ژوند ښکلی دی

ژباړه: حسیب الرحمن نورمل

ژوند ښکلی دی، ځکه د ښکلا خالق راته ډالۍ کړی.

ژوند ښکلی دی، ځکه د خدای(ج) خپل بنده ته تر ټولو غوره ډالۍ ده.

ژوند ښکلی دی، ځکه خو اسلام په ناحقه د یو چا ژوند اخیستل منع کړی.

ژوند ښکلی دی، ځکه داسې ښوونځی دی چې هر بشر یې له زدکړو برخمن دی.

ژوند ښکلی دی، ځکه هغه څه راکوي چې موږ یې ترې غواړو.

ژوند ښکلی دی، ځکه له ګڼو فرصتونو ډګ دی.

ژوند ښکلی دی، ځکه کنټرول یې زموږ په لاس کې دی.

ژوند ښکلی دی، ځکه زموږ په فرمانونو عمل کوي.

ژوند ښکلی دی، ځکه بدلون مني.

ژوند ښکلی دی، ځکه هغه ښوونکی دي چې ډېر څه ترې زده کوو.

ژوند ښکلی دی، ځکه موخه یې د حقیقت موندنه ده.

ژوند ښکلی دی، ځکه جوړونه یې زموږ په لاس کې ده.

ژوند ښکلی دی، ځکه د بریا راز دی.

ژوند ښکلی دی، ځکه زموږ د افکارو نمایندګي کوي.

ژوند ښکلی دی، ځکه په ژوند کې د ماتې او د بدمرغۍ په نامه څه نشته.

ژوند ښکلی دی، ځکه هغه څه راکوي چې وړ یې یو.

ژوند ښکلی دی، ځکه تکراري نه دی.

ژوند ښکلی دی، ځکه تیار دی چې له هغه ډېر څه راکړي چې موږ یې ترې غواړو.

ژوند ښکلی دی، ځکه تل مو خوښ ساتي.

ژوند ښکلی دی، ځکه د هر چا حق دی.

ژوند ښکلی دی، ځکه عشق او مینه دی.

ژوند ښکلی دی، ځکه ډیر تازه دی، چې له لید یې هر بشر خوند اخلي.

ژوند ښکلی دی، ځکه له هیچا سره بد نه کوي.

ژوند ښکلی دی، ځکه ټول بشر یې خوښوي.

ژوند ښکلی دی، ځکه پردې مو پوهوي چې له مرګ وروسته بیا هم تردې ښکلی ژوند دی.

ژوند ښکلی دی، ځکه له خونده یې ټول برخمن دي.

ژوند ښکلی دی، ځکه هغه خوږ داستان دی چې له لوستلو یې هرڅوک خوند اخلي.

ژوند ښکلی دی، ځکه هغه ګل دی چې ژر نه مړاوی کیږي.

ژوند ښکلی دی، ځکه غم، ویر، خفګان، بدمرغي او ناهیلي نه خوښوي.

ژوند ښکلی دی، ژوند ښکلی دی او ژوند ښکلی دی

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button