په ځان کې بدلون مو بريا ته رسوي «له پنده ډکه کيسه»

ژباړه حمیدالله حمیدي

یو ځوان، چې له خپل روزګاره سخت تنګ راغلی و، یو ځل بیا یې په خپل کسب او کار کې ماتې خوړلې وه. ده به، چې کوم کار ته هم مخه کړه، موده ورسته به یې په کې ماتې خوړلې وه، لومړی به خپل کار کې له بهران سره مخ شو او وروسته به یې ماتې وخوړه.

یوه ورځ یې نېږدې ملګري ورته مشوره ورکړه، چې په فلاني ښار کې د سیند پر غاړه، یو استاد ژوند کوي کېدای شي ور سره وګورې او مشوره ترې واخلي تر څو کارونه دې سم پر مخ ولاړ شي.

ځوان هم، چې غوښتل یې خپلې موخې ته ورسېږي او له دې بد حالته ځان وباسي بې له ځنډه یې له ځانه سره پرېکړه وکړه، تر څو دغه استاد ته ورشي او په ژوند کې د بریا لپاره ترې مشوره واخلي.

نېږدې ښار ته په رسېدو سره یې په ټاکلي ځای کې استاد پیدا کړ او د خپلو ستونزو او ماتو کیسه یې ورته وکړه. استاد ورته وویل، سبا سهار اته بجې به همدې ځای ته راځې دواړه به په کښتۍ کې چکر وهو.

ځوان حیران شو، هغه غوښتل له استاد څخه د خپلو ستونزو لپاره د حل لار واوري، خو ده ورته دچکر وهلو وړاندیز وکړ. ورته یې وویل، فکر نه کوي، چې اوس زما لپاره په کښتۍ کې د سپرېدو او د چکر وخت نه دی، ځکه زه په خپل ژوند کې له ګڼو ستونزو سره مخ یم، له همدې کبله راغلی یم، چې د حل لاره ورته ولټوم.

استاد ورته وویل، د ستونزو حل به دې په کښتۍ کې د سپرېدو پر وخت درته روښانه شي سبا اته بجې د همدې سیند پر غاړه درته په تمه یم.!

ځوان له استاد سره خدای پاماني وکړه او پرېکړه یې وکړه، چې سبا سهار اته بې همدې ځای ته یو ځل بیا راشي تر څو د خپلو ستونزو لپاره حل لار پیدا کړي.

سهار شو، ځوان د دې لپاره، چې غوښتل یې هر څه ژر له اوسني حالته ځان وژغوري د اتو بجو پر ځای اووه بجې د سیندغاړې ته ځان ورساوه، که ګوري د استاد څرک نشته او سیند ته نېږدې د ټولو کوټو دروازې تړل شوې دي، سخت په غوسه شو، دا چې د ستونزو د حل لپاره له بله ښاره راغلی و، نو ځان یې کنټرول کړ تر څو اته بجې شي او له استاد سره په کښتۍ کې د ستونزو د حل په موخه سپور شي او چکر ووهي.

پوره اته بجې سیند ته د نېږدې یوې کوټې دروازه خلاصه شوه استاد له کوټې را ووت، د ځوان راتګ او غوسه یې ټوله د کوټې له کړکۍ څارلې وه، دواړه په کښتې کې سپاره شول او په سیند کې ښه وړاندې ولاړل. ځوان دې ته په تمه و، چې په کښتۍ کې دسپرلۍ پر وخت به له استاده ځینې مشورې او خبرې واوري، خو استاد چپه خوله ناست و.

له غوسې به شین او تور شو، خو د دې لپار، چې خپل ځواب تر لاسه کړي له ځانه به یې کوم عکس العمل نه
ښکاره کاوه.

موده وروسته هوا طوفاني شوه او شېبه په شېبه طوفان زیاتېدو، ځوان په بېړه بېړه د کښتې پوریان وهل، تر څو ځان وچې ته ورسوي، خو استاد بېغمه په کښتۍ کې پروت و، د ځوان حوصله نوره ختمه شوه، په غوسه یې وویل استاده تا همدا غوښتل؟!.

استاد د دې پوښتنې په ځواب کې یوازې وخندل او بس.

