داتمې روژې تحفه

لیکوال:محترم ډاکترصاحب نثار احمد صمد واصفی
داتمې روژې تحفه

دا هم د نن زرین اصل :
قدسی حدیث دی چی الله تعالی فرمایی : « د بنی آدم هر عمل د هغه خپل وی ، مګر روژه زما له پاره ده او د هغه بدله به زه ورکوم » . موږ پوهیږو چی د الله بدله رحمت ، مغفرت او هدایت دی . د روژې میاشت د معنوی او فرهنګی بیا رغونی ، عفوی او تیرېدنی ، د باطلو عادتونو د پرېښودنی ، د غفلت له خوبه د راویښېدنی ، د شهوت له دامه د خلاصېدنی ، د غیبت ، حسد ، درواغو او ګناه څخه د لیری کېدنی میاشت ده . ځکه ، یوولس میاشتی زموږ او دغه یوه میاشت د الله ده ، نو څومره مراعات یې باید وکړو ! او دا هم د اتمی روژې تحفه

( نثار احمد صمد واصفی ) .

د دنیا سره د محبت زیان

روایت دی چی یوه ورځ موسی (ع) د یو داسی شخص څنګ ته تیر سو چی په ډیره خضوع او خشوع سره یې لمونځ کاوه .

موسی (ع) خدای ته عرض وکړ چی یا الله ! دغه شخص څومره ښه لمونځ ادا کوی .
الله تعالی ورته وفرمایل : اې موسی ! که دغه شخص آن په یوه شپه او ورځ کی زر رکعته هم ادا کړی ، زر غلامان هم آزاد کړی ، زر د جنازې لمونځونه هم ادا کړی ، او یو زر حجونه هم وکړی بیا به هم د ده دا لمونځ تر هغه مهاله هیڅ ګټه ورته ونلری څو چی د خپل مال زکات ورنکړي . دا ځکه چی د دنیا او دولت سره زیاته مینه د ټولو بدیو ریښه ده او د دنیا سره محبت د زکات د نه ادا کولو څخه پیدا کیږی .
هو ، الله تعالی د هغه چا مرسته کوی چی د نورو مرستندوی وی . یو مؤمن چی هر څونه مال او دولت خوښوی په هغه اندازه یې ایمان کمزوره وی . الله تعالی په قرآن مجید کی په لسګونو واره زکات د لمانځه سره یو ځای ذکر کوی یعنی دا چی زکات هم د لمانځه غوندی حتمی او مهم بولی او ټینګار پر کوی ( مثلأ : البقره : ۱۱۰ ، ۲۷۷ ؛ النمل : ۳ ؛ الحج : ۷۸ ؛ لقمان : ۴ او ډیر نور ) .
علما او مفسرین وایی چی الله تعالی لمونځ او زکات ځکه یو ځای ذکر کوی چی لومړنی جسمانی او دوهم مالی اهمیت لری ، یعنی دا چی لمونځ د بدن د اړونده ټولو اعمالو او احکامو څخه مهم دی او زکات بیا د مال او دولت د اړونده ټولو اعمالو او احکامو څخه مهم دی .
حضرت عبدالله بن مسعود (رض) فرمایی چی د لمانځه او زکات د مسلسل ګډ ذکر مطلب دا دی که څوک لمونځ وکړی مګر زکات ورنکړی نو لمونځ یې نه قبلیږی .
حضرت عبدالرحمن بن زید بن اسلم (رح) فرمایی چی خدای تعالی د چا لمونځ تر هغه مهاله نه قبلوی تر څو زکات یې نه وی ادا کړی . نو هیله ده چی اسلامی احکام په مینه ، خوښۍ او صداقت سره ومنو او ځانونه عملأ مؤمنان ثابت کړو .

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button