په نړۍ کې د ډوډۍ خوړلو حيرانوونکي رواجونه

ریاض مقامزی
د ډوډۍ خوړلو کتلور په مختلفو ټولنو کې لږ او ډېر توپير لري. د خوراک په وخت کې ځینې کارونه کېدای شي په یوه ټولنه کې ښه او په بل کې بد وي.
د فرهنګونو رنګارنګي په جامو او رفتار کې پای ته نه رسېږي بلکې ګڼ نور رواجونه هم یوه ټولنه له بلې جلا کوي. یو له هغو لارو څخه چې یوه ټولنه له بلې پرې جلا کولی شو، ډول ـ ډول خواړه او د خوړلو طریقې دي. په دې لیکنه کې به څو بېلګو ته اشاره وکړو.

لږ خواړه باید لوښي کې پرېږدئ
که په چين کې ميلمانه شوئ له خوراک وروسته په لوښي کې حتمن لږ خواړه پرېږدئ. که تاسو لوښی خالي کړئ چينايان فکر کوي تاسو ته یې کم خواړه درکړي او د شرم احساس کوي. په چین کې ميلمانه همداسې کوي. که لږه غذا هم ورکړل شي یوه برخه یې لوښي کې پرېږدي، چې کوربه ګمان وکړي کافي خواړه یې چمتو کړي.

له کاشوغ پنجې ګټه مه اخلئ
په تایلینډ کې، چې کله ډوډۍ خورئ یوازې د وریجو د خوړلو پر مهال له کاشوغ پنجې ګټه مه اخلئ. که مو دا کار وکړ نو کوربه دا کړنه د خپل توهين په معنا ګڼي. په نورو خوړو کې له کاشوغ پنجې کار اخیستل کوم عیب نه دی، خو بیا هم د احتیاط لپاره کولای شئ نور ناست خلک وڅارئ چې کاشوغ پنجه کاروي یا نا. همدارنګه د تایلينډ خلک له چاقو هم ډېره ګټه نه اخلي. یوازې کاشوغ او کاشوغ پنجه کاروي.

د مشرانو درنښت
په کوریا کې لکه د افغانستان په څېر د عمر خوړلو خلکو ډېر درناوی کېږي او بالخصوص د ډوډۍ خوړلو پر مهال ورته ځانګړې پاملرنه کېږي. که د ډوډۍ په مېز کې ناست خلک له عمره پاخه وي، پرېږدئ چې هغوی ډوډۍ خوړل پيل کړي. دا کار جدي وګڼئ! که لومړی پیل تاسو وکړ، ډېره یې بده ګڼي.

د مالګې او مسالې له اچولو ډډه وکړئ
د نړۍ په هر ځای کې، چې هوټل ته لاړ شئ او یا میلمانه شئ نو په دسترخوان کې مالګه او مساله حتمن وي، تر څو د خپل ذوق مطابق ګټه ترې واخلئ. مګر په مصر کې دا کار باید هيڅکله و نه کړئ. هغوی دا کار د خواړه پخوونکي لپاره ستر توهين ګڼي. هغوی ترې دا معنا اخلي چې آشپز نه پوهېده څومره مالګه او مساله وکاروي.

په بریتانیه کې د چای څښل
بریتانويانو د چای څښلو لپاره خاص قوانین په نظر کې نيولي. د چای څښلو لپاره له کاشوغونو ګټه اخلي. کله چې چای خوږوئ باید کاشوغه مو د پیالې په اړخونو پورې و نه لګي. همدارنګه د چایو له لړلو وروسته باید کاشوغه له پيالې وباسئ او په لوښي کې یې کېږدئ.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button