زیات کاري سفر کوونکي کسان د خپلي روغتیا لپاره باید څه وکړي؟

ژباړه: صالح محمد هوتک

زموږ ډیری تجاران او کاروباریان وروڼه عموماً نورو هیوادونو ته د خپل کاروبار او تجارت لپاره سفرونه کوي، دغه کسان باید د خپل کاروبار سره سره خپلې روغتیا ته هم ځانکړی پاملرنه وکړي ځکه بی روغتیا هیڅ ممکن نه دي.

د لته به د ډیرو کاري سفرونو پر خطرونو،پایلو او همدارنګه د یادو خطرونو پر مخنیوي او د سفر پر تیاري و ږغېږو.

هغه کسان چې معمولاً ډیر کاري سفرونه کوي د یو کمزوري دفاعي سیستم درلودنکي دي، دا ځکه دغه کسان د ککړي او ناپاکي اب هوا سره مخ کیږي ، د ډول ډول میکروبونو او باکتریاوو سره مخ کېږي، په کافي اندازه استراحت نه لري، ښه او منظم غذائي رژیم نه لري، د خوړو منظم مهال ویش نه لري او…
د پورته لاملونو له کبله د دوی دفاعي سیستم کمزوری کیږي او د ناروغیو په وړاندي مقاومت نسي کولای.

زیات کاري سفر کوونکي باید څه وکړي؟

هغه کسان چي ډیری کاري سفرونه کوي باید خپل ځان ته منظم ورځنی مهال وېش ولري او عملي یې کړي، دا چې ورزش دفاعي سیستم پیاوړی کوي نو اړینه ده چې په ورځ کښي کم تر کمه د ۱۵ – ۲۰ دقیقو پوري پلی (پیاده) تګ وکړي، په الوتکه یا هم موټر کي زیاتي اوبه وڅیښي، په وار وار لاسونه پریولي، باکتریا ضد د لاسونو جیل وکاروي تر څو یې د الوتکي د چوکۍ د بازو، د ډوډی د خوړلو د میز او پتنوس سره د لاسونو په لګیدو سره د باکتریاوو څخه خوندي پاته سي. همدارنګه د امکان تر حده دي کوښښ وکړي چې خپل مهال وېش ته په کتو ښه خواړه وخوري په ځانګړي ډول د هغه خوړو څخه باید په زیاته اندازه ګټه واخلي چې د بدن دفاعي سیستم پیاوړی کوي لکه: ترخه تور (ککو) چاکلیټ، مستې، هوږه، کېنو، مالټه او همدارنګه مغزیات په ځانکړی ډول بادام چې د مګنیزیمو بډایه سرچینه ده.

په ژوند کي مو په ساده بدلونونو سره خپل د بدن دفاعي سیستم پیاوړی کړی، تر څو وکولای سی د ناروغیو په وړاندي مقاومت وکړی!

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button