ولې ځینې ښځې په کم عمر کې زړې ښکاري؟

لیکنه: شکېبا نادري، ولې ځینې ښځې په کم عمر کې زړې ښکاري؟

  

هر انسان د وخت په تېرېدو سره زړېږي، د مخ پوستکی یې خرابېږي، ګونځې کوي، وېښتان یې سپینېږي او دېته ورته بدلونونه یې په بدن کې څرګندېږي، خو ځینې ښځې داسې کړنې ترسره کوي، چې هغوی له خپل اصلي عمر څخه زړې ښیي، که هغوی د خپلو یادو کړنو مