د پښتنو او پښتو ژبې ستونزې

 

سید افضل رسولي

د پښتنو او پښتو ژبې ستونزې.

زه خپله لیکوال نه یم او نه دا کومه علمي لیکنه ده، خو پدې لیکنه کې مې خپل اند ستاسو شریک کړی  او زما خپله تجربه ستاسو سره شریکه کړي. ځینې پښتانه له کومو ستونزو سره مخ کیږي، کله چې له یوه ولایته بل ولایت ته کډه کوي، او په ځینو ولایاتو کې مېشت پښتانه ولې پښتو نه لیکي، او ولې پښتو نه وايي.  

په ټولنیزو رسنیو کې کې لیدل او اوریدل کیږي چې پښتانه په ادارو او نورو ځایونو کې په پښتو خبرې نکوي، په ادارو کې ډیری مکتوبونه او نور دفتري کارونه او لیکنې په دري ژبه دي. دا په داسې حال کې چې مامورین پښتانه دي، خو پښتو ژبې ته یې په لوی لاس شاه کړیده. چې دا کار هم سبب کیږي چې په دفترونو او ادارو کې د پښتو ژبې کارول کمرنګه کړي او یا یې هیڅ ځوک ونه کاروي. ځکه چې خپله پښتانه پښتو نه لیکي او نه وايي نو دري ژبي هیڅ اړتیا نه احساسوي چې دوی دې پښتو زده کړي، ووایي او یا هم ولیکي. خو دا ستونځه دومره وړه نه ده. ددې ستونځې ریښې د ښوونځي له وخته پيل کیږي او خبره له بنسټه خرابه ده. 

پښتو ته له اوله پيله کار ندی شوی. زمونږ پخوانیو مشرانو یواځې شعرونه ویلي دي او بس. دا خبره که په چا ښه لګیږي او که بده خو همدا حقیقت دی. پښتنو مشرانو ملکونه فتحه کول، په هند او اوسني پاکستان کې یې محلونه جوړول لیکن د خپلې ژبې او کلتور خپرولو لپاره یې یو ښوونخی هم نه دی جوړ کړی. دوي پښتانه یواځې سوبو او جګړو ته په مخه کړیوو لیکن د دوی تعلیم او تربیې فکر ورسره نه. دا کار یې د هیواد په دننه هم ندی کړی، اخر خبره دې ځای راورسیده چې وروستیو پاچاهانو ان خپله هم پښتو نشوای ویلای. نو پښتنو ته یې یواځې توره او توپک په میراث پرېښودلي دي.    

دا خبره د لمر غوندې روښانه چې د پښتنو لپاره په پښتو ژبه د ښوونځيو ستونزه اوسنی نه ده، پښتانه د تاریخ په اوږدو کې په ټولو ولایاتو کې ددې ستونزې سره له ډیر پخوا لاس او ګریوان وو او دي. دا چې په مورنۍ ژبه زده کړو ته لاسرسی د هر ماشوم طبعي حق دی. مورنۍ ژبې ته نه لاسرسی کولای شي په ماشومانو له ډیرو ستونزو سره مخ کړي،  او د دوی په زده کړو هم منفي  اغيز ولري. په مورنۍ ژبه زده کړې او د ښوونځي کتابونو شتون ډېر اړين دی او پدې لاره کې باید کوټلي ګامونه پورته شي. ترڅو ماشومان مو له خپل خدای ورکړي حق نه بې برخې نشي. 

د پښتو ژبژغورنې ملي غورځنګ چې نن سبا په ټولنیزو رسنیو کې او په ټولنه کې یې د پښتو ژبې بیا راژوندی کولو تابیا نیولي ده، مبارزه  باید یواځې تر ادارو او لوحو پورې راټوله نه وي. دا مبارزه باید چټکه شي، او ډير تمرګز په پښتو ژبه ښوونځيو او په ښوونځيو کې د پښتو ژبې په ټپه ولاړ حالت په حرکت راوستو ته هم واړول شي.  ترځو پښتنو ماشومانو لپاره په مورنۍ ژبه ښوونځي په هر ولايت کې شتون ولري، نه يواځې په نوم بلکې د زده کړو ټول اړين توکي هم ورته برابر شيپه حکومتیي او نورو ادارو کې د پښتو کارړولو بنسټ له ښوونځي څخه پیل کیږي.  

نو د پښتو ژبې د ودې لپاره بايد د پښتو ژبې بنسټ، پښتنو ته په پښتو ژبه ښوونځي په هر ولايت کې دوان شي، او په غیر پښتنو سیمو کې په ښوونځو کې د پښتو ژبې مضمون ته هم کار وشي. ترڅو دري ژبي هم د پښتو وپيژني او د یوه مضمون په بڼه یې زده کړي. په ښوونځيو کې د پښتو ژبې درسي ساعت یواځې تش په نوم نه وي بلکه یو جدې مضمون وشمیرل شي.  چې دا کړنه هم په راتلونکي کې په ادارو کې د پښتو ژبې کارول آسان کوي. په کوم ولایت چې د پښتو بنسټ، پښتنو ته په پښتو ژبه ښوونځي، شتون ونلري نو په ادارو کې څنکه لدې پښتنو د پښتو ژبې کارولو تمه لرلای شو؟ 

