د وېښتانو تویدلو ۶ اصلي لاملونه؟

ژباړه او ټولونه : یاسر تکل

هر څوک غواړي خوشحاله اوسي او له خوښۍ ډک ژوند ولري او د خوشحاله ژوند هیله لرل یوه مشروع هیله ده.

په دې لیکنه کې په هغو لارو چارو درته غږیږو چي په عملې کولو سره یې، یادې هیلې ته رسیدلای شئ

۱- وزګار مه کېنئ!

تل ځان مصروف وساتئ او په هم هغه کار کې دځان لپاره دخوښۍ دلایل ولټوئ، تل دا وایه چې له تیارو او ستونزو څخه وروسته حتماً رڼا شته، په الله ج کامل باور ولرئ او دهر مصیبت راتګ دهغه امتحان وګڼئ، له چا څخه دمننې تمه مه کوئ او مه هم کوم کار د مننې لپاره کوئ، دالله ج ذکر کوئ او تل یې عبادت کوئ، په مصیبتونو زغم ولرئ او دراتګ پر وخت یې چغې مه وهئ، دالله ج په وېش خوښ اوسئ او په درکړل شوې برخې شکر اداء کړئ!

۲- هېڅ وخت بل چا ته سترګې مه پټوئ:

د هغه څه لپاره چې د اخیستو توان یې نه لرې او یا ورته کافي پانګه نه لرې، د بل پور او شتمني ته غاړه مه ږدئ .

د ژوند له کوچنیو خوښیو لکه پلي تګ، له دوستانو سره ناسته ولاړه او په طبعیت کې له یوې ښې ورځې تېرولو خوند واخلئ

۳- تل نورو ته خیر رسوونکي اوسئ!

په دې سره به مو له نورو سره هم مرسته کړې وي او هم به تاسې په روحي ډول خوښې ترلاسه کړئ او په راتلونکي کې به مو خپل وجدان ته ملامت هم نه یاست.

۴- تفریح وکړۍ او پارک ته ولاړ شئ!

د پوهنتون يو پروفیسور استاد میتیو وایټ وايي، په اونۍ کې دوه ساعته په پارک کې تیرول ښکاره اغیزې لري خو که له دې ډیر وخت تېر کړئ لا زیاتې اغیزې لري، دغه استاد زیاتوي، که تاسو له هر قوم، نژاد څخه یاست دوه ساعته په پارک کې تیر کړئ، منډې ووهئ او چهل قدمي وکړئ که عمر مو زیات وي او دا هم نشئ کولائ نو بیا پر چوکۍ کښینئ او د شنو بوټو منظره وکړئ.

۵- د بل چا لپاره يو مهم کار تر سره کړئ!

که هره ورځ نشئ توانېدلی دا کار په اونۍ کې يو ځل وکړئ، مثلا په ملي بس کې خپله څوکۍ هغه کس ته پریږدئ چې تر تاسې زيات ستومانه وي او سر يې د ملي بس په منځ کې په ولاړ ميل لګولی وي

۶- موسکی اوسئ!

د خلکو سره په ناسته پاسته کې موسکی اوسئ؛ په دې کار به خلک ښه احساس وکړي او له تاسې سره به ښه چلن وکړي؛ نو له خلکو سره په موسکي اوسېدو کې مخکې اوسئ.

۷- دینې احکام پر ځای کړئ!

تل هڅه وکړئ پنځه وخته لمونځ، تلاوت او دالله ج ذکر وکړئ، ژوند به مو ډېر ښکلی او له اندېښنو او غمونو څخه به خلاص شي.

۸- په اوسني مهال کې ژوند وکړئ!

دا د خوشحاله ژوند د تیرولو لپاره تر ټولو مهم راز دی، تیر وخت تیر شوی دی، راتلونکی هم تر اوسه نه ده راغلی، یوازنۍ شیبې چې تاسي یې لرئ همدا اوسنۍ شیبې دي نو؛ خوند ترې واخلئ.

۹- نوي شيان ومنئ!

نوي شيان کولی شي د خوشحاله ژوند په لرلو کې له تاسې سره مرسته وکړي؛ يوه نوې سندره واورئ، يو نوی فلم وګورئ او يا يو نوی ورزش تجربه کړئ.

