په خپلوانو کې ودونه؛ کومې روغتيايي ستونزې پيدا کوي؟

لیکنه ـ نګین کرګر

د وینې د منفي ګروپ حساسیتونه د وینې د سرو کرویاتو حجرات په سطحه کې داسې مارکرونه لري، کوم چې یوه خارجي حجره د معافیتي سیستم حجرات پېژندلی شي.

یو ددې مارکرونو څخه د ار.ایچ فکتور انتیجن دی. یو کس چی ار.ايچ فکتور انتیجن په وجود کې لري، هغه Rh مثبت دی او څوک چې یې نه لري د هغه ار.ایچ منفي دی. یعنې د وینې ګروپ یې منفی یا مثبت علامه له ځان سره لري.

د وینې هر ګروپ کې دا مالومیدلی شي، چې ایا دا انتیجن مثبت یا منفی موجود دی او که نه؟

د وینی ګروپونه د البفا په وسیله یعنې A, B او O سره مشخص شوي دي، چی‌هر یو‌ یې مثبت او یا منفي علامه هم لری. دغه نخښه د انتیجن د شتون او یا نه شتون علامه ده.

که دغه مثبته ار.ایچ وینه غلطۍ کې یو اریچ منفی شخص ته ورکړل شي، نو هغه شخص معافیتي عکس العمل ښکاره کوي او تاسې به هم اوریدلې وي، چې پلانکی حالت ‌‌‌‌‌‌ډېر خراب شو، چې غلطه وینه یی ورته ورکړې وه.

په امیدوارۍ کې دا حالت هم پيښیدای شې. کله چې یوه ار.ایچ منفی مور په نس کې ارایچ مثبت ماشوم ولري. ځکه دا ‌‌‌‌‌‌ډېره مهمه ده، چې د مور او پلار د وینی معاینه وشي او ګروپ یې مالوم وي. ځکه بیا د امیدوارۍ پر مهال هغه ضروري اولازمي ټيسټونه باید په وخت باندې اجرا شي، ترڅو د جنین د سقط نه هم مخنیوی وشي. دا شاید په لمړي ځل ماشوم کې دومره خطرناک نه اوسي خو په دوهم او درېیم ماشوم کې باید مور او پلار ډېر محتاط اوسی.

همدارنګه کله چې په خپلو کې ودونه وشي اکثراً ماشومان د وینی د یو رنګ ګروپونو له کبله ارثي ناروغیو سره نړۍ ته راځي. مهمه ده، هغه کورنۍ چې د یو بل تره، ماما، خاله یا عمه اولادونو سره ودونه کوي مخکی ددې نه چې د کوژدې تصمیم ونیسي د وینې د ګروپونو ټيسټ وکړي، ترڅو چې د راتلونکي نسل د بقا لپاره هم ځان او کورنۍ په مشکلاتو اخته نه کړي، ځکه ارثي ناروغۍ علاج نه لري.

په امیدوارۍ کې ولې ځینو میندو ته د ار.ایچ حساسیت ورپیښیږې؟

که یوه مور ار.ایچ منفي اوسي ددې د وینی د سرو کرویاتو د حجراتو په سطحه کې ار.ایچ فکتور ریسپتور یا اخذي موجودې نه وي. حال دا چې په ار.ایچ مثبت وینه کې دا اخذې موجودې دي، که چیرته مور ار.ایچ منفي اوسی او په نس کې یې ماشوم ار.ایچ مثبت اوسي نو د ماشوم مثبته وینه د مور منفی وینې سره حساسیت د انتي باډي عکس العمل په واسطه ښکاره کوي.

اکثراً د ماشوم تر زیږیدو پوری دا حساسیت نه پیښیږې خوکله کله کیدای شې چې دا حساسیت رامنځ ته شې او پخوا وختو کې چې ددی تداوی نه وه کیدای شو چې حتی د ماشوم یا د مور د مرګ سبب شې، مګر نن سبا طبابت کې دا کومه پیچلی مسله نده، او کیدای شې چې مخنیوی یی وشې.

څنګه ددی حساسیت مخنیوی کیږې؟

که تاسی ار ایچ منفی وینه لری اوحساسیت لا پیل شوی نه وېې نوستاسی داکتر کولای شې چې تاسو ته د یو ‌‌‌‌‌‌ډول ایمون ګلوبولین یا پروتین درکړی چې د

(RhoGAM). په نامه یادیږې دا د ار ایچ د حساسیت مخنیوی کوی. او ټولې میرمنی چې امیدواره دی دوی استعمالولی شې.

دا ددرمل باید امیدواره مور د امیدواری په اته ویشتمه اونۍ کې واخلې . که ماشوم ار اریچ مثبت وې. دغه ایمنو ګلوبولین ‌‌‌‌‌‌ډیر کم وخت لپاره موثر دی او د هری امیدواری سره باید په ټاکلی اونۍ کې واخیستل شې. دا پروتین هغه میندو ته چې ماشوم یی ضایع شوی وی هم ورکول کیږې.