نو دا مبارزه او هڅه پکار ده چې ټولو ولايتونو  کې پښتنو ته په پښتو ژبه د زده کړو اسانتياوې برابرې شي. چې دوی په پښتو ژبه زده کړې ونکړي، نو دوی به هر ځای کې دري وائي او دري به ليکي، لومړی باید دوی پښتو زده کړي، او بیا باید په پښتون لیکنې وکړي او هم یې ووایي. نو چې دا کار ونشي نو دوی به څنګه په پښتو خبرې او ليکنې وکړي چې په پښتو لوستل او ليکل یې سره زده نه وي

ډیرې پښتنې کورنۍ شته چې په غیرپښتني سیمو کې لوی شوي، زده کړې یې په دري ژبه کړي او دومره دري ژبي چاپیریال اغیز پرې کړی چې په خپل مینڅ کې هم دري وايي. چې دا بیا د دوی خپله تیروتنه ده او په هیځ ډول دې توجیح وړ نده، که څه هم زده کړې په دري وې خو کورکې یې پښتو ویلای شوه.  

دپښتو ژبژغورنې ملي غوړځنګ غړي چې په ټولو پښتنو د پښتو ژبې د نه کارولو نیوکې کوي، تر یوه حده دې ځینو پښتنو ستونزې د درک وړ دي. که څه هم ما پورته هم اشاره ورته کړیده خو بیا هم د بېلګې په توګه.  یو پښتون ته چې په پښتو ژبه د زده کړو اسانتیا نه وي برابره شوي او ټولې زده کړې يې په دري ژبه کړیوي نو څنګه به دی وتوانیږي چې په پښتو ژبه لیکنې وکړي او څنګه ترې تمه لرلای شې چې دی دې په پښتو ژپه اداري مکتوبونه ولیکي؟؟  

نو لیکنه پدې راټولوم چې باید پښتانه مشران، وکیلان او نور پښتانه چې په لوړو پوستونو کې کار کوي او هم ولس پخپله لاس په کار شي، د پوهنې په وزارت بايد تر وروستۍ حده فشار راوړل شي چې پښتنو ته په پښتو ژبه د ښوونځي او د زده کړو توکي برابر کړي. دا يو اوږدمهاله خوځښت او نه ستړي کیدونکي مبارزې ته اړتيا لري. 

زه د دري ژبې سره کوم مشکل نلرم د دوی ماشومان هم همدا حق لري. چې پخپله مورنۍ ژبه زده کړو ته لاسرسی ولري. خو نه دی پښتنو ماشومانو د حق د لاندې کولو په بيه. لکه تر دا ننه چې دوام لري. په ډیرو ولایاتو کې پښتانه په پښتو ښوونځي نه نلري. هغه وخت چې زه زده کوونکی وم، نو په ټول کابل کې یواځې د خوشحال خان لیسه وه. 

زما خپله تجربه:

دا خبره د ۱۳۶۷ کال ده، کله مونږ چې له خوست نه کابل ته کډه وکړه،  د غازي محمد ايوب خان په منځني ښوونځي کښې مې شپږم ټولګی پيل کړ.هغه وخت یوازینی پښتو ښوونځي د خوشحال خان لیسه وه چې هره ورځ د تګ راتګ شونی نه وو. نو اړ وم چې په سیمه کې نیږدې ښوونځي کې زده کړې پیل کړم.  ټکۍ دري مې نه وه زده، او له بلې خوا د ښوونځي ټول کتابونه په دري ژبه وو. چې ډېر یې له ستونزو  سره مخ کړم. څلور میاشتې تېرې شوې لومړی ازموينې راغلې، د يوه سره په ټولو ازموینو کې ناکام شوم. يوازې په پښتو کې بريالی شوم.  

که څه هم ما دريم او څلورم ټولګي په يوه کال کې لوستي وو، له اول ټولګي تر پنځم پور هروخت دوهم یا دریم نمره وم. نو زه لټ نه وم او ښوونځي سره مې مينه لرله. خو ومې نشول کړای چې ټولو کې بريالی شم. او زه هره ورځ په نه زړه ښوونځي تللم. په ټولګي کې د ټولګيوالو  ټوکې او آزار له بله پلوه وو. سره ددې ټولو ستونزو او ناخوالو په کلنیو ازموینو کې په ټولو کې بریالی شوم او اووم ټولګي ته  لاړم.  

خو زما له ښوونځي سره مينه يې کمه کړه او بيا يې د پخوا هغسې خوند نه راکولو. تر۱۱ ټولګي پورې مې په دري ژبه ښوونځی وويلو. او ۱۲ ټولګي ته بيرته خوست ته راغلو، ۱۲ ټولګۍ مې په پښتو ژبه وويلو، چې بيا هم له لږ مشکل سره مخ وم  خو د ستونزو سره سره بيا هم په پنځمه نمره له ښوونځي څخه بريالی اووتم.

  

نو خبره داده چې:

پښتو ووایئ،

پښتو ولولئ

او پښتو ولیکئ

 

پای

 

 

 

 

 

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button