د آزادۍ مجسمه ( نړېوال ميراث )

تازه ګل شینواری
دغه مجسمه په نړۍ کې د متحده ایالاتو او په ځانګړي ډول د نيوېارک اېالت ېو نښان او په ورته وخت کې د آزادۍ ، عدالت او ولسواکۍ ېو نړېوال ( سېمبول ) ګڼل کېږي . دا څلی د امريکا په نيوېارک کې دی ، رسمي نوم ېې ( ازادي ،د نړۍ روښانونکې ) او لنډ نوم ېې د( آزادۍ مجسمه ) ده . دا د نړۍ له ډېرو نامتو مجسمو او څلېو څخه شمېرل کېږي .
د دې څلي په باب ېو څو ټکي :
– اندازه : لوړوالی ېې د مځکې له مخ څخه – د اوسپنیزې مېرمنې په لاس کې نيول شوي مشال تر څوکې پورې 93 متره او دروند والی ېې 225 ټنه دی .
– 1886م عيسوي کال کې درول شوې او د ډېر وخت لپاره د نړۍ تر ټولو ستر فلزي څلی ګڼل کېده . د آزادۍ مېرمن ( همدې مجسمې ) د سېنډلو ( زنانه بوټانو ) نمبر 879 او د ملا اندازه ېې 11 متره ده . د دې لپاره چې د دغې مجسمې تاج ته ورسېږی او په هغه کې د جوړو شوو کړکېو څخه – د نیویارک ښار د ښکلا ګانو ننداره وکړي نو باېد پر 365 پوړېو پورته شی .
– د ‌څلي طراح ، ېو فرانسوي انجنیر (ګېوستاو اېفېل) دی او دا مجسمه د فرانسوېانو لخوا امريکاېانو ته ؛ د دوي تر مېنځ د نیکو او دوستانه اړيکو د ټينګتېا په پار ډالۍ شوې ده . مجسمه په فرانسه کې جوړه شوې وه او په 300 کوچنیو ټوټو ( برخو ) کې امريکا ته ولېږدېده او بېا هلته وتړل شوه .
– د مجسمې طرح کوونکي ( اېفېل ) ، د دې مجسمې مخ د خپلې مور په څهره جوړ کړي دی .
– تر 1906م کال پورې دغه مجسمه د سمندري څلي ( هغه برج چې بېړۍ ېې په مرسته لار پېدا کوي ) په توګه کارول
کېده .
– وېل کېږي چې په منځني ډول پر دغې مجسمې – په کال کې 600 د تندر څپې لګېږي .

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button