د ماشومانو د روزنې سپارښتنې

انجينر محمد اسلم اسلم

که لاندي سپارښتنې والدین او د ماشومانو مربین عملي کړي زه مطمین یم چې ماشومان به ښه او روښانه راتلوونکی ولري، یادې سپارښتنې په لاندي ډول دي.
لومړی : ماشوم ته د پیسو ورکړه.

لومړی خو کوشش وکړئ چې ماشومانو ته د پیسو پر ځای په پیسو اخیستل شوی جنس ورکړئ؛ځکه دا ډېر زیات مؤثر او ښه تمامیږي.

که احیانآ پیسې ورکوئ او یا هم په پیسو اخیستل شوی جنس ورکوئ؛ نو لومړی ترې د درس او هغه کارونو په اړه پوښتنه وکړه چې ده ته متوجې دي، له پوښتنې وروسته یې که ځواب درست وو نو فبها او که درست نه وو نو بیا هم ورته ووایه چې افرین بچیه دغسي کوشش کوه تکړه شه له تا نه به عالم، ډاکټر، انجینر او یا هم پیلوټ جوړیږي، له دې تشویقي خبرو وروسته ورته یا پیسې ورکړه او یا هم څه چې دې ورته راوړي وي د ډاالۍ او انعام په شکل ورکړه، په دې سره ماشوم ډېر زیات تشویق کیږي.

دوهم : د ماشوم غږ ثبت ول.
د ماشومانو درسونه خصوصا لمونځ، احادیث او دعاګاني که د هغوی په غږ کې ثبت او بیا پرې بار بار واوریدل شي، نو دا د ماشومانو تشویق کې زیات مؤثر رول لوبولای شي او دا چاره د تجربو له مخې زیاته مؤثره هم ده.

دریم : لوبې هم د درس په شکل کې تنظیم ول.
کوشش وکړئ چې ماشومانو ته لوبې هم داسي تنظیم او ترتیب کړئ چې دوی ته پکې یو درس پروت وي او دوی ترې یو څه زده کړي، مثلا انګورۍ ( توشلي ) ورته راوړئ او ورته ووایاست چې دا یو ځل سره جمع کړئ، بیا یې تفریق یا منفي کړئ او وروسته یې سره ضرب او هم تقسیم کړئ.

څلورم : ماشومانو ته ډالۍ ورکول.
کوشش وکړئ چې ماشومانو ته د ناچیزه کړنې په بدل کې ډالۍ ورکړئ ځکه ډالۍ ورکول زده کړې ته د ماشومانو په تشویق کې مهم رول لوبوي.

پنځم : ماشومانو ته تشویقي برنامې برابره ول.
د ماشومانو والدین او خصوصا د ماشومانو لپاره د زده کړو د مهیه کولو ادارې باید د ماشومانو لپاره بیلابیلې تشویقي برنامې برابري کړي، چې دا چاره د ماشومانو د ښې روزنې لپاره ښه نسخه ده.

شپږم : ماشومانو ته د تشویقي الفاظو ویل
کوشش وکړئ چې کله یو ماشوم یو کار انجام کړي، نو د افرین، شاباس، ډېر ښه کار دې وکړ، دا کار بل څوک نه شي کولای په شان ورته تشویقي الفاظ وکاره وئ، په دې سره نه تنها چې ماشوم تشویق کیږي؛ بلکې یوه روحیه او انګيزه اخلي.

اووم : ماشومانو ته سیالۍ برابره ول
کوشش وکړئ چې د ماشومانو لپاره داسي سیالۍ تنظیم کړئ چې هم یې د تفریح سبب شي او هم یې زده کړې ته د تشویق او ترغیب.

اتم : له ماشومانو پوښتنه کول.

نور ښکاره کړئ
Back to top button