جنګ ښه دی که سوله؟

جنرال دولت وزیري

ځینو کسانو ته ښايي دا پوښتنه د خندا وړ وي، خو په واقعیت کې دا اساسي پوښتنه ده، ځکه موږ وینو چې د نړۍ متمدن هېوادونه هم د نړۍ په ځینو برخو کې په نیابتي او نورو جګړو کې ښکېل دي او یا یې هم د جګړې اسباب برابر کړي دي.

ټول انسانان له جنګ څخه سر ټکوي او بیا ټول سوله خوښوي. بیا نو ولې د سولې پر ځای جنګ؟

که په دې ځانونه وپوهوو چې جنګ ښه دی که سوله، فکر کوم هغه شخړې چې ځینې انسانان يې د جنګ له لارې حلوي، د سولې او خبرو له لارې به يې حل کړي.

که دې ته ځیر شو چې ټول انسانان په جنګ کی ویر، ژړا او غوغا کوي، ځکه چې په جنګ کې وژل کېږي، کورونه يې ويجاړېږي، وږي کېږي، بې زده کړو پاته کېږي، تل له ډول- ډول وبا او ناروغیو سره لاس او ګرېوان وي، خوب او ژوند يې ناارام وي، غله او ډاکوان په کې غښتلي کېږي، له دې سره په جنګ کی بېوزلي کېږي او په زرګونو نورو بد مرغیو اخته کېږي، خو په دې جګړه کې ګټه هغه کسان کوي، چې مستقمیا د جګړې په میدان کې نه دي، بلکې هرڅه د پردې تر شا رهبري کوي.

له دې ټولو لانجو او بدمرغیو څخه د خلاصون درمل په څه کې لټولای او موندلای شو؟ فکر کوم يوازنی موثر درمل يې په سوله او سوله ییز ژوند کې لټولای او تر لاسه کولای شو. که داسې وي چې د ټولو بدمرغیو درمل په سوله کې دي او په یوه سوله ییز ژوند کې تر لاسه کولای شو.

سمه ده چې یو یا دوه کسان نړۍ یا یوه هېواد ته سوله نه شي راوستلی، خو د سولې لپاره وړه هڅه هم د یوه بدلون پیلامه کېدای شي.

که داسې وي بیا نو راځئ پرېکړه وکړو چې جنګ ښه دی که سوله؟

که د اروپایانو تر منځ د اوږدې مودې جنګونو ته نظر وکړو، پای يې يوازې په یوازې بې له وژلو او بېوزلۍ بل څه نه وو. ټول وخت اروپايی ټولنه د لوږې او ویر سره مخ وه او ټولې بدمرغۍ د جنګ له امله د دوی په برخه وي. تمدن په کې په سلګو شو، د ښارونو ښکلا یې ولوټل شوه، خلک د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو ته حیران وو.

کله چې په اروپايی ټولنه کې سوله وه او سوله ییز ژوند يې له جنګ غوره ګاڼه ژوند يې تل له خوښیو ډک او له ناروغيو به په امان وه.

که داسې وي نو بيا راځئ پرېکړه وکړو چې جنګ ښه دی که سوله؟

که لیرې لاړ نه شو یواځې د شلمې پېړۍ دوو سترو جنګونو ته ځیر شو. په لومړۍ نړيواله جګړه کې ( ۱۹۱۴ – ۱۹۱۸ م کال) هغه غمیزې په ګوته کړو چې په پایله کې يې د انسانانو په برخه شوي، دا بسنه کوي چې موږ د ژوند کولو لپاره سمې پرېکړې وکړو. په لومړۍ نړيواله جګړه کې د نورو ويجاړيو تر څنګ لس ملیونه انسانان ووژل شول او شل مليونه نور ټپیان شول.

په دويمه نړيواله جګړه کې هغه بدمرغۍ چه په پایله کې يې د انسانانو په برخه شوي د اټکل او حساب څخه وتلي دي.

په دويمه نړيواله جګړه کې( ۱۹۳۹ – ۱۹۴۵م کال) پنځوس ملیونه وګړي ووژل شول او له حسابه پورته ټپيان شول.

د سولې په کلونو کې په هغو هیوادونو کې چې جنګ ځپلي وو، د بدمرغيو پر ځای نېکمرغي رامنځته شوه. د ژوند سطحه په کې پورته شوه. د متوسط ژوند اندازه يې تر ۸۵ کلونو پورې ورسېده. اختراعات رامنځته شول او د خلکو لپاره د ژوند ټولې اسانتياوې برابرې شوي.

که داسې وي نو راځئ پرېکړه وکړو چې جنګ ښه دی که سوله؟

د ۱۹۴۵ میلادي کال په اټومي بمونو د جاپان د هیروشیما او ناګاساکي ځپلو له امله د زرګونو انسانانو د وژلو، ټپي کېدلو او ويجاړولو تر څنګ تر اوسه انسانان کړېږي.

کله چې په جاپان کې سوله ییز ژوند را منځ ته شو، د نور جاپان تر څنګ دواړه ښارونه هیروشیما او ناګاساکي په ډېر زیار ورغول شول. اوس جاپان د نړۍ د سترو صنعتي هیوادونو په ډله کې اوچت ځای لري. زموږ هېواد ورسره هېڅ د پرتلې وړ نه دی.

