آیا خبر یاست چې د هګۍ سپین څومره ګټې لري؟

له ډېرې مودې راهیسې نړیوال څیړونکي او ډاکټران په دې باور دي، چې کلسټرول د زړه د حملې او شکر ناروغۍ لامل کیږي؛ خو د هګۍ سپین هغه خواړه دي چې د دې دوه ناروغیو په وړاندې مبارزه کوي؛ ځکه د هګیو سپین مضر کلسټرول اوغوړ له منځه وړي.

که چېرې تاسو غواړئ په دې پوه شئ چې د هګیو سپین په خپل ترکیب کې کوم مواد لري چې دومره ګټې لري، نو په انټرنټ کې به یې په اړه دومره معلومات لیکل شوي وي، چې په لوستلو به یې ستړي شئ.

وروستۍ څېړنې ښایي، په ورځ کې ۵۴ ګرامه د هګۍ سپین خوړل لاندې په زړه پورې ګټې لري.

۱: د زړه د ناروغۍ د ګواښ کچه ټیټول

۲: عضلاتو ته ودوه ورکول

۳: د هډوکو پیاوړي کول

۴: د پوستکي روغ ساتل

یادونه: د هګیو له ډېرو ژیړو خوړلو ډډه وکړئ ځکه چې د هګۍ ژیړ ډیر پیاوړي کلسټرول او غوړ لري.

کاپي…

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button