زمونږ تاریخ

سیدعبیدالله نادر
زمونږ تاریخ
د دری سوه یا څلور سوه کالو راپدي خوا چی خپل تاریخ لولم ،تر ډیر حده زمونږ تاریخ د ورور وژني شاهد دی. ورور خپل ورورد تخت او تاج یا د پادشاهۍ د حصول د پاره یا یي وژلي او یا ړاده کړي ،او یا یی د خپل د قدرت د بقا او ساتلو د پاره ګڼ شمیرروښان اندي په بیلو بهانود زندان تورو تمبو ته ټیل وهلي ،تر ټولو خو عجیبه خبره دا ده چی د زندان د عذاب او راز راز شکنجو نه پرته ،د بندیانوزامن او اولادونه او د کورنۍ نور غړی یی د تعلیم څخه محرومیدل، یعني د استبدادۍ حکومتونو وکدارانو به د زندانیانو د کورنی غړی به یی د مکتبونو څخه اخراجول ، پرته له دي چي دوی دي ټکي ته پام وکړي،چي د دوی بیسواده پاتي کیدل ، د راتلونکي ټولني او نسل د پاره لوی عذاب دی ،او هم لوی تاوان زمونږ ټولني ته په دي کار باندی رسیږي ،او یا به دوی د خدای مخلوق په ډیره کمه ګناه د توپونو خولي ته وتړل او دوی به یی په توپونو والوزول ،چی بیا دوی د ډی کار د تر سره کولوسره رتلونکی نسل ته کیني او کرکه پریښی .او خپلو کورنیو ته دښمنان زیات کړي .او هم بیا داسی کسان چی پلرونه یي په داسي شکلونو وژل شوي ،د دوی بچیان په یوه خاصه بی باورۍ او بی تعلیمۍ کې لوی شوی .چی په راتلونکو کې یی بیا په هیڅ چا باور نه دی کړی .او همدغی بی باورۍ ډیری ستونزی او اندیښنۍ د ټولنی د پاره را ولاړي کړي ،د یو صاحب هوش او ژور فکر خاوند د پاره داسي جوته کیږي چی په هغه وخت کې د علم د حصول او زده کړی ډیر زیات ضرورت لیدل کیده ،خصوصأ د چارواکو د پاره ډیر زیات ځکه د وخت چارواکي د علم او معرفت څخه ډیر لیری وو.چي دلته د میر غلام محمد غبارد افغانستان د تاریخ په مسیر کې کتاب د دوهم توک څخه دا نقد قول رااخلم چی د (چهره دیګر خانواده حکمران لاندی لیکل شوی ،چي د دوی لیری والی د علم او معرفت څخه ښایي ،(بعلاوه این صفات محمد هاشم خان و شامحمود خان که اینک عنان اداره کشور را در دست داشتند ،هردو از علوم جدید و قدیم جهاني بی خبر بوده ودر هیچ رشته مطالعه و اندوخته یی نداشتند ،لذا از دیدن رجال دانشمند و عالم رم می نمودند .واشخاصی را جمع می کردند که سویه علمی آنها ازخود شان نازلترباشد ،ویا خود رانازلتر معرفی کرده بتوانند .)ځکه دا ټول مسایل ستونزی او مصیبتونه د جهالت او نادانۍ نه سر چینه نیسی ، علم د انسان زړه او دماغ لکه څراغ روښانه کوی ، ولی چي د علم په حصول سره خدای هم ښه پیژندل کيږي .چي دا ښکلي دفارسي بیت روح د مطلب ښه ادا شوی :
چو شمع از پی علم باید ګداخت
که بی علم نتوان خدا را شناخت
تر کومه ځایه چي دخپل تاریخ پاڼي د نظره تیروم د علم وفن کمبود یا کم والی په تیرو واکمنانوکي زیات محسوسیږي ،همدا وجهه ده چي دوی ډیر بی تدبیره وو ،او د یو لنډ واټن لید توان دوی درلوده هیڅ یو د یو پراخه نظرخاوندان نه ول .او نه یی په لیری راتلوني نظر پریواته ،بله موضوع دا ده ، چي هغه شهامت او زړور تیا چي حقیقی واکمنانو له پاره په کار ده ، په دوی کې نه وه ځکه چي دوی ځیني خلک د ځان له ویري هم وژل ،دښمن هم په خپلي هوښیارۍ سره د دي درک کړی وو ،نو څو کسه به یي د حکومت د مخالیفونو په نامه دوی ته په ګوته کړه ، وروسته به هغه مخالیفین د دښمن سر سخته دښمنان ثابت شول ،یعني هغه به د انګریزانو یا نورو مخالیفین ول ،دوی به هم سم دستی د ځان له ویری هغوی ونیول او اعدام به یی کړل او یا خطرناکه زندانونوته به یي ولیږل ،زما په اند دا څو کرخي دي چي د خپل تاریخ څخه زه پایله یا نتیجه اخلم ،بل ټکی چي ډیر مهم دی چي د نیوکی حوصله دوی سره نه وه ،چا سره چی دنیوکو حوصله او زغم نه وي نو د ترقۍ او پرمختګ ادعاوی یی هم بی بنیاده ثابتیږي ،که چا به په دوی نیوکه وکړه هغه به محکوم وو ،نو که څوک د پوره علم و معرفت خاوند وي او پوره زده کړه ولری او یا فطری استعداد ولری په دي حکمت ښه پوهیدای شي چی دغه خلک چی دا نیوکی کوی او ځانونه د شکنجو او توپونو خولو ته ورکوی ،دوی هم په دي ملت ځوریږی او دوی سره به هم یوه تګ لاره وي ، نو په کار وه چي دوی له ځانه دومره سوچ کړی وای ،راځئ چی د دوی څخه په مشوری سره د ټولنۍ د سوکالۍ د پاره په ګډه ګامونه اوچت کړو ،او د دردمنو اندیښنۍ هم لیری کړو ،چي دا یی صحیحه طریقه وه ،بل زمونږ په تاریخ کې دښمنانو د پادشاهانواو وکمنانو د ساده ګی او بی علمۍ څخه نوری ناوړي ګټی پورته کړي ،چی هغوی یي په راز راز دیسیسو دي ته اړ ایستی ، چی په دوی معاهدی یا تړونونه لاسلیک کړی .