شعور او لا شعور څه شی دي؟

لیکنه: ذبیح الله اېمان

تيره ورځ استاد شرف الدين عظيمي، د شعور او لاشعور په اړه ډېرې مهمې خبرې وکړې، داسې یوڅه مو ترې زده کړل:

شعور چې یوازې خدای پاک انسانانو ته ور کړی دی او ګټه ور څخه اخيستلی شي. د شعور یوه مهمه ځانګړينه دا ده، چې له ۴ کارونو څخه زیات کارونه په یو وخت کې نشي کولای. د بېلګې به ټوګه، د څلورو کارونو یادوه باید داسې درته وکړم، چې هم مهال ډوډي خوړل، تلويزیون ته کتل، پښه ښورول او په فون کې خبرې کول یې د ۴ کارونو څخه دي.
شعور له دې ۴ کارونو څخه زیات کارونه نشي کولای بس!

خو تر ټولو جالب یې لا شعور و، چې تر اوسه پورې ما هېڅ داسې څه نه وو اوريدلي. د لاشعور په اړه یې راته نوي څه را زده کړل.

لاشعور، د خدای پاک په ټولو مخلوقاتو کې شته دی، چې په یو وخت کې څوکارونه کولای شي. مثلا د لاشعور په اړه یې وويل، چې په کوهي کې، ليرې سيمه کې یا غره کې، په خوب کې او داسې نور ځایونو کې شعور کار نه ور کوي مګر لاشعور هلته شته دی.

استاد په خپلو خبرو کې د لاشعور په اړه یوه خبره وکړه، چې په ښار کې دا ګوډګر د لاشعور په وسیله ځینې کسان تير باسي. ځکه لاشعور داسې یو څه دی، چې انسان کولای شي د بل انسان لاشعور درک کړای شي.
مثلا، د لاشعور په اړه یې داسې وويل، موږ د یو چا په اړه فکر کوو، چې پلانی کس به اوس چېرې وي او څه کار به کوي، په دې وخت کې همغه کس یو دم را پيدا شي د یوې خوانه او یا هم سړي ته زنګ ووهي نو خلک داسې فکر کوي، چې عجيبه ده، همدا اوس مو یاد کړې او دادی راغلې او یا دې زنګ راغی. نو ورته ووایي عمر به دې ډېر وي. خو اصل کې خبره دلته د لاشعور ده، د انسان لاشعور د موج په شکل خپريږي، کله چې د یو چا په اړه خبرې کوو د لاشعور موجونه سره یو بل پيدا کولی شي، نو دې یو ځای والي او یو دم پيدا کولو ته ډېری خلک حيران وي چې دا لا څنګه کيسه ده.
دلته کيسه ټوله د لاشعور ده.

د لاشعور په نړۍ کې ډېر جالب څه ول، مثلا که موږ د شپې لخوا د یو چا په اړه فکر وکړو، د شپې یې ضرور په خوب کې وينو. چې دا ټول په لاشعور پورې اړه لري. اما زموږ په ټولنه کې تر اوسه ددې په اړه څوک نه دي خبر چې موږ ولې داسې خوب ويني، یا ولې داسې کار کيږي چې موږ یې په اړه کله فکر وکړو همغه کار کېږي؟
دا ټولې پوښتنې ډېرې اړينې دي،چې تر اوسه پورې زموږ ټولنه ور څخه بې خبره ده.

دا بحث اصل کې د روان شناسۍ په اړه و، چې استاد په خپلو خبرو کې دا هم زیاته کړه، چې هر انسان په خپل ذات کې روان شناس هم دی او هر انسان ته روان شناسي اړينه ده، چې د خپل ژوند د پايښت لپاره ور څخه ګټه پورته کړي.

موږ ټولو ته اړينه ده، چې د شعور او لاشعور په اړه ځان خبر کړو، تر څو ښه ژ،ند ولرو، هغه که انجينر، ډاکټر شاعر، اديب، ليکوال، دهقان، ملا او د ټولنې هر وګړی باید له دې لارې ګټه پوره کړي او زده یې کړي.

دا چې زموږ ژوند داسې دربدر او خراب دی، یو لامل یې هم دا دی چې موږ د خپل ژوند د پرمخ پيولو لپاره هېڅ کومه ځانګړې برنامه نلرو. لنډه دا چې د شعور نړۍ هم تر یوه بريده هر انسان درک کولای شي، مګر لا شعور په اړه زموږ ټولنه بيخي بې خبره ده، همدا لامل دی چې زموږ ژوند پس پاتې او د ژوند نه مو خوند ندی کش کړی.

نور ښکاره کړئ
Back to top button