ولې باید د نورو په پیاله کې څښاک ونه کړو؟

منیه احمدي

د ایریزونا پوهنتون څېړونکو په یوه څېړنه کې موندلې، هغه پیالې چې د چای څښلو لپاره په دفترونو کې کارول کیږي، ۹۰ سلنه يې په ډول ډول میکروبونو لړلې وي چې د انسان روغتیا ته ډېر ضرر لري.

څېړنه وايي، په ډېری دفترونو کې چې کوم سفنج د پیالو او لوښو د وینځلو لپاره کارول کیږي، ډېر کم يې پر خپل وخت بدلیږي چې همدا چاره پیالو پورې د میکروبونو د نښلولو لامل کیږي.

د څېړنې په وینا په دغه ویروسونو کې چې د اسفنج له لارې په پیالو پورې نښلي داسې ویرسونه یا میکروبونه شته چې د انسان د معدې د درد تبې او ځينو نورو ناروغیو سبب کیږي.

په څېړنه کې ویل شوي چې په دفترونو کې د پخلنځيو د ناس صفایۍ له امله ګڼې ناروغۍ یو بل ته لېږدول کیږي.

دغه څېړنه لارښونه کوي، هغه کسان چې په دفترونو کې کار کوي او د چایو څښلو عادت لري، باید خپله پیاله هره ورځ له ځان سره کور یا خپل استوګن ځای ته یوسي ښه سمه يې پرېمنځي او بیا په کې چای یا کافي وڅښي.

خو هغه کسان چې دا کار نه شي کولی، دومره خو کولی شي چې هر کله سهار دفتر ته ځي او غواړي چای په پیاله کې واچوي، مخکې تر چای اچولو باید خپله پیاله په جوش اوبو ښه کنګال یا پرېمنځي او بیا په کې چای وڅښي. ډاکټران باور لري چې جوش اوبه میکروبونه له منځه وړي.

دې څېړنیزې ډلې په دفتري پیالو کې تر ۵۰۰ ډېر جراثیم پیدا کړي چې د انسانانو د خولې، جلد او پزې نه هلته لېږدول شوي دي. څېړنه وايي، که د پیالو پاکوالي ته پام ونه شي ډېر په اسانه دا جراثیم یا میکروبونه په دفتري چاپېریال کې خپریدای شي او د یو نه بل کس او د بل نه بل کس ته لېږدیږي.

نور ښکاره کړئ
دا هم ولولی
Close
Back to top button