بل کم والی زمونږ د استبدادی حکومتونوپه واکمنانو کې دا وو چی د پردي شاته لاسونه یعني د دښمن دسیسی یی نه لیدلی ،چی دا لیری لید هم د تیروتاریخونو د لوستلو څخه حاصل کیږي ،نو هغوی د خپل تاریخ څخه بی خبره ول ، او یا په دوی کې ګڼ شمیرو دا سواد نه درلود چي خپل تاریخ ولولی، او بیا دتیر تاریخ او تیرو تجربونه په ګټی څخه د اصلاح د پاره قدمونه اوچت کړي ،هغوی قدم په قدم سهوی او خطاګاني کړي نو راتلونکي نسل ته ښایي چي د تیرو تاریخونو څخه عبرت واخلی او د فارسی په دي مقولی سره چي وایي (تجربه های ګذشته مشعل راه آینده است ، یعني د مشکلاتو د حل له پاره او په خصوص د حکومت دارۍ له پاره انسان باید د تیرو تجربو څخه کار واخلی ،نن د تاریخ په لوستولو سره هر بادرده او د فهم او احساس خاوند ځوریږي .
چي کاږه ږدي قــدمونه ، په خپل جهل هم نه پوهیږي
آخوا ،زړونه د دردمنو ، په لیــدو یی زخمی کــــیږي
زمونږ د تاریخ یوه برخه د ژوری اندیښنی وړ ده .او هغه داده ،چی کله به چي زمامدارانو یا واکمنانو د قهر او غضب لاندی کومه کورنۍ راغله په هغوی کې به یي ډیر بی ګنا کسان و وژل لکه څرنګه چی پورته ذکر شول ،د هغوی بچیان به د تعلیم څخه محروم کړل ، مرحوم غبار د( افغانستان درمسیر تاریخ ) په دوهم توک کې د وحشت او ترور تر عنوان لاندی لیکی.(جنرال شیر محمد خان چرخي با سکوت و خونسردی ریسمان دار را استقبال نموده ،هیچ حرفی نزد ،این شخص به شجاعت معروف بود .جنرال غلام جیلاني خان چرخي در پایه دار فریاد کرد ، که اګر کشته شدیم پروا ندارد تنها می خواهیم که فرزندان ما از تعلیم محروم نګردند،ابته این خواهش از دشمنی که مردانګي را نمی دانست رد ګردید .و داستان این خاندان مانند داستان خاندان محمد ولی خان به انجام رسید .دلته یوه خبره د پام او ژوری اندیښنۍ وړ ده، چي غلام جیلاني خان چرخي د مخه له دي چی پانسی رسۍ یی غاړی ته واچول شي ،او اعدام شي .غږکوی چی مونږ خیر دی که مړه شولو،او له میځه لاړو خو زمونږ ماشومان د تحصیل څخه محروم نه شي .چی په دي کې دا ټکي ژور سوچ ته اړتیا لری .چی غلام جیلانی خان اعدامیږي ، او مړ کیږي او د پانسي رسۍ یی په غاړه کې ده .آیا د ده د ماشومانو تعلیم او تربیه به په ده څه اثر ولری، خو دا وضحه خبره ده .چي وطن او راتلونکی د پاره چی دی د اعدام په وخت کې هم ورته ادیشمند دی ، او د ده تدبیر ،ښه سړیتوب پوهه او لر لید ښایي ، چي د راتلونکي ټولني له پاره او راتلونکی د سوکالۍ او آرامی د پاره خپلو وطندارانو ته د ښه خدمت د پاره خپل اولاد په علم او معرفت روزل شوی غواړي ،د ده په غږ کي دا معني پرته ده ،خو دا د پردو جیره خواران په دي نه پوهیدل ،او بله خبره په دي کي دا ده چی شاید د هر لوستونکی په ذهن کی راشی ،چی د هغی وخت زمامداران چی دی وژني او دا رنګه چی د ده په غاړه د پانسی بړی اچول شوی ،چی دا حالت په نورو تکرار نه شي او هغوی یی په غیر مستقیم توګه خپلي نا پوهي نادانۍ او بی سوادۍ او جهالت ته متوجه کول ،چی د دي نه پایله دا ده .زمونږ راتلونکي لکه زمونږ د استبدادی حکومتونو د واکمنانو په شان دا د یاده ونه باسی ،چی په راتلونکو کې به په دوی قضاوت کیږي ،چی د هغوی د راتلونکو قضاوت ته هیڅ پام نه وو ،چي په دوی به چیری هم قضاوت کیږي یا د دوی اعمال د قضاوت په تله کی غورځیږي، نو مونږ ته ښايی چی د هغوی څخه عبرت واخلو ،او د راتلونکو قضاوت له پامه ونه باسو ،

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button