افغان دولت څه ډول د زبرځواکونو ترمنځ انډول وساتي؟

محمد سليم سليمان

(د جنوبي اسیا پوهنتون د سياسي علومو ماسټر)

افغانستان د خپل ځانګړي جيوپوليټيک موقعيت د درلودلو او د زبرځواکونو (چين، روسيې او امريکا) او سيمه ايزو هېوادونو (ايران، هند، سعودي عربستان او پاکستان) د نړيوالو او منطقوي ګټو تر منځ پروت دی. د تاريخ په اوږدو کې ډېر وخت ددې هېوادونو ګټې له دې ملکونو د باندې د يو بل په مقابل کې واقع شوې دي.

نو د افغانستان حساس جغرافياوي موقعيت ته په کتلو چې په يوه څلورلارې کې پروت دی بايد دولت د سياسي او ملي ګټو په نظر کې نيولو سره د دوی ټولو تر منځ په مدبرانه فکر او هنر انډول وساتلی شي او خپله پاليسي داسې تدوين کړي چې هم خپلې ملي ګټې خوندي کړي او هم د دوی تر منځ په تقابل کې واقع نشي او د يو بل دکش وګير ميدان ترې جوړ نشي. دا هېوادونه خصوصا (نږدې زبرځواکونه) چې خپلې او يا د خپلو متحدينو ګټې په خطر کې وويني، بيا نو طبيعي ده چې يو د بل په مقابل کې په عکس العمل لاس پورې کوي او له خپلو سرحدونو بهر يو د بل پر وړاندې درېږي. نو د داسې هېواد او دولت لپاره چې لا خپله په پښو سم نه دی درېدلی مشکل او ستونزې هم په دننه او هم له هېواد د باندې جوړولی شي.

د روان دسمبر په اوايلو کې په کابل کې د روسي ډيپلوماټانو په موټر چاودنه وشوه ، له چاودنې وروسته که څه هم روسي ډيپلوماټانو ته زيان ونه رسېد او نه هم ژوبل شول خو بياهم ددې کار پر وړاندې افغان دولت کوم عکس العمل او يا د څېړنې کومه ډله ونه ګومارله چې ددې پېښې لامل څرګند او ومومي او نه يې هم په دې برخه کې کې کومه د خواشينۍ اعلاميه خپره کړه. نو افغان چارواکو ته پکار ده چې په دې برخه کې دقيق واوسي او د بهرنيانو پر وړاندې په کابل کې کېدونکي هر ډول عملونه په دقت سره وڅاري، ځکه په دې برخه کې بيا روسان کولای شي چې په نړيواله ټولنه کې زموږ پر وړاندې د خپلو متحدينو نظرونه ورتغيير کړي او د هغو مسئلو په مقابل کې خنډ جوړ کړي چې د افغانستان ګټې احتوا کوي.

په رسنيو کې د راغلو راپورونو پر بنسټ روسان دا چاودنه د افغان دولت کار نه بولي خو دې کې هم شک نشته چې د خپلو نړيوالو سيالانو او يا هم د نړيوال تروريزم کار یې حتمن بولي او په يو ډول داسې فکر کوي چې دوی د افغان دولت د يوه نړيوال ملاتړي په توګه د دولت په ځينو هغو کارونو او چارو کې له مشورې او پام څخه غورځول شوي دي چې مستقيم او غيرمستقيم د پخواني شوروي او يا هم د روسيې فدراسيون ګټې اغېزمنولی شي. په نړيوالو او روسي رسنيو کې ددې خبر په خپرېدلو سره داسې فکر کېږي چې د اوسني افغان دولت چارواکي کومه توجه دوی ته نه کوي او يوازې او يوازې يې ټول تمرکز په متحده ايالاتو او د هغه په اروپايي متحدينو دی.

ددې پېښې وروسته په نړيوالو رسنيو کې د روسي چارواکو داسې نظرونه هم خپاره شول چې ګويا زموږ په موټرونو د چاودنې په غبرګون کې افغان دولت ان اعلاميه هم خپره نه کړه خو د امريکا او ناټو د هېوادونو پر وړاندې که داسې عمل تر سره شوی وای کېدای شي د ډېرو تحقيقاتو او څېړنو د پايلو لپاره به کارډلې ګمارل شوې وای.

که څه هم دا پېښه کوچنۍ او ويجاړونکې نه وه، خو بيا هم د افغانستان د ستراتيجيکو مطالعاتو او همدا ډول نور ټول هغه چارواکي چې نړيوالې رسنۍ تعقيبوي او د افغانستان په اړه یې راپورونه څېړي او بيا یې ګزارش دولت ته ورکوي بايد دې خبرو ته جدي او حتمي پام وکړي او د دې کوچنيو کوچنيو پېښو له زياتوالي سره په ناخبري کې هېواد په اوسنيو مشکلاتو سربېره د نورو سترو ستونزو په ګرداب کې ونه غورځېږي. او خدای مه کړه چې د روسيې ، چين ،امريکا او نورو هېوادونو تر منځ چې په ملګرو ملتونو کې کيليډي غړي دي او په نړۍ کې د پاور او باور درلودونکي دي ترمنځ دل او تر پښو لاندې نشو.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button