د شاتو په اړه څومره پوهېږئ؟

@BBC Pashto

شات (ګبین) د سرو زرو رنګ لرونکی شربت دی چې مچۍ یې د ګلانو له بوټو د خالص څښاک له راټولولو وروسته جوړوي. دا د شاتو د موم په توګه زېرمه کېږي چې د ژمي په میاشتو کې د مچیو لپاره خواړه چمتو کړي.

په لرغوني یونان کې، شات د “خدایانو د خوړو” په توګه تشریح شوي، په داسې حال کې چې په چین کې دا د درملو په ډله کې حسابېږي.

د شاتو تغذیوي ځانګړتیاوې
په خپل خام شکل کې، شات د امینو اسیدونو، انټي اکسیډنټ، ویټامینونو، منرالونو او شکر (خوږې) څخه جوړ دي. دا د فروټکوز لوړه منځپانګه لري او د بورې پرتله خواږه دي، له ګلاسیمیک شاخص (GI) سره- د هغو خوړو درجه‌بندي چې کاربوهایډرېټ لري جوړ دي.

کله چې دغه خواړه یوازې وخوړل شي، دا ستاسې د وینې د شکر (ګلوکوز) د کچې چټکتیا پر څرنګوالي اغېز کوي.‌

د شاتو ترکیب داسې تعریف شوی چې په هره ۱ کاشوغه (۲۰ ګرامه) شاتو کې:

  • ۵۸ kcal/ ۲۴۶ KJ
  • ۱۵.۳ ګرامه کاربوهایډرېټ
  • ۱۴.۴ ګرامه شکر
  • ۰.۱ ګرامه پروټین
  • او ۰.۰ ګرامه غوړ شته.

د شاتو روغتیايي ګټې

د شاتو روغتیایي ګټې د دغې مادې پر پروسس او همدارنګه د هغو ګلانو پر کیفیت پورې اړه لري چې مچۍ یې راټولوي.

خامو شاتو ته په هېڅ ډول حرارت نه دی ورکړل شوی، تعقیم (له جراثیمو) پاک شوي یا فیلتر شوي نه وي چې دا بڼه یې په ټوله کې روغتیا ته ډېر ګټور غذايي مواد لري.

شات له کلونو راهیسې د عفونت ضد (پاکوونکي) موادو په توګه کارول کېږي. باور دا دی چې شات (ګبین) د سربېرنو، ټپونو، سوځېدنې د درمللو چټکتیا کې ګټور تمامېږي.

ځکه چې شات په اصل کې له ګلوکوز او فرکټوز جوړ شوي، دوه شکرونه چې اوبه په ټینګه جذبوي، شات په زخم کې اوبه جذبوي، وچوي یې چې د باکتریا او فنګسي ودې مخه ونیسي.

شات، په ځانګړې توګه ټینګ او تیاره‌رنګه ډولونه یې، د کیمیاوي مرکباتو بډایه سرچینه ده لکه flavonoids.

ویل شوي چېFlavonoids د باکتریا ضد، ویروس ضد، د التهاب ضد او د الرجي ضد ځانګړتیاوې لري. د فلاوونایډ لرلو له امله، ځینې شات د بورې صحي بدیل او د انټي اکسیډنټ سرچینې په توګه ګوري.

په هر حال، که څه هم د بورې پرتله شات دGI ټیټه کچه لري، خو لاهم لوړه کالوري لري او د وینې د شکر د زیاتوالي لامل کېږي، نو باید په اعتدال وخوړل شي.

ایا شات له بورې غوره دي؟

شات د بورې پرتله ټیټ GI لري، په دې معنی چې دا د وینې د شکر کچه په چټکۍ سره نه لوړوي. شات د بورې پرتله خواږه دي، نو ممکن تاسو لږ اړتیا ورته ولرئ، خو په هره عادي کاشوغه کې یې کالوري یوڅه لوړه ده، نو د شاتو خپلې اندازې ته مو باید تل پام وي.

که تاسو شات ته ترجیح ورکوئ، نو هڅه وکړئ خام ډول یې غوره کړئ؛ هغه چې د سپینې بورې پرتله ډېر ویټامینونه، انزایمونه، انټي اکسیډنټ او نور غذايي مواد لري او له اندازې ډېر یې مه خورئ. په هرصورت، د یادولو ده چې د خامو شاتو خوړلو هر ډول تغذیې ګټه د پام وړ نه ده.

ایا شات د هرچا لپاره خوندي دي؟

شات د “وړیا” شکر په توګه طبقه بندي کېږي، هغه ډول چې موږ ته په خپلو خوړو کې د محدودولو سپارښتنه کېږي – نو که څه هم دا ممکن د ډېری لویانو لپاره خوندي وي دا باید د لارښود مطابق او په اندازه وخوړل شي.

د شکرې ناروغانو لپاره، یا هغه څوک چې د وینې د خپل شکر د کچې اداره کولو هڅه کوي، شات ورته د بورې پر ځای خوړل هېڅ ځانګړتیا نه لري؛ ځکه چې دواړه په پای کې د وینې د شکر پر کچه اغېز کوي.

سربېره پردې، ټول هغه کوچي ماشومان چې عمرونه یې له ۱۲ میاشتو کم وي باید خام یا په سوداګریزه توګه تولید شوي شات ونه خوري. دا ځکه چې دوی ممکن د یو ډول خواړو د مسمومیت له خطر سره مخ شي چې د بوټولیزم په نوم یادېږي.

که څه هم زموږ څخه ډېری ممکن په خپلو غذايي رژیمونو کې له شاتو خوند اخلي، دا ټولو ته د منلو وړ نه دي. شات سبزي نه ده، دا ځکه چې د شاتو راټولول د مچیو لپاره مضر ګڼل کېږي، ځکه چې د ژمي په میاشتو کې یې د دې په جوړولو کې سخت کار کړی او د خپل ځان د بقا ملاتړ ورباندې کوي.

نور ښکاره کړئ
Back to top button