هغه عادتونه چې په زړه مو ناوړه اغېزې لرلای شي

ژباړه: داکترم محمد نسیم همیم

۱: زیات په پر له پسې کیناستل:

زیات کیناستل کولای شي چې په زړه او مغز باندې ناوړه تاثیرات ولري، څېړنو ښودلې چې د زیات کیناستلو تاثیرات بیا په ورزش هم نه شي چبرانېدای. نو د همدې لپاره د زړه ناروغیو ډاکټران توصیه کوي چې کله هم په کار بوخت وئ او یا تلویزیون ته ناست وئ نو هڅه وکړئ چې له یو ساعت کیناستو وروسته پاڅیږئ او یو څو قدمه وګرځئ.

۲: روحي او رواني ستونزې له پامه غورځول:

یو له هغه لاملونو څخه چې په زړه باندې بد تاثیرات لرلي شي رواني فشارونه دي، نو کله هم چې له رواني او روحي ستونزو سره لاس او ګریوان شوئ او دا مو له له توانه پورته شي چی رواني ستونزې مو په خپله کابو کړئ نو هڅه وکړئ چې زر تر زره خپلې ستونزې له یوه نیږدې ملګري، د کورنۍ له غړیو او یا هم له رواني داکتر سره شریکې کړئ.

۳: په خوب کې خرېدل بابېزه ګڼل:

په خوب کې خرېدل نه یوازې دا چې نور له خوبه پاڅوي ستاسو په زړه او د وینې په فشار باندې هم ناوړه اغیزې لرلای شي. که چیري تاسې په خوب کې د خریدلو ستونزه لرئ نو له هر څه دمخه هڅه وکړئ چې د بدن اضافی وازدې مو کمې کړئ (وزن مو کم کړئ) او ترڅنګ یې د تنفسي ناروغیو له متخصص سره مشوره وکړئ ترڅو د خریدو له شر څخه د خلاصیدو اسانه تخنیکونه در ته وښیي.

۴: غاښونه په تار باندې نه پاکول:

په پام کی ولرئ چې له خوارک وروسته مو حتما خپل غاښونه د تار په واسطه خلال کړئ، دا چاره به مو نه یوازې دا چې د خولې بد بوی له منځه یوسي بلکې د زړه او رګونو ناروغیو په کمیدو کې هم درسره مرسته کوي.

۵: یوازیتوب:

کله کله داسې پیښیږي چې له یو چا مو خوابده شي خو دا باید د دې لامل نه شي چی تاسې له ټولو خلکو سره خپلې اړیکی پرې کړئ، هڅه وکړئ چی خپل فارغ وخت مو د کورنۍ له غړو او نیږدې ملګرو سره تیرکړئ. دا کار به مو له یوې خوا ټولنیزې اړیکي ټینګې کړي او له بلې خوا به مو د زړه ناروغیو په کنترول کې درسره مرسته وکړي.

۶: ورزش نه کول

هڅه وکړئ چې لږ تر لږه د ورځې نیم ساعت مو ورزش ته ځانګړی کړئ ، منظم ورزش کول نه یوازې دا چې د رواني ستونزو په کمولو کې مرسته کوي د ې ترڅنګ د زړه او رګونو ناروغیو په کنترول کې هم پوره ونډه لري.

۷: الکول څښل:

د الکول څښل د زړه او رګونو ناروغیو یو له مهمو لاملونو څخه ګڼل کیږي.

۸: ډېر خوارک کول:

د ډېرو ناروغیو له لاملونو څخه یو هم په یو وخت ډیر خوارک کول دي، د خپل خوارک وختونه مو منظم کړئ، لږ لږ وخوری او د ورځې په مختلفو وختو کې یې نوش جان کړئ، خوارک دومره وکړئ چې د څښاک لپاره مو پوره اندازه ځای په معده کی وي. د شپې له ناوخته خوراک څخه ډډه وکړئ.

۹: داسې فکر کول چې زه خو بیخي روغ رمټ یم:

ډېر وخت موږ فکر کوو چی هیڅ اعراض او علایم نه لرو، خو داسې نه ده تر هغو چې اعراض او علایم را څرګندیږي بیا هغه وخت اوبه له ورخه تېرې وي. هڅه وکړئ چې لږ تر لږ په کال کی یو ځل مو خپل روغتیایي حالت وارزوئ.

۱۰: د سرې غو ښې ډیر خوارک:

که کولای شئ د غوښې خوارک کم کړئ، په ځانګړې توګه د سرې غوښې خوارک مو د زړه د ناروغیو او سرطاني ناروغیو خطر زیاتولی شي.

۱۱: د وینې غوړ، شکر او د وینې فشار نه کتل:

هڅه وکړئ چې په میاشت کې یو ځل مو د وینې فشار وګورئ، او د امکان په صورت کې په شپږ میاشتو کې یو ځل مو د وینې شکر او کلسترول هم و ازمایئ.

۱۲: سګرېت څکول:

د سګرېټ له څکولو څخه د مخنیوي پیغامونه به مو خامخا هره ورځ تر سترګو کیږي ځکه د زړه د ناروغیو له عمده لاملونو څخه شمېرل کیږي، سګرېت څکولو ته همدا نن نه وه وایئ.

۱۳: په خپل وخت د درملو نه خوړل:

که مو پام وي ډیر خلک داسې وي چې کله هم د لوړ فشار درملنه له ډاکتر څخه شروع کړي تر لږ ښه کیدو وروسته ناروغ درملنه په خپل سر پریږدي، دا مو په درملنه ډیر منفي اغیز لرلای شي، نو کله هم په خپله خوښه درملنه مه قطع کوئ، حتما له خپل معالج داکتر سره د درملنې د قطع کولو په اړه مشوره وکړئ.

۱۴: فزیکی نښې نښانې بابېزه ګڼل:

معمولآ د سینې دردونو د پیدا کیدو په صورت کې نیږدې روغتیایی مرکز ته لاړ شئ او ځان په دې ډاډه کړئ چې د سینې دردو مو د زړه او رګونو د ناروغیو له امله نه وي.

۱۵: ډیره مالګه خوړل:

هڅه وکړئ چې د مالګې کارول مو په خوړو کې کم کړئ او ترڅنګ یې دا هم په پام کې ولرئ چې د چپسو او برګرو خوړل هم د زړه ناروغیو په لاملونو کې ونډه درلودی شي.

په درنښت

نور ښکاره کړئ
Back to top button