طوفان څه زیات یو ساعت دوام وکړ، په دې یوه ساعت کې ځوان خپله ټوله هڅه وکړه، چې ځان وچې ته وباسي، دا چې طوفان زیات و او د کښتۍ مسیر د طوفان خلاف و، نو ويې نه شو کولای، ځوان سخت ستړی شوی وو، ان دا چې له ډېرې ستړیا یې خبرې هم نه شو کولای.

ځوان له ډېرې ستړیا د کښتۍ په منځ کې بې هوښه را پرېوت، خو استاد هماغسې آرامه استراحت کړی و. په دې شپه ځوان له دې کبله، چې له ستړیا یې حرکت نه شو کولای د شپې لپاره د استاد په کوټه کې پاتې شو.
سهار وختي په سخته غوسه له خوبه را پورته شو، استاد د سهارنۍ لپاره ماهیچه تیاره کړې وه او ځوان ته یې د
خوړلو لپاره بلنه ورکړه، خو ځوان وویل زه باید هر څه ژر خپل ښار ته وګرځم.

استاد ترې وپوښتل ایا خپلو ستونزو ته دې د حل لاره ومونده؟

ځوان په غوسه د استاد پر لوري ور وکتل، خو څه یې ونه ویل. استاد پوه شو، چې د ستونزو لپاره یې حل لاره نه ده موندلې، ځوان ته یې وویل، راشه سهارنۍ دې وخوره له هغه وروسته به درته توضیح درکړم.

ښه ده، چې له سره یې پیل کړم، په لومړي سر کې دواړو د سهار اته بجې د لیدلو لپاره وعده اېښې وه، خو د دې لپاره، چې تا په بې صبرانه ډول غوښتل، تر څو د خپلو ستونزو لپاره حل لاره پیدا کړې یو ساعت مخکې راغلې. که دې نه غوښتی، چې حل لاره ورته پیدا کړې کېدای شي له زیاتې غوسې دې دغه ځای پرې اېښی وای، خو ما ټول څه له کړکۍ لیدل.

په ورځني ژوند کې موږ انسانان ډیره کله د ستونزو د حل لپاره ډېره کمه فاصله لرو، خو بې له دې چې حوصله وکړو، ځان تسلیمو او د ویم ګام لپاره نه په تمه کېږو.

دویم دا چې کله له طوفان سره مخ شوې هڅه دې کوله ځان وچې ته وباسې، خې دې ته دې پام نه و، چې ټولې هڅې دې بې ځایه دي، ځکه د طوفان مسیر زموږ د کښتۍ برعکس و او ستا هڅې او خوارۍ بې ځایه وې او یوازې خپله انرژي دې ضایع کوله.

د طوفان پر وخت تا بې له ځنډه پارو وهلو په داسې حال کې، چې په هغه وخت کې ستا ټولې هڅې بې ځایه وې ځکه د طوفان قدرت ستا له قدرته څو چنده زیات و، په هغه وخت کې تا کولای شول، چې یوازې د خپلې کښتۍ توازن وساتې او بس.

په هغه ځای کې چې دواړه له طوفان سره مخ شو، لکه د ورځني ژوند طوفانونه ډېر ژر تېرېږئ، په دې وخت کې باید موږ یوازې خپل توازن وساتو، نه دا چې خپله انرژي ضایع کړو.

هوښیار خلک په دې وخت کې په تمه کېږي، تر څو طوفانونه تېر شي او له هغه وروسته اقدام کوي. هغوی خپله انرژي د سپر په توګه نه کاروي.

ته باید خپل ځان په شکېبایي انرژۍ باندې سمبال کړي، تر څو انرژي دې بې ځایه مصرف نه شي او له طوفان ورسته هم په لاس کې یو څه ولرې.

ته په ورځني ژوند کې هم دغه ډول عمل کوې کله، چې له ستونزو سره مخ شې ټوله انرژي دې له ستونزو سره د مقابلې پروخت ضایع کوې کله، چې له ستونزو ووځې د جګېدو لپاره هېڅ هم په لاس کې نه لرې.

ځوان په فکر کې ډوب تللی و، له ځان سره یې ویل، استاد په حقه دی، زه باید په خپل ځان کې بدلون را ولم، تر څو بریا ته ورسېږم.

د سهارنۍ له خوړلو ورسته یې له استاد سره خدای پامني وکړه، د خپل ښار پر لوري روان شو، تر څو په خپلو کارونو پسې ورسېږي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button