سهارنۍ خوړل انسان د رګونو له ناروغۍ ژغوري- څېړنه

امریکا غږ

هغه خلک چې د سهار ډوډۍ یا سهارنۍ نخوري ښایي د رگونو په سختې ناروغۍ لکه د رگونو د بندیدلو او سختیدلو رنځ باندې اخته شي.

د زړه او رگونو په سلامتیا باندې د غذایي رژیم د تاثیر په اړه نوې علمي څیړنې په پخپلو پایلو کې لیکلي چې د سهارنۍ نه خوړل کولای شي د رگونو ناروغیو ته زمینه برابره کړي او برعکس په منظمه توگه د صحي او سهارنۍ خوراک دغه خطر کمولای شي.

د اسپانیا د قلبي ناروغیو د ملي څیړنیز مرکز او د نیویارک ښار د مونت سینايي د طبي مرکز څیړونکي ولنتین فوستر، چې ددغې څیړنې مشري یې کړې د رویترز د خبري اژانس د یوې پوښتنې په ځواب کې لیکلي دي چې “د ورځې په پیل کې په زیاته فیصدۍ د انرژۍ اخیستل د زړه او رگونو سلامتي تضمینوي”.

له دې دمخه څیړنو هم د سهارنۍ نه خوړل د قلبي او رگونو د ناروغیو او همداشان د شکرې د لوړیدو او د کولسترولو د زیاتیدو سره اړوند گڼلي وو.

په دې نوې څیړنه کې پوهانو د څه دپاسه ۴٠٠٠ کسانو عادتونه او غذایي رژیم چې د قلبي ناروغیو هیڅ سابقه یې نه درلودله څیړلي دي. ددغو کسانو درې فیصدو سهارنۍ نه خوړله، په سلو کې ٦٩ کسانو یې په لږه خوړله او ٢٨ فیصدو پاتې کسانو یې ښه او صحي سهارنۍ خوړله.

زیات شمیر هغو کسانو چې سهارنۍ یې نه خوړله د سگرت څکولو او الکول څښلو عادت یې درلود او یواځې د یوې پیالې قهوې او یا د میوې د اوبو پر څښلو یې بسیا کوله، یعني هر سهار یې په سهارنۍ کې د خپلې اړتیا وړ پنځه فیصده انرژي اخیستله.

دغه کسان د هغو په پرتله چې ښه او صحي سهارنۍ یې کوله ٢١ فیصده زیات د رگونو د ناروغۍ له خطر سره مخامخ وو. همداشان د فشار، لوړ کولسترول او د بدن د شکرې د انډول په گډوډیدو اخته وو.

د کلیفورنیا ایالت څیړونکی پراکاش دیدوانیا، وایي چې نویو څیړنو مخکنۍ انگیرنې ثابته کړې چې “سهارنۍ د ورځنیو خواړو مهمه غذا ده”.

همداشان د کولمبیا د پوهنتون د طبي مرکز څیړونکې مري پیري ست اونج، د سهارنۍ په خوړولو باندې په ټینگار سره وایي چې باید میوه، غله دانه او پروتین په کې شامل اوسي.

دغه امریکایي څیړونکې وایي د سهارنۍ د خوړولو پر وخت د زیاتو خواړو اشتها نه لري، خو باید حتماً وخوړل شي، که کمه هم وي.

پروفیسوره ست اونج وایي “سهار د لومړۍ صحي غذا خوراک د ورځې په اوږدو کې د انسان حال سموي”.

نور ښکاره کړئ
دا هم ولولی
Close
Back to top button