته د څارنې لپاره ورشئ . لاندې نښو ته جدي پاملرنه وکړئ ، ښايي د پښتورګو د ناروغۍ علامې وي :
– په ځوان عمر کې د وينې لوړ فشار ،
– ماښام کې د اوبو څکلو نه پرته د شپې تشناب ته تګ ،
– د متېازو د رنګ او شفاف والي بدلېدل ،
– په مخ ، لاسونو او پښو پوندو باندې د داغونو راڅرګندېدل ،
– بې علته ستړېا او ګنګسېت .
که خدای مکړه پورتنۍ علامې ولری نو خامخا ډاکټر ته ورشئ او د پښتورګو اړوند ټول معاېنات تر سره کړئ .
روغتېا مو غواړم .

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button