که داسې وي نو راځئ پرېکړه وکړو چې جنګ ښه دی که سوله؟

د دويمې نړیوالې جګړې په پایله کې د پخواني شوروي اتحاد شل ملیونه انسانان د مرګ خولې ته ورټېل وهل شول او په ملیونونه نور ټپيان وو. د جنګ له امله شوروي اتحاد له دومره ویجاړیو سره مخ شوی و، چې رغول يې څو لسیزې وخت ونیوه. کله چی ما نږدې ۳۵ کاله مخکې په مسکو کی په پوځي اکاډمي کې درس وايه، زموږ د روسۍ ژبې استادې کیسه کوله چې د جنګ په کلونو کې يې دې او مور ته يې دومره ډوډۍ ورکوله چې د ډوډۍ د وېشلو له ځایه تر کوره به دې ټوله خوړلې وه. بیا د دې لپاره چې مور يې په غوسه نه شي، دې ویل:

«کور ته به په ژړا ورننوتم او له لوږې به مې ژړل.»

د سولې په کلونو کې شوروي اتحاد د هېواد د رغولو تر څنګ خپلو خلکو ته داسې ټولنه جوړه کړه چې د هر چا لپاره د اوسېدو ځای، د زده کړو او روغتیا لپاره اسانتیاوې او نورې ټولې دنیوي نېکمرغۍ مهیا شوي وي.

که داسې وي نو راځئ پرېکړه وکړو چې جنګ ښه دی که سوله؟

ډیر خلک په دې نظر دي چې:

جنګ حماقت دی. جنګ وحشت دی. جنګ غیرعقلاني دی. جنګ اړين نه دی. څوک چې جنګ پر مخ وړي د ستاينې وړ نه دي. څوک چې جنګ ته لمن وهي د کرکې وړ دي. جنګ وياړ نه دی. هغه سرتېري چې په جنګ کې پر ټپیانو او اسیرانو رحم نه کوي د رټلو وړ دي. څوک چې په جنګ کې د مقام او رتبې لپاره ډېر وژل کوي هغوی هم د کرکې وړ دي. څوک چې خپل ملت د جنګ له کبله په مصیبت اخته کوي، هغوی ښه مشران نه دي. جنګ د ابادۍ پر ځای ورانۍ رامنځته کوي.

او بیا د سولې په هکله همدغه خلک وايي:

سوله ښه ده. سوله ویاړ دی. په سوله کې ژوند، پرمختګ او هوساينه ده. په سوله کې روغتیا او خوښي ده. هغه مشران چې په سوله کې د خلکو زړونه وګټي هغه ښه مشران دي. هغه مشران چې د مصیبت پر ځای د خپلو خلکو له پاره سوله راوړي هغه نېک مشران بلل کېږي.

که داسې وي نو بیا راځئ پرېکړه وکړو چې جنګ ښه دی که سوله؟

زموږ ګران هيواد افغانستان په جنګ کې هر هغه څه چې د يوه نورمال انسان لپاره اړين دي له لاسه ورکړي دي.

زده کړې نيمګړې، روغتیايي چارې نيمګړې، رغونه نيمګړې، ژوند له بدمرغیو ډک، بې اتفاقي او نفرت د جنګ حاصل. وژل، ټپې کېدل، یتيمان، کونډې، لوږه، بېوزلي، بېسوادي، او په سلګونو نورې بدمرغۍ د جګړې ډالۍ دي.

کله چې هېواد په سوله کې و، په هېواد کې مينه وه، محبت وه، د يوه او بل سره مرسته وه. پرمختګ و، زده کړې وې، روغتیايي چارې مخ په ښه کېدو وې، خوشحالي وه. یو او بل ته درناوی و.

که داسې وي نو راځئ پرېکړه وکړو چې جنګ ښه دی که سوله؟

پایله:

زه خو په دې باور یم چې تر جنګ سوله ښه ده، د سولې د نورو ټولو ښېګڼو تر څنګ ستر ویاړ يې د خلکو تر منځ مينه او یو او بل ته درناوی دی.

څوک چې جنګ ته لمن وهي او سولې ته زیان رسوي، هغوی له ځناورو هم بد دي، ځکه تر اوسه به چا نه وي لیدلي چې په زرګونو ځناورو دې پر نورو ځناورو بريد کړی وي. خو دا له عقله خالي انسانان دي چې د ځان او د یوه او بل د وژلو لپاره وسلې جوړوي، اټوم بمب جوړوي، الوتکې، راکټونه، کیمیاوي، زروي توکي جوړوي او جګړې را منځ ته کوي، په ډله ییزه توګه یو او بل وژني، بې عفته کوي يې، کور او کلي يې ويجاړوي، وينې يې تویوي او هغه کارونه له خپل ځان او خپلو همنوعانو سره کوي چې ځناور يې له نورو ځناورو سره نه کوي.

راځئ ټول پر دې پرېکړه وکړو چې له جنګ څخه سوله ښه ده او سولې ته د یوه او بل سره د مينې او درناوي په سترګه وګورو.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button