د یویشتمې روژې تحفه

لیکوال:محترم ډاکترصاحب نثار احمد صمد واصفی
نننی زرین اصل :

که ته په حقه یې بيا دې ته اړتيا نلرې چي په لوړ ږغ خبري او نارې وکړې ، ځکه چي په لوړ ږغ خبري کول ستا د دریځ د کمزورتيا نښه ده ، او دا مبهمه کوي چی څوک پر حق دی . نو دا هم یوویشتمه تحفه ( نثار احمد صمد واصفی ) :

د ګناه څلور خنډونه

یو عالم داسی وایی : انسان ته چی کله د ګناه کولو موقع برابره سی نو څلور ساتونکي ( محافظین ) د هغه د منع کولو کوښښ کوی :

لومړی ـ عقل : چی د سترګو په رپ کی هغه ته دا پیغام ورکوی چی داسی کول غلطه کړنه یا ګناه ده ؛

دوهم ـ حیا : چی هغه ته د خپل رب ، ملایکو او انسانانو څخه د شرم کولو تلقین کوی ؛

درېیم ـ نفس لوامه : هغه په دغسی کار سره ملامتوي او ترټی ؛

څلورم ـ تقوا : د هغه انسان او اړونده ګناه تر منځ خنډ کیږی او مخ یې نیسی .

نو که یو انسان دغه څلور محافظین یا واعظان رد کړی او ورڅخه تیر سی بیا نو د ګناه ارتکاب کوی .

په رښتیا هم ډیرئ انسانان ( منجمله مسلمانان ) هره ورځ ، آن هر ګړی څومره ډیر او ډول ډول ګناهونه کوی خو دې ته متوجه نه وی چی د دغو لویو خنډونو څخه اوړی او پولی یې ماتوی ، عواقب یې نه سنجوی ، تلپاته ګټه یې نه حاصلوي او په لوی لاس یا قصدي ډول د ګناه ارتکاب کوی .

نو تر ګناه کولو مخکی فکر وکړه چی آیا زما وجود د سزا د زغملو توان او طاقت لری ؟ پر دې هم فکر وکړه چی د اړونده ګناه په کولو سره زه د چا غوښتنه پوره کوم ، آیا د رحمان امر پر ځای کوم که د شیطان ؟ پس اوس هم ډیر ناوخته نه ، بلکی وختي دی ! اول یې له ځانه راپیل کړه او په صداقت سره اراده وکړه . که هوس دی نور دې بس دی !

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button