خو که د ار ایچ حساسیت پیل شوې وی نو بیا دا ‌‌‌‌‌‌ډول درمل کار نکوی.

څنګه دا حساسیت تداوی کیږې؟

که مور ار ایچ منفی وی باید متواتر تست وشې چې مور کمخونه نشې، کله چی ماشوم پیدا شې ماشوم کمی تداوی ته ضرورت نلری، او که د مور وینه ‌‌‌‌‌‌ډیره کمه شوی وې باید وینه ورته ورکړلای شې یعنی په امیدواری کې د ار ایچ منفی وینی میندی باید په منظمه او متواتره توګه د کمخونی لپاره تست شې تر څو د ولادت په وخت د کمخونی سره برابره نشې . دا مسله پخوا حتی د مرګ سبب کیده او په افغانستان کې دی ته څوک پاملرنه نکوی ځکه خو د میندو او ماشوم مرګونو کچه د ولادت په وخت لوړه ده.

د وینی ګروپ مالومول ښه خبره ده مخصوصاً هغه کورنیو کې چې خپلو کې سره ودونه کوې.

په فزیک کې وایې چې مختلف چارجونه یو بل جذب کوی همداسی که ار ایچ مثبت او اریچ منفی وینه ګ‌‌‌‌‌‌ډه شې نو معافیتی سیستم عکس العمل ښکاره کوې.

په قران کریم سوره نساء 23-25 ایت کې راغلی دی چې د خپلو سره ودونه مکوئ،. په دی کې د تره ، ماما، عمه او خاله اولادونه ندی یاد شوې ، حال دا چې وراثت علم وایې چې ‌‌‌‌‌‌ډير ماشومان دداسی ودونو څخه ناروغیو سره نړۍ ته راځې. په برتانیا کې دداسی ودونو دنتیجې څخه د شلو ماشومانو نه یوولس ماشومان د بیلابیلو ناروغیو سره نړۍ ته راځې ؟

د وراثت علم د مندل د وخت نه تراوسه پوری تقریباً یونیم سل کلن دی.

ګریګوری مندل لس کاله په خپله باغچه کې په نباتاتو لکه د مټرو په تخم تجربی وکړی او د وراثت علم بنسټ یې کیښود. د ‌‌‌‌‌‌ډیرو ستونځو سره مخامخ شو او حتی ویل کیږې چې تور پری پوری شوی و چې دی خپله ساینسی دیتا غلطه ثبت کړې ده. خو نن سبا وراثت علم ‌‌‌‌‌‌ډیر پیاوړی دې او د ‌‌‌‌‌‌ډیرو درمولو جوړولو او د انسانانو د جینوم په پروژه کار روان دې.

د دی ان ای ریکومبیننت تکنالوجې دیرش کاله کیږې او په دغه علم کې یې ‌‌‌‌‌‌ډیر پرمختګ رامنځ ته

کړ. ټولو کې دا مشکل نه جوړیږي خو ډېر امکان یې شته چې داسې وشي بهترینه لار یې بیا د وینی ګروپ چیک کول دي، مخکې لدې نه چې نکاح وکړي که چېرې یې فکټورونه خلاف وي، نو بیا دا مشکلات مېنځ ته راوړي، چې له نکاح نه باېد منع

شي که دوینې ګروپونه یې مختلف وي، بیا مشکل نشته، او اولادونه ته یې هم کوم مشکل نه جوړو.

په نړۍ کې لس فیصده ودونو نږدې خپلوانو سره لکه د ماما ، تره، عمه او خاله اولادونه کیږي. په ځینو هېوادونو کې داسې ودونه غیر قانوني دي او په ‌‌‌‌‌‌ډېرو اسلامي هېوادونو کې دا کار بد نه ګڼل کیږي. او په قرآن کې هم دداسې ودونو په هکله تفسیر نشته. حال دا چې د حضرت عمر رض او نورو روایاتو او احادیثو کې راغلي دي چې خپلو کې ودونه مه کوئ.

د روغتیا نړیوال سازمان تل هڅه کوي چې دداسې ودونو په هکله خلکو ته پوهاوی ورکړي، او د راتلونکي نسل د معیوبیت او ناروغیو په هکله خلکو ته په خپلوانو کې د نه واده کولو مشوره ورکړي. مثلاً که شل ماشومان دداسې ودونو نتیجه وي نو یوولس ماشومان معیوب او یا د بېلابېلو ناروغیو سره نړۍ ته راځي. دغه ناروغي عبارت ده د ړندیدو، د وینې غیر نورمال کیدل یا انومالي، د پښتورګو، زړه، سږو او ځیګر ناروغۍ او مغلق عصبي اختلال او معیوبیت، عقامت یعنی د بچیو نه پیدا کیدو او نور مرضونه کیدلی شي.

