د دالچيني(داري چيني) “اووه” روغتيايې شانداره ګټي

ډاکټر عبدالرحمن شهيدزاده

په ورځني ډول په ځينو هيوادو کې کاريدونکی توکی چې د يو ډول درختي له اجزاو څخه لاس ته راځي کومه چې د دالچيني په نوم ياد يږي، نوموړي چې يو ډول درخته دی زرغوني خپري پاڼي او لنډه نسواري تنه اوڅانګي لري،په ټوله کې د د غي وني پاڼي، تنه او ريښي دوا دی،څرنګه چې نوموړي درختي څخه په مسالجاتو او چاو کې په جنوبي اسيا خغرافيه پوري مربوطو هيوادو کې زياته استفاده کيږي، ځکه ددي تر خوا چې نوموړي درخته په هند او څيرمه هيوادو کې زياته موندل کيږي،په همدي اساس داړوند هيوادو دخوراک يو ترکيبي عنصر هم بلل کيږي چې اروپايان او دنورو سترو وچو اوسيدونکی يې خوشبو اسيايې درخته بولي،

راځٸ چې د دارچيني له هغو طبي ګټو څخه ځان خبر کړو چې په کارولو سر يې دا اووه ناروغۍ له منځه ځي يا يې په شيدد کې دپام وړ کمي راځي
لومړۍ به د هغه اجزاوComponents يادونه وکړو چې په داري چيني کې شتون لري هغه څه په دي ډول cinnameldehyde, cinnamic acid, polyphenol, cinnmate,flavonoid او Procyanidin اړوند کيميايې اجزاوي يې بېلي بېلي طبي ګټي لري،

لومړۍ: د دالچيني cinnamon له استعمال سره دشکري Type2 کې کاملا ښه والی راځي،ځکه چې دالچيني کې ځانګړي ماده polyphenod دانسولين په څير دويني شکري ته په حجراتو کې د oxidation عمليې ته سرعت ورکوي په دي سره د شکري Type2 ډول کې په مکمل يا نسبي شکل بهبودي رامنځته کيږي،

دويم: دالچيني Anti oxident په څير کار کوي داچي دسن دلوړيدو سره زموږ جسم کې د Free redical په نامه يو ډول زيان رسونکي کيميايې ماده پيدا کيږي، دکومې له امله چې په مخ،لاس او نور بدن دګونځو لامل جوړيږي، ورسره مختليفو ناروغۍ منځته راوړي، دالچني يې په مخنيوي کې ځانګړۍ رول لري،

دريم: دالچيني Anti inflammatry دسوزش په مخنوي کې ځانګړۍ اهميت لري،ځکه چې سوزش تر ډېره دnitric oxide له امله چې يو زهرې ماده دی رامنځته کيږي،دالچيني کې دا خاصيت شته نوموړي ماده خنثی کړي،

څلورم:دالچيني حجروي خپل سره تکثر منيوی
کوي په دالچيني کې يو خاصه ماده چې procyanidin نوميږي، دسرطاني حجروي خپل سره تکثر مخه نيسي،

پنځم: د وينې دغوټه کيدو څخه مخنوی کوي په دالچيني کې يو ځانګړي ماده چې cinnameldehyde او cinnamic acid شتون لري کومې چې وينه دمنجمد کيدو څخه ساتي کوي په دی سره دلوړ فشار،زړه حملي او ستروک څخه مخنيوی کوي،
شپږم: دالچيني د دماغي ناروغيو مخنوی کوي، لکه الزايمر او پارکينسونيزم ځکه چې دغه ناروغۍ د Dopamin چې يو neuro transmeter دی کله چې په نوموړي ماده کې نوسانات رامنځته شي اړوند ناروغۍ رامنځته کيږي، خو په دالچيني کې دا خاصيت شته چې دDopamin اندازه په نورمال شکل وساتي،

اووم:دالچيني ضد عفوني خاصيت لري، لکه دباکټرياو او فنګس په مخنوي کې رول لوبوي کوم چې دعفونت سبب جوړيږي،

دکارولو طريقه: دالچيني په شنو،تور چاو خوړو او مسالجاتو کې په مخلوط شکل وکاروٸ

په درنښت ستاسو دروغتيا په هيله

نور ښکاره کړئ
دا هم ولولی
Close
Back to top button