دا نړۍ له بې شمېره داسې جالبو شيانو څخه ډکه ده چې ستاسې د موندلو په تمه دي؛

که له خپلې ساحې يو څه فاصله واخلئ او نوې تجربې تر لاسه کړئ؛ نو خامخا به ښه احساس ولرئ.

۱۰- دوه دقيقې خندا ته ورکړئ!

د فشار کمولو او له منځه وړلو لپاره تر ټولو ساده لاره خندا ده چې ستاسې لپاره يو خوشحاله ژوند رامنځته کولی شي.

کولی شئ د خندا وړ واړه کلېپونه وګورئ او يا مو د ملګرو ټوکو ته غوږ ونيسئ.

۱۱- غوسه مو وباسئ!

که چېرته غوسه یاست او غواړئ چې هیڅوک درسره خبرې ونه کړي، غوره به وي چې خپله غوسه په یوه بالښت یا په کوم نرم شي باندې په فشار راوستلو سره سړه کړئ. او یا هم کوم فزیکي تمرین وکړئ، داسې چې ستړی مو کړي.

۱۲ -ټول ژوند مو دندې او کار ته مه بیلوی!

کار د انسان جوهر دی، دا ښه خبره ده خو بېخي زيات کار هم ښه نه دی، ښه داده چې کوم کار کوئ له عوايدو يې هم خوند واخلئ ، ډېری خلک د ځنکندن په وخت وايي کاش ژوند مې ډېر او کار کم کولای.

۱۳- غوره ملګري وټاکئ!

د ځان لپاره د ښه او غوره ملګرو په لټه کې شئ او داسې ملګري ومومئ چې ستاسو هم فکره،هم ذوقه او هم مثاله اوسي تر څو هغه مو په هر حالت کې درک کړي.

۱۴- ورزش او تمرین وکړئ!

ځکه تمرین کول زموږ د فزیکي صحت او ښه احساس کولو لپاره ډیر مهم دی، په دې سره مو عضلات قوي کېږي او اکسیجن په بدن کې ښه عمليه کولی شي.

نو که تر اوسه مو ورزش نه وي کړی، نو شروع یې کړئ، که منډه وهل وي، توپ کول وي، د ټینیس لوبه او نور… یعنې سپورټ ستاسې د روغتیا کیلې ده، چې هر وخت یې کوې ویې کړئ .

۱۵- دنورو د قضاوتونو په کیسه کي مه کیږئ!

هغه څه چې نور یې ستاسو په اړه وایي او یا فکر کوي له سره یې په کیسه کې مه کیږئ او ځان مه پرې اندیښمن کوئ، د هغو ټاپو په اړه فکر مه کوئ چې نور یې پر تاسو لګوي او د هغو کسانو په اړه فکر مه کوئ چې تاسو غواړي کم راولي.

له ټولو تیر شئ او د هغو کسانو خبرې زړه ته واچوئ او قدردانی یې وکړئ چې تاسو په هره برخه کې هڅوي او ستاسو په بریا خوشحاله او په غم مو خفه وي.

۱۶- خپلې خوښۍ له نورو سره شریکې کړئ!

کله چې تنها یې نو په تنهایي سره به د نړۍ له تر ټولو ښکلي ځای څخه هم خوند وانه خلي ، تر هغو چې دا خوښئ او خوندونه دې له بل چا سره شریک کړي نه وي، د خوښیو شریکول له نورو سره د خوشحالۍ او رضایت واقعي احساسات له ځانه سره لري، نو له نورو سره د خپل ژوند او خوښیو په پایله کې به تاسو واقعي خوشحالۍ احساس کړئ.

۱۷- دټولې نړۍ غمونه په سر مه اخلئ!

دومره یې واخلئ چې توان یې لرئ، وخانده او هرې ستونزې ته لکه زمری ورغاړې ووځئ، په بې وزلۍ مه خفه کېږئ دا په یاد ولرئ چې دقیامت په ورځ دډېرو حساب ډېر دی، دهر څه بدله له الله ج څخه غواړئ، کتاب غوره ملګری وګڼئ او په مطالعه کولو یې دځان سمونه وکړئ، کینه مه کوئ او تل مینه ووېشئ، نن دخپل ژوند وروستئ ورځ وګڼئ او هر څومره خوښي چې کولی شئ همدا نن یې وکړئ، ځکه دسبا راتلو پته هیچا ته هم نشته.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button