د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوندزاده وینا

د دنيا د حکومتونو سياست داسې روان وي چې کومه ډله واکمنه وي دا بل يې ضد وي، کله چې خپله راشي بيا خپل راحت وي د مسلمانانو غم ورسره نه وي، يو شى عملي کوي نه
شل کاله مخته چا په افغانستان کې د دين خبره نه شواى کولى زنداني کېده اوس شرعيت ته دعوت ازاد شو
د دنيا کافرانو له موږ سره جنگ پر مځکه او په پيسو نه و د نظريې او عقيدې جنگ و چې زما نظريه او عقيده خاموش نه کړي د جهاد او شرعيت اواز خاموش کړي
هغه جنگ لا پاى ته نه دى رسېدلى
نه زه دى پرېږدم چې خپل قانون راڅخه نافذ کړم او نه دى ما پرېږدي چې شرعيت نافذ کړم
له دوى سره مسالمه نه شوې، نه کېږي او نه امکان لري
شرعيت سره به دا فرضوئ چې مقابله به کوي سختي به گالئ دا موجوده دنيا تاسو سره دا نه تسليموي چې تاسو به اسلام راولئ او دوى به وايي راوله يې تر اوسه خو عملي شى قصاص او حدود دي دا لا نه دې نافذ شوي دا چې دا موږ نافذ کړو بيا به د دوى عکسالعمولونه وي،
له موږ سره خداى دى او دا مو مطلوب دى
نوره دنيا د الله په مقابل کې موږ ته په هغو شيانو کې د نه منلو نه دى چې الله پکې نه راضي کېږي الله به راضي کوو
د دنيا مستکبر قوت مو مات کړ

