!د طعنې (پېغور) په اورېدلو مه خوابدي کيږئ

ليکنه ـ فاطمه اعظم

د پرمختګ او برياليتوب له شرطونو څخه يو هم د خلکو پر خبرو او طعنو غوږ نه نيول دي.
ځکه په دې نړۍ کې خلک هر څه وايي او زياتره وختونه د اصلاح او هڅونې پر ځای، د ترخو او کږو لغاتونو په استعمالولو سره يو بل ته پېغورونه ورکوي.
خو بايد په ياد ولرئ چې زياتره نامتو کسان همدغو ترخو، سختو خبرو او پېغورونو سترو مقامونو ته رسولي دي.
د چا د پېغور له کبله مه نهيلي کيږئ؛ بلکې هغه د ځان لپاره عبرت وګڼئ او د هغو پر ضد نور هم خپلې موخې ته د رسېدو لپاره هلې ځلې وکړئ.
له همدې امله خو ويل شوي دي، چې مېوه لرونکو ونو باندې تل د خلکو هجوم وي او په ډبرو يې ولي او د ژوند تر ټولو د خوښۍ شېبې هغه وخت وي، چې تاسې هغه کار ترسره کړئ، چې خلکو به درته ویل چې ته د دې کار کولو وړتيا نه لرې.
زياتره وختونه د ځينو خلکو پېغورونه د دې لامل ګرځيدلي دي، چې د انسان څخه ستر او نامتو کس جوړ کړي؛ خو دا کار هغه کس کوي چې د چا په بده خبره او پېغور باندې ژر عکس العمل ښکاره نه کړي؛ بلکې ځان ته متوجې شي او کومه نيمګړتيا چې په ځان کې لري، د هغه د بشپړولو هڅه وکړي.
کله چې چا په کوم کار کې طعنه در کړه کوښښ وکړه هغه پر يوه کاغذ وليکه او هغه کار په سمه توګه ترسره کړه.
دا د انسانانو ځانګړتيا ده، چې په دې کې د ډېرو کمو خلکو احساسات پارول کيږي او د هغې طعنې د ورکولو لپاره لاس په کار کېږي.
د “امام غزالي رحمه الله عليه” په اړه راغلي دي، چې کله د زده کړو تر بشپړولو وروسته بېرته خپل هېواد ته ستنېده، پر لارې غله پرې ور پېښ شول او د ده د کتابونو بکس يې ترې واخيسته.
امام چې دا حالت وليده؛ نو ورته يې وويل: “په دې بکس کې زما د کتابونو پرته بل هېڅ هم نشته، دا کتابونه ستاسې په درد نه خوري، خو زما په کار دي.
ما څو کاله د دې پر ويلو تېر کړي دي.”
غله چې د امام خبرې واورېدې، نو بېرته يې بکسه ور وغورځاوه؛ ورته يې وويل: “د داسې علم ګټه څه ده چې کتاب ترې لرې کړې بيا يې هېڅ شی هم په مغز کې نه وي!؟ ”
وايي چې تر هغه وروسته دې پېغور پر امام داسې اغېزه وکړه، چې نوموړي به هره اړينه علمي مسله حفظوله او پای کې ستر امام ترې جوړ شو.
شېخ خالد ازهري د الازهر په پوهنتون کې کار کاوه/ ساتونکی.
ده په پوهنتون کې د شپې له خوا څراغونه لګول.
يوه شپه دی په داسې حال کې چې په لاس کې يې د څراغونو غوړي وو، په پوهنتون کې روان وو، چې ناڅاپه په لاره کې يو سړی پروت و او د ده له لاس څخه غوړي پرې توی شوه.
هغه سړی ډېر غوسه کېږي او په پسخندي او طعنې په لهجه ورنارې کړي او ورته وايي: ای د الازهر پوهنتون استاده!!!
د هغه سړي/ کارکونکي دا کلمه ډېره خوښه شي او ورته وايي: زما دې په خدای قسم وي، زه به هرومرو استاد کيږم!
ويل کېږي چې څو کاله لا نه وو تېر شوي چې هغه د الازهر پوهنتون استاد شو.

په ياد ولرئ!
ځينې وختونه طعنې زموږ او ستاسې په خير وي.
د کږو لغاتونو/ وييونو په اورېدلي مه خپه کېږئ؛ بلکې خپل کار کوه او په ياد لره چې پر ثمر لرونکې ونې باندې تل د خلکو هجوم وي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button