د مسلمان د دفاع ثواب او د تهمت یې عذاب

نورالحق مظهري

ژباړه: څوک چي مسلمان د هغه منافق څخه وساتي چي دده عيب وايي الله تعالی به د قيامت په ورځ ملائکه را واستوي چي دده غوښه د جهنم د اور څخه وساتي او څوک چي پر مسلمان د يو شي تور ولګوي هدف يې دده بدنام کول وي الله پاک به يې د جهنم پر پله باندي تر هغه وخته پوري ودروي تر څو چي کومه خبره يې چي کړې د هغې د عذاب څخه راوځي.

نو ددې لپاره چي د الله تعالی مرسته تر لاسه کړی د هر منافق په وړاندي د خپل هر مسلمان ورور پلوي وکړئ او د آبرو دفاع يې وکړئ او ددې لپاره چي الله تعالی مو د جهنم د عذاب څخه وساتي پر مسلمانانو باندي بې ځايه تورونه او تهمتونه مه لګوئ.

مَنْ حَمَى مُؤْمِنًا مِنْ مُنَافِقٍ يَعِيبُهُ، بَعَثَ اللَّهُ مَلَكًا يَحْمِي لَحْمَهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ مِنْ نَارِ جَهَنَّمَ ، وَمَنْ قَفَى مُسْلِمًا بِشَيْءٍ يُرِيدُ شَيْنَهُ بِهِ، حَبَسَهُ اللَّهُ عَلَى جِسْرِ جَهَنَّمَ حَتَّى يَخْرُجَ مِمَّا قَالَ.[شرح السنة3527]

مولوي نورالحق مظهري

نور ښکاره کړئ
دا هم ولولی
Close
Back to top button