په قطر کې خبرې وې زما فکر په دې کې و چې که امريکاييان ولاړل او نورر يې پاته وي او له موږ سره جنگېږي ، دا راباندې سخت بوج وه خو رب داسې نصرت راوستى چې امريکاييان لا نه و تللي چې دوى لاړل او خبره خلاصه شوه
د افغانانو وژل مو يو وخت هم مقصود نه ده گرځولې که مقصود يې وگرځوي موږ به قصاص شو
که مسلمانان او افغانان متضرر شوي وي د جهاد لپاره و د کافر د ليرې کولو لپاره و چې داسې فضا راشي لکه دا اوس چې ده چې د امن قضا راشي
که دغه افغانان د کفار لپاره سپر گرځېدلي و، چې کله کافر لاړل زموږ عقيده دا وه چې د افغانانو وژل زموږ مقصد نه دى کافر ته قدر نه لرو، چې کله کفار په تگ شول موږ پر افغانو کار وکړ چې راشي او ټوپک پرېږدي، دوى ظلمونه کړي دي داسې ظمونه يې کړي چې په تاريخ کې نه و شوي،، د مدرسې په حافظ او طالب باندې يې ظلم کړى دى خو خير دى که زموږ ته شرعيت دا حق راکوي چې عفوه وکړم زه عفوه کوم له علماو سره مې خبرې وکړې. علماو فتوا راکړه اوس هم راسره ده دا عفوه مو وکړه.
که د مجاهدو جهاد او اخلاص راته اوس هم ثابت نه شي زه يوه شپه له طالبانو سره نه تېروم زه مسلمان يم د اخرت فکر راسره دى. که صالح او متدين جومات بل واى هغه ته ورتلم خو نه يې وينم.
نه اوس نه پخوا د افغانانو وژل زموږ مقصد و، که مو وژلي وي د اسلام او عمومي امن په خاطر به و.
امنيت راغى چې د جهاد مقصود و، اسلامي نظآم په وظايفو کې تر ډېره حده مجاهدين او علما کرام د حکومت بدنه، دا متدين خلک دي. امنيت لکه د ښارونو د عامو خلکو لپاره ضروري ده د حکومت بدنه کې هم امنيت مهم دي چې فساد او رشوت خوري، زورواکي ختمه کړي، عدالت تامين کړي، انډيواليزم ختم کړي، منطقه پرستي ختمه شي، که د حکومت بدنه کې امنيت نه وي رشوت خوري ځانځاني انډيوالي قومي او منطقه پرستي وي بيا دا نه حکومت دى نه امنيت دى. يو څو ورځې به چور وي بيا به ورک شي د حکوم دننه امنيت ضرور دى.
شخصي مصلحت به نه وي، ورور، قوم او دوست راوله دا خو دا مخکې حکومت هم و خو امنيت نه و د امنيت د ثبات د دوام لپاره دا شرط دى چې خواهشات به پرېږدې.
که ستا کور او اداره او بدن کې شرعيت نه وي دعوه دې څوک نه مني چې پر مځکه د الله شرعيت راولې اول له ځانه شروع کېږي.
خپل عمل شرعيت مه بوله بلکې له شرعيت سره سم کار به کوې.
څوک د بندي کېدو مستحق دى څوک د تروه تندي مستحق دى د اسلامي نظآم والي ته بايد دا ټول واضح وي.
ټول حقوق غواړي، نر، ښځې، کونډې عالم ټول يې غواړي. که په خپل ځان اخته شوې چې اول خپل ځان وباسم دې سره امنيت ځي يعنې خواهشات که راپيدا شول امنيت نه شته. مخکې حکومت کې خواهشات حاکم و امنيت نشته.
د خپلو امراو اطاعت وکړئ. د ولسوال اطاعت به د ولسوال تر لاس لاندې، بيا خودخواهي ختمېږي که بې نظمي شروع شوه چې هر يو وايي زه يم، د يو بل په کار کې مداخله شوه، حسد او سيالي سره روانه وي په دنيايي امورو کې، لکه مخکيني اداره کې چې و بيا امنيت نه شي راتلى.
علما کرام د اسلامي نظام اخلاق نصيحت او سپارښتنې او هدايات او د دې مسوولينو د انحراف نه راگرځول په هر قيمت چې وي که تېزه که نرمه لهجه وي، او حاکمانو استغنا نه ښکاروله ، که يې عالم ته يې دروازې بندې کړې چې وايي وخت نه لرم دلته د حاکمانو او عالمانو ترمنځ فاصله راغله بيا شرعيت نه راځي.
طاالبانو جهاد په همت ترسره کړه. فدايي يې وکړه له کفارو سره يې مقابله وکړه او ويې گټئ ميدان. اوس د شرعيت د عملي کولو وخت راغى طالب نه پوهېږي دا د ملا کار دى ملا پوهېږي ملايان به له نظآم سره درېږي اطاعت به يې کوي.
ملايان به په ټوله دنيا کې د شرعي نظآم رهنمايي کوي په محاکمو ولايتونو ولسواليو کې به راځي داسې تشکليونه به جوړوم چې دا مولوي صاحب دې محاکمو کې وي او دا مولوي دې په وزارتونو کې وي، تاسو به يې راسره منئ. راسره منئ به يې درسره منم يې. زه انتخاباتو وال نه يم، سياسي مشر نه يم، ولسمشر نه يم. که ما مشر بولئ داسې به راسره کوئ که مې وويل بدخشان ته به ځې منئ به يې.
که دغسې وحدت نه وي دا شرعيت په علماو راځي. د ولس خلک او موږ به د دوى اجراييه قوه يوو، د دوى فيصلې به عملي کوو.
که علما فيصلو ته نه پرېږدو، محاکمو کې سفارشونه وي، قاضيانو ته وايم چې د حضرت علي غوندې شرعيت دې وي چې قاضي د حضرت علي خلاف فيصله وکړه د يهودي پر ضد. دغسې عدالت غواړم.
له ظلم سره حکومت نه پاتېږي. که عدالت و بيا به بقا وي، که ظلم او خودخواهي وه انتقامونه و بې محکمې وژنې وې دا ملک به تباه کېږي.
د دې ظلم د علماو په فيصلو او د حکومت په صحيح فيصلو کېږي.
لکه پخوا چې زورواکانو په قدرت منگولي ښخې وې. بدمعاش به نه پرېږدې. ظالمانو ته نور قدرت مه ورکوئ سره يو لاس شئې چي بيا دا مردارخواره پر دې مځکه رانه شي.
فتنه اوس ويده ده د اختلاف فتنه ويده ده وحدت او امنيت راغلى.
زورواک مفسد مه پرېږدئ ، دا خلک که ستاسو منځ کې و بې له فساده بلل څه نه شته.
يوه توبه ده يوه معافي ده. که نوي جرم يې نه وي کړى په زاړه جرم څوک رانيسئ مه يې کوئ. عفوه دا ده چې وژنو دې نه، خو دا چې تا په څنگ کې کښېنو يا ته زموږ مسووليت په غاړه واخلې د شهيدانو او اولادونو او پلرونو زړونه به ودريديږي او بل دوى تجربه شوي دي احتياط ورسره کوئ.
علما دې نصيحت دې کوي، موږ ته هم.
دا نصصيحت نه دى چې په ميديا کې ولاړ يې او وايي اميرالمومنينه داسې ولې کوې او هغسې ولې کوې نصيحت هغهوخت دى چې زه او ته سره يوازې يوو. هغه د مثبت پر ځاى منفي اثر کوي نظآمم سست کړي او بې اعتمادي پيدا کوي .
يو د بل خلاف به حاکمان شکايت نه کوي دا د حکومت بدنه ضعيفه کوي. تر سلطان لاندې ټول امرا دي قدر يې پکار دى. دښمن کوشش کوي بيا به يو کافر هم پر افغانستان نظآمي حمله ونه کړي خو فتنه به کوي د راعيت او حکومت ترمنځ. د حکومت په بدنه کې به داسې حالت راولي جې يو په بل نقد وکړي د دې خلاف په نتيجه کې به امارات ختمېږي.
تاسو په دې خوښ ياست چې په خپله رايه وچلېږم که د بل په اشاره، نن افغانستن په خپله مستقيمه لار روان دى، د بل په اشاره کار نه کوي تر هغو ملک پرمختگ نه شي کولى چې استقلال ولري.، دنيا نه غواړي چې افغانستان حکومت په خپله مستقيمه اراده راوان وي موږ ته مشورې راکوي، ستا يې زما په نظآم او اصولو څه. زه ستا د فرمايشاتو نه يم نه يې منم او نه يو قدم درسره مخته ځم او نه تعامل درسره کوم، اوس خو دې د بمونو مور کارولې چې اتوم هم وکاروې له شرعيته نه تېرېږم. د دنيا يوه قوت ته نه تسليمږو. د االله هدايت ته تسلميږو. اوس خو به د دنيا له کونجونو نارې وهي خو چې ټول اتمان راباد کړي نه يې منو