ساینس ددې په هکله څه وایي؟

دداسې ناروغیو علت ارثي مالواتو تغیر پذیره یا بدلون خوښونکي جین یا څه دی؟

درې رقمه بدلون خوښونکی جین موجود دی. یو چې ناڅاپي تغیرات پکې راځي یا میتویش کوي. دوهم چې متحرک جین یعنې هغه چې ارثي مالومات د یوې ګروه خلکو نه بلې ګروه خلکو ته انتقالیږي. دریم د نسل بقا لپاره وي چې په دریم ‌‌‌‌‌‌ډول جین کې هم میتویشن امکان لري کوم چې د عقامت یا شن‌‌‌‌‌‌ډیدو سبب ګرځیدلی شي، چې دا په اکثر عربو هېوادونو کې لوړه کچه لري.

که یو ماشوم یو ددغه بدلون خوښونکو جین په ارث یوسي نو د ناروغیو سبب نکیږې. خو که یو ماشوم د دواړو مور او پلار دغه بدلون خوښونکی په ارث ولري نو د ماشوم مرګ او ددغسې جینیتکي یا ارثي ناروغیو سبب ګرځي. په بیګانه خلکو کې دا جین یو په سلو کې وي. همداسې په خپلو کې ودونه دا چانس زیاتوي. دا جین په خپلوانو کې ودونه او په وینې شریکو خلکو کې دا جین شتون لري، ځکه ددوی ډی ان ای یا ارثي مالومات سره شریک دي. یانې دا ډی ان ای په نسلونو کې شریک دی. نو که غواړی راتلونکي نسلونه مو سالم اوسي دا د وراثت علم اوساینس ثابته کړې ده چې په خپلو کې ودونه داسې عوامل د نسل بقا کې درلودلی شي. همدارنګه په سوره نسا کې چې ایت راغلی دی چې د خپلو سره ودونه مکوئ. حال دا چې زیات تفسیر ندی ورکړل شوی خو په احادیثو کې دا راغلې ده. نو دا هر څه زمونږ د دین حکمتونه راڅرګندوي چې د شلمې پیړۍ داسې لاس ته راوړنې ته اشاره شوې ده. ډی ان ای د امینو اسیدو څخه جوړه شوې ده چې د ارثي مالوماتو یوه زېرمه ده او په ۱۸۶۹ کال کې د سویس څېړونکي فریدریش میشنر لخوا وپیژندل شو. خو دده څخه مخکې د وراثت علم بنسټ ګر ګریګوري مندل په ۱۸۶۶ د ارثي خواصو انتقال د مټرو په بوټو کې لسو کلو لپاره مطالعه کړل. په کال ۱۸۸۱ کال کې الماني بایو کیمست په ډی ان ای کې هغه مالیکول وپیژندل کوم چې د ډي ان ای د ساختمان ‌‌‌‌‌‌ډبری دی. په کال ۱۸۸۲کال کې په لمړي ځل ساینس پوه والترفبیمینګ کروموزوم وپیژندل او په ۱۹۰۰ کال کې د بېلابېلو کروموزمونو ‌‌‌‌‌‌ډولونه وپیژندل. او په کال ۱۹۰۲ کې بلاخره د ګریګوري مندل تیوري رسمیت وموند او د ساینس پوهانو لخوا یې هرکلی وشو. په کال ۱۹۵۱ کال کې روزلیند فرانکلین د ډی ان ای کیمیاوي ساختمان وموند چې وروسته د مرګ نه یې ورته د دې کار کریډیټ ورکړ. په ۱۹۶۲کال کې واتسن اوګریګ د ډي ان ای مالیکولي ساختمان لپاره د نوبل جایزه تر لاسه کړه. د وراثت علم تقریباً یو نیم سل کلن دی، او د ډي ان ای د پیژندلو څخه اته پنځوس کلونه تیریږي. په همدې لن‌‌‌‌‌‌ډه دوره کې ډي ان ریکومبیننت تکنالوجي او جین تکنالوجي چې د ‌‌‌‌‌‌ډېرو ناروغیو د تشخیص ، تداوۍ او مخنیوي ، او یا هم د جین تیراپي یا واکسین جوړولو لپاره کار کوي، وڅیړل شوې او لا هم پرمختګ کوي. دا چې په قرآن کې داسې مطلب ته ځانګړې اشاره شوې ده نو دا ویلی شو چې د ساینس او علم د پرمختګ سره دا ذکر هم بې حکمته ندی. زمونږ وطن کې اکثراً نجونې د انتخاب حق نلری نو کوم څوک چې دا موضوع لولي او یا یې په کورنیو کې دا لاملونو له کبله ناروغه ماشومان زیږیدلي دي، د هغوی نه هیله ده چې دا پوهاوی په خپلو کورنیو او کلیو کې عام وګرځوي تر څو د راتلونکي د نسل بقا لپاره یو عمده پوهاوی خلکو کې رامینځته شي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button