د پوستکې حساسیت او درملنه یې

ډاکتر رحیم

کله چې د انسان د بدن پوستکی له یو شمېر څيزونو سره چې د ناروغي د را منځ ته کېدو سبب ګرځي، مخ شي؛ نو د بدن دفاعي سیسټم هڅه کوي چې په بدن کې د کېمیاوي بدلونونو په مټ د ناروغي مخه ونیسي. انسانان په ورځني ژوند کې له زرګونه داسې شیانو سره مخ کېږي چې له ډېريو سره يې د بدن دفاعي سیسټم غبرګون نه ښیي، خو ځينې وخت دغه شیان چې په اصل کې بدن ته کوم زیان نه لري، د بدن دفاعي سیسټم د هغې پر وړاندې سخت غبرګون ښیي چې دغه ډول شیانو ته الرجن Allergen يا حساسيت ویل کېږي.

حساسیتي غبرګونونه په مختلفو ډولونو را منځ ته کېږي، مثلاً په ځینو کسانو کې نفس‌تنګي او ټوخی پیدا کوي، په ځینو کې د سترګو خارښ او سوروالی را وړي، له پزې يې اوبه جاري کېږي او دې ته ورته نورې ستونزې هم پيدا کوي.

ځینې نور حساسیتي غبرګونونه بیا په پوستکي کې راڅرګندېږي، لکه د پوستکي التهابي کېدل چې له کوم الرجن سره د بدن پوستکی حساسیت وښيي. د پوستکي دغه پېښه له الرجن سره تر مخ کېدو څو ساعته وروسته منځ ته راځي. الرجي مختلف ډولونه او نومونه لري چې تاثيرات يې هم سره توپير کوي.

الرجیک ایکزیما څه ډول منځ ته راځي؟

کله چې له الرجن سره په مستقیم ډول په تماس کې شي، دغه ډول حساسیت بیا لږ ځنډنی وي، ځکه چې د Eczema له را منځ ته کېدو سره له ۲۴ تر ۴۸ ساعته پورې وخت نیسي.

یو شمېر شیان چې په هغو کې ځينو کسانو ته الرجن وي، دا دي

نیکل؛ دغه ماده په غوږوالۍ، غاړه‌ګۍ، فلزي تڼۍ، دست بند او نورو کې وي چې د ځينو انسانانو په وجود اغېز کوي.

سپري يا عطر؛

د بدن او خونو د خوشبویي سپريګانې او عطرونه هغه څه دي چې يو شمېر انسانان ور سره حساسيت ښيي.
ځینې جامې؛ په تېره بيا ليلوني هغه چې د يو شمېر انسانانو بدن ور سره حساسيت کوي او غبرګون ښيي.

د ځينو ګلانو او بوټيو له امله هم حساسيت يا الرجي را منځ ته کېږي. د دې تر څنګ ځينې موسمونه او اقليمي بدلونونه هم د الرجي لامل ګرځي.

ځینې انټي‌بیوټیک کریم چې د پوستکي لپاره استعمالېږي، لکه Neomaycin، خو کله کله کېدای شي د پوستکي حساسیت د لمر له وړانګو هم پیدا شي، په تېره بیا په هغو کسانو کې چې د لمر وړانګو ته ډېر وخت کار کوي.

څنګه کولای شو، د پوستکي د حساسیتي غبرګون درملنه وکړو؟

د پوستکي د حساسیت درملنه د ناروغي په نوعيت او حالت پورې اړه لري، خو په هر حال باید تاسې په داسې پېښو کې ناروغ شوی ځای په پاکو اوبو او صابون پرېمنځۍ چې الرجن يا حساسيت راکم شي.
که چېرې ناروغي ډېره جدي نه وي، کومې بلې درملنې ته اړتیا نه‌شته، يوازې يې پاک پرېمنځئ او کوم ډول کریم وکاروئ چې روغ شئ.

که ستاسې د پوستکي التهابي غبرګون ډېر جدي وي، اړ یاست چې د جلدي ناروغیو یوه متخصص ډاکټر ته ورشئ، په دې ډول به مو ناروغي بابيزه نه وي ګڼلې.

نور ښکاره کړئ
دا هم ولولی
Close
Back to top button