داسې ازادي او استقلال به په ډېرو قرنونو کې پر افغانستان نه وي راغلې لکه اوس. اتحاد کې يې بقا ده. قيادت دى د علماو، علما کوشش کوي چې جامعه ټوله علما شي، اقتصاد چې دى امنيت پورې ده چې امنيت راغلى خپله اقتصاد برابرېږي. په خارجي مرستو اتکا مه کوئ، هغه مو اقتصاد نه سموي، خپل همت دى، خپله لاس سره ورکړئ، تجاران دې راشي دلته پانگونه وکړئ شرکتونه جوړ کړئ. بهر چې خلک اوسېږي د افغانستان په خلاف دسيسه جوړوي. د جنگ اور مړ سو نور دا اور مه بلوي ټول افغانان درسره مخالف دي. د کافر په ملک کې عزت نه لرئ. راسه دلته کښينه موږ حساب نه درسره کوو خو شرارت او دسيسه به نه کوې او امن به نه خرابوې. له چا د انتقتام اراده نه لرو.
گاونډيان دې هيڅ احساس نه کوي چې د دوى په حق کې بده اراده لرو. موږ سلامتيا غواړو امن غواړو سوله غواړو اسلامي نظام غواړو. نه د بل په اشاره او قومانده کار کوو په خپله اراده يې کوو. که يې څوک کوي په ډاډه ړه دې راسره خبرې کوي.

موږ حاکممان نه خادمان يوو. حنفي فقه ده..
کفار چې امارت په رسميت نه پېژني علماو وويل موږ بعيت کوو نو ما وويل دا غونډه کندهار کې وکړئ دوى وويل کابل کې ما ويل زه علماو ته درځم که هر ځاى وي درځم. که بدخشان وي که نورستاان وي که کابل هر ځاى د علمماو په ناسته کې برخه اخلم.

نور ښکاره کړئ
Back to top button