د روژې فضیلت

لیکنه او راټولونه: شکېبا نادري

د روژې فضیلت

د روژې مبارکه میاشت په اسلام کې له ځانګړي فضیلت څخه برخمنه ده. روژه چې د اسلام له پنځو بناوو څخه درېیمه بنا ده، رسول اللهﷺ فرمايلي دي: “بنِيَ الإِسْلَامُ عَلَى خَمْسٍ، شَهَادَةِ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَأَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ، وَإِقَامِ الصَّلَاةِ، وَإِيتَاءِ الزَّكَاةِ، وَحَجِّ الْبَيْتِ، وَصَوْمِ رَمَضَانَ” رواه البخاري “اسلام په پینځو ستنو جوړ شوی دی، د دې خبرې ګواهي ورکول چې د الله تعالی پرته بل څوک د عبادت وړ نشته او محمدﷺ د الله تعالی استازی دی، د لمانځه سم اداء کول، د زکات ورکول، د بيت الله زيارت کول او د روژې نيول دي.”

د روژی مبارکه میاشت په حقیقت کې د عبادت، فضیلت، رحمت، خواخوږئ او د خدایﷻ د پېرزوینې میاشت ده.

په دغه مبارک میاشت کې هر مسلمان ته لازمه ده چې د خپل بدن هر غړی روژه کړي او له هر ناروا او حرام عمل تر سره کولو څخه ډډه وکړي.

د روژې په میاشت کې شیطانان تړل کېږي او د جنتونو دروازې خلاصېږي.

الله تعالی فرمايي: ﴿شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِي أُنْزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدًى لِلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِنَ الْهُدَى وَالْفُرْقَانِ﴾ [سورة البقرة /185]، «د رمضان هغه مياشت ده چې قرآن کریم په کې نازل شوی دی، چې د خلکو لپاره لارښوونه ده، د هدایت روښانه دلایل دي، د حق او باطل تر منځ توپيرونه په کې ښکاره بيان شوي دي»

په دې مياشت کې د رحمت دروازې پرانستل کېږي، د جهنم دروازې بنديږي، شيطان تړل کېږي، مؤمن نفسونه د خپل رب پيروۍ ته هڅول کېږي او له ګناهونو څخه لرې کېږي.

نبي کریم صلی الله عليه وسلم فرمايي: “إِذَا دَخَلَ رَمَضَانُ فُتِّحَتْ أَبْوَابُ الجَنَّةِ، وَغُلِّقَتْ أَبْوَابُ جَهَنَّمَ، وَسُلْسِلَتِ الشَّيَاطِينُ” رواه البخاري، “کله چې د روژې مياشت پيل شي، د جنت دروازې پرانيستل شي، د جهنم دروازې بندې شي او شيطانان په ځنځيرونو وتړل شي.”

روژې پر نیولو سره مسلمانان دوې لویې خوښۍ تر لاسه کوي په دې اړه رسول اللهﷺ فرمایلي دي:

(للصائم فرحتان فرحة عند فطره و فرحة عند لقاء ربه متفق علیه)

ژباړه: د روژتي لپاره دوې خوښۍ دي یوه خوښي د روژه ماتي وخت او بله خوښي يې د خپل رب سره مخامخ کېدل دي.

دغه مبارکه میاشت د مسلمانانو لپاره د توبې او اللهﷻ ته د روجوع تر ټولو غوره او مناسب وخت دی، هر مسلمان باید په خپلو کړو ګناهونو پښېماني وکړي او توبه وباسي اللهﷻ ډېر مهربان ذات دی إن شاء الله چې ګناهونه به یې وبښي، البته چې له زړه توبه وکړي او کړې ګناهونه بیا تکرار نه کړي.

په دې اړه ابوهريره رضى الله عنه فرمایي: رسول اللهﷺ فرمایي: من صام رمضان ايمانًا واحتسايًاغُفِرله ماَتقدم من ذنبه( متفق عليه)

ژباړه: څوک چې د ايمان او ثواب غوښتلو په نيت روژه ونيسى، نو د ده مخکني ټول ګناهونه به وبښل شي.

په يو بل حديث کي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي:

اذاکان اول ليلة من شهر رمضان صُفدت الشياطين ومردة الجن، وغلفت ابواب النارفلم يفتح منهاباب، وفُتيحت ابواب الجنة فلم يُغلق منهاباب وينا دي منادٍ ياباغى الخيراُقبل،وياباغى الشراقصر، ولله عُتقاء من النار وذلک کل ليلة. (رواه ترمذي )

ژباړه: کله چې د روژې د مياشتې لومړۍ شپه شي، شيطانان او سرکښه پېريان به په ځنځيرونو وتړل شي، د دوزخ دروازې به وتړل شي، چې بيا يوه دروازه نه پرانستل کېږي. د جنت دروازې به خلاصې کړل شي بيا يوه دروازه نه تړل کېږي او يو اواز کوونکی به اواز وکړي، اې د خير غوښتونکیه! را وړاندې شه، (د خيرکارونو ته دوام ورکړه) اې د شر غوښتونکیه له شر څخه لاس واخله (له بدو کارونو څخه منع شه) او الله پاک لره د اور څخه ازاد کړل شوي خلک وي (الله پاک د اور څخه ازاد کړي وي او بخښنه یې ورته کړې وي).

دا اواز او له اور څخه د خلکو ازادول هره شپه وي، نو په دې حديث شريف کې د روژې د مياشتې ځانګړتياوې او فضايل بيان شوي دي چي هغه د جنت د دروازو خلاصول دي د مؤمنانو د ښو کارونو د ډېروالي له امله او ښو کارونو ته د هغوى د هڅونې لپاره او پر مومنانو د رحمت کولو له امله د دوزخ دې دروازو تړل دي، ځکه چې په دې مياشت کې هغوی ګناهونو ته لږ نږدې کېږي، همدا راز د شيطانانو تړل دي، تر څو په دې مياشت کې مسلمانان له هغو کارونو ته چې مخکې یې د شیطانا به واسطه کول ونه کړي.

روژه د ثواب اندازه يوازې د الله تعالی سره ده، رسول الله (صلی الله عليه وسلم) فرمايلي دي: «كُلُّ عَمَلِ ابْنِ آدَمَ لَهُ، الْحَسَنَةُ بِعَشْرِ أَمْثَالِهَا إِلَى سَبْعِمِائَةِ ضِعْفٍ قَالَ اللَّهُ: إِلَّا الصِّيَامَ، فَهُوَ لِي، وَأَنَا أَجْزِي بِهِ» رواه البخاري، «د ادم د زوی د هر نېک عمل بدله د لسو څخه تر اووه سو او د هغې څخه څو واره زيات ورکول کېږي، الله تعالی فرمايي: خو روژه داسې نه ده، ځکه هغه يوازې زما لپاره ده

نور ښکاره کړئ
دا هم ولولی
Close
Back to top button