ویټامین ډي او نن سبا اهمیت یې

ډاکټر عطاالله زيارمل

یوه ملګري پوښتنه کړې چې د ویټامین ډي او ویټامین ډي-۳ تر منځ توپیر څه دی؟

غوره مې وګڼله چې د هغې پوښتنې ځواب تاسو سره هم شریک کړم. ځکه ممکن دغه پوښتنه له ډېرو سره وي او غواړي وپوهېږي چې دا څه دی او څه اهمیت لري. اکثره خلک په دې باندې مغشوش کېږي چې کله ویټامین ډي او یا ویټامین ډي-۳ واوري. اصلاً ویټامین ډي دوه ډولونه لري: ویټامین ډي-۲ او ویټامین ډي-۳. کله چې یوازې ویټامین ډي یې په یو ځای کې لیکلی وي د هغه مطلب همدا ویټامین ډي-۲ دی.

که په لنډ ډول یې ولیکو نو ډي-۲ چې Ergocalciferol هم ور ته وايي او بل یې ډي-۳ دې چې Cholecaciferol ور ته وايي. د ډي-۲ منبع نباتات دي لکه مرخېړی او داسې نور او د ډي-۳ سرچینه بیا حیواني ده. لکه د کبانو غوړ، ځیګر، د هګۍ ژېړ او داسې نور.

ویټامین ډي چې نباتي سرچینه لري نو د نارنج په جوس کې یې هم اچوي او هم یې په شیدو کې اضافه کوي ترڅو خلک یې په خوراک کې ترلاسه کړي.

زموږ بدن هم ویټامین ډي-۳ د پوستکي په واسطه د لمر د وړانګو په مرسته جوړوي، خو کله چې دغه د پوستکي له لارې جوړ شوی او یا هم په خوراک کې اخیستل شوی ویټامین ډي-۲ یا ډي-۳ د انسان بدن ته ولاړ شي نو د انسان د ځیګر د حجراتو په واسطه ورباندې یو هایدروکسیل نصبېږي او بیا 25D یا فعال ویټامین ډي یې بولي.

په دې وروستیو کې د ځینو ډاکټرانو او څېړونکو دې ته پام شوی دی چې دغه ویټامین د کرونا پر وړاندې د بدن د مقاومت په لوړېدو کې ډېر اغېز لرلی دی او په هغه چا کې چې د دغه ویټامین اندازه نورماله ښودل شوې او یا په بل عبارت په وینه کې د دې ویټامین اندازه تر ۵۰ نانوګرام پر ملي لیټر کې وه نو هغوی د دغې وبا له امله ډېر نه دي کړېدلي او نه یې هم د مرګ کچه دومره لوړه وه. دغه تحقیقات په مختلفو هېوادونو کې تر سره شوي او په ټولو کې په تصادفي ډول دغه خبره مخې ته راغلې ده. ممکن په دې برخه کې نورې څېړنې هم وشي او له هغه وروسته د دغه ویټامین پر اهمیت باندې نور هم ټینګار وشي. په هرصورت، موږ ته پکار ده چې دغه ویټامین مخکې له مخکې په بدن کې ولرو ترڅو مو د بدن مقاومت د انفلونزا او هم د کرونا د ناروغۍ په وړاندې لوړ واوسي. هغه همدا دوه لارې لري:

۱. په کافي اندازه ځان لمر ته وښييو چې زموږ پوستکی د لمر د وړانګو په مرسته ویټامین ډي جوړ کړي.

۲. که لمر ته مو ډډه نه لګېږي نو ښه ده چې په خوراکي موادو کې یې تر لاسه کړو ترڅو خپل د بدن مقاومت د دې کرغېړنې ناروغۍ پر وړاندې لوړ کړو.‌ د هګۍ ژېړ، ځیګر او د کبانو غوړ یې ښه سرچینه ده.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button