د دوه ویشتمې روژې تحفه

لیکوال:محترم ډاکترصاحب نثار احمد صمد واصفی
نننی زرین اصل :

د یو هوښیار څخه پوښتنه وسوه چی د سهار مهال هوا ولی دومره پاکه او صافه وي ؟ هغه ورته وویل : ځکه چی دا وخت د منافقانو د تنفس څخه خالي وي . یعنی دا چی هغوی بیده او ټمبه وی ! دا هم دوه ویشتمه تحفه ( نثار احمد صمد واصفی ) :

هغه ورځ هم راځی

اې وروره ، اې خوری ! آیا مرګ ته چمتو یې ؟ خوا مه بَدوَه بلکی دا یو تریخ حقیقت دی . که ته وغواړې یا نه ، که یې ومنې یا نه ، که یې ووایې یا نه ، دا ورځ ژر یا وروسته درته راځي او مزه به یې څکې ( الانبیأ ۳۵ ) . عزرایل (ع) به په ډیر هیبت سره دروازه درټکوي او تا به حتمأ بلی دنیا ته لیږي .

هغه ورځ در یاده کړه چی سترګی دې د تل له پاره پټی سي او جسد دې د غسل خونی ته یوسي . قیمتی جامې درڅخه وباسي او په یو ساده سپین کفن کی دې ونغاړي . مړئ دې پر کټ کښیږدي او هدیرې ته دې پر اوږو واخلي . خپلوان او بچیان دې اوښکی تویوي او ملا صاحب وروستي تکبیرونه در باندی وایي .

بیا دې په تنګ او تیاره قبر کی کښیږدي او خاوری درباندې واړوي . دا هماغه ځای دی چی ته به ترې تښتیدلې ، خو اوس یې یوازی همدا تا ته جوړ کړی دی . څراغ خو هېر کړه چی کوچني سوري به هم په خټو درپسی بندوي . خپلوان به دې هم یواځی پریږدي ، آن له مړي به دې بیریږي .

کله چی دې پر قبر د خاورو څلیً جوړ کړي او ټول درڅخه روان سی ، نو ته به د قبر سختیو ته د خپل عمل سره یوازی پاتیږې . هغه شېبه چی په قبر کی دي کښېږدی‎ تیاره ، بېره او یوازېتوب به وی . د نکیر او منکر پوښتنی به پیلیږی ، یعنی هغه ګور چی یا به د جهنم کنده وي او یا د جنت باغچه . خپلوان به څو ورځی ویر درپسی وکړي چی په هغه کی به دې هم د میراث پر سر بحثونه سره کوي . تردې چی نور به نو ورو ورو هېر سې….

نو ګوره ! مرګ یوازې یو ځل راځي . مال ، قوم ، ځواني او څوکۍ یې مخه نه سي نیولای . که ته مسلمان یې نو باید له مرګه و نه بیریږې . رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايي : (څوک چی د الله دیدار غواړي ، الله هم د هغه دیدن خوښوي او هر څوک چی د الله له ملاقاته بد وړي ، الله هم د ده ملاقات نه غواړي .) عایشې رضی الله عنها وویل : ( زموږ خو مرګ نه خوښېږي ) . رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمایل : (داسی نه ده . کله چی د مؤمن مرګ راسي ، نو د الله د خوښۍ او اکرام زېری پر کیږي ، ځکه نو له هغه څه پرته چی په وړاندې یې دي بل خوږ شی ورله نه وی ، نو د الله د لیدو مینه لري او الله هم د ده دیدار خوښوي . خو چی د کافر مرګ راورسیږي ، د الله د عذاب زېری پر وسي نو له هغه څه چی په وړاندې یې دي ، بل څه بد نه ګڼي نو د الله دیدار یې نه خوښیږي او الله هم د هغه لیدل نه خوښوي ـ صحیح بخاری) .

نو ګرانه لوستونکې ! همدا نن ، بلکه همدا اوس پورته سه او الله ته ور وګرځه . پر تېر عمر ، پر ماتو توبو او کړو ګناهونو دې د الله څخه مغفرت وغواړه . د ایمان په خوشبویۍ سمبال سه ‎، د تقوا جامې واغونده ، د توبې په سپیڅلو اوبو ځان ومینځه ، په ښو اعمالو ځان سینګار کړه او طاعت ته ملا وتړه . ملاقات نږدې دی او هره شېبه امکان لري چی الله دې خپل حضور ته وغواړي ، نو ښه نه ده چی په خیرنه او دوړنه څېره یې په وړاندې ودرېږې . پس چمتو اوسه . که ته وغواړې یا نه ، که دی خوښه وی یا نه ، دا لحظه او دا صحنه حتمأ درباندی راځی . که هوس دی نور دې بس دی .

اصلی او واقعی مسلمان هیڅکله له مرګه نه بیریږی بلکی تل ورته چمتو وی ، دا ځکه چی مرګ حق دی او د حق منل پر هر مسلمان فرض دی . اسلام وایی چی یو مؤمن ځکه د مرګ له یاده نه بیریږی چی اسلامي ارکان او فرایض یې پر ځای کړی وی . خو د مرګ له یاده هغه کسان بیریږی چی اسلام یې لږ یا خورا لږ او یا هم هیڅ نه وی عملی کړی ، نو دغسی انسان د خپلو ګناهونو له امله د مرګ له یاده بیریږی .

ګوره ! اوس هم وختی دی ، ساه لا چلیږی . پاڅه ، او پلمې بندی کړه اول یې له ځانه راپیل کړه چی ناوخته نسی . نن د عمل ورځ ده بېله حسابه ، خو سبا د حساب ورځ ده بېله عمله !

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button