ملت ساتنه او که ځان ساتنه !؟؟

ملت ساتنه او که ځان ساتنه !؟؟
پرځای یې ویلي دي چې خاین اوغل ،تل خا یف اوډارن وي . څرګنده بیلګه یې د افغانستان اوسني زورواکي، چورواکي، بلواکي او حرفوي غله دي چې د دوی د غصب، اختلاس، د ملي شتمنیو د چورچپاول حسابونه به مستوفیان هم حساب نه کړي . د هیواد په د نـنه او بهرد آسمان څکو مدرنو ماڼیو په درلودلو، د میليونو، میلیون وډالرو په سپما يې په پیړیو، پیړيو د خپلو اولادونو، لمسیانو، کړوسیانو، کودیانو او نورو نسلونود عیش اونوش پانګې په زیرمه کولو ځانونه بې غمه کړي او د افغان ولس د میلیونو وګړو بې وزلي ، بیکاري د ماشومانو اوبـبرسرو یتیمانو خوارځواکي د دغه د ګوتو په شمارد وجدان ،ایمان، ضمیرد اسلامیت اوافغانیت څخه بې برخه تنظیم سالارانو او محیلو، مصنوعي تش په نوم مشرانو چې نوم لړیې په سیمه ییزه او نړیواله کچه بربنډ اورسوا دی . پايله ده.
دغه غله د خپلو توروعملونو له لاسه د خپل افغان ملت څخه په ویره کې دي . د خپلو ځانو او کورنیو د ساتنې او ژغورنې لپاره په درجنو، درجنو وسله وال ساتونکي بدماشان ،ذرهي موټرونه د هغو په چوپړ بوخت او لګښت یې د کال ۵ میلیارده افغانیوته رسیږي او تردې مهاله ټول ټال سل ۱۰۰ میلیارده افغانۍ د دغو حرفوي غلود ساتنې اوامنیت په لاره کې لګول شوي دي. هره میاشت د غوتنظیم سالارانو او ځینو پوځي قوماندانانو ته څلور میلیونه افغانۍ په واک ورکول کیږي. د تاسف، تاسف ځای دی چې د کابل ښار او د هیواد په بیلابیلو سیمو کې په زرګونو، زرګونوکورنۍ د خوراکي توکود نشتوالي، ډول،ډول ناروغیو د وژونکي يخې هوا او بې کورنۍ سره مخامخ دي. چې په دغو پورتنیومیلیاردي لګښتونو نه یواځې د اړمنو کورنیو د لوږې او بې وزلۍ مخه نیول کیږي د هغه په څنګ کې که سالم اوعادل وجدان شتون ولري په دغوپیسو د عصري روغتونونواو بریښنا بندونود جوړولو زمینې اوامکانات رامنځته کیدای شي .
دریغا ! دریغا! هغه هیواد چې حب الوطن اوحب البشر احساس ترې کډه بار کړي انساني خواخوږي او پیرزوینه په نشت حساب اود یوه افغان انسان بیه د یوه موبایل تیلیفون کچې ته راټیټه شوي اود جنازې د لیږد په مهال هم د غمجنو کورنیو د غړو له جیبونو موبایل تیلیفونونه غلا کیږي . په دغه ویرجن اوغمجن هیواد کې د ډالر کراسۍ داسی دوران راغلئ دی چې د عدل او قانون په غاړو کې ډبل ځنځیرونه پراته او ورځنی هدفي وژنې اوخونړي ناورینونه د همدغو غلو او بیلابیلو تنظیم سالارانو د واکمنی اوزورواکی پایله ده .
له بلې خوا افغان ولس د سیمه ییزواونړیوالو استخباراتو په لوبو کې ښکیل اوځکه افغان انسان د انسان بیه نه لري او د هر لوري وژل کیږي . چې سارې یې د هیواد په څوزره کلن تاریخ کې نه تر سترګوکیږي.
د افغان ملت د ملي قیام اوغوڅ پاڅون پرته به د دغه بد مرغه ولس جغرافیه اوتاریخ په سرووینو لړلی وي.
د زورواکوغلواومافیايی کړیود نسکوریدوپه هیله .
اکبري ـ ۱۳/۱/۲۰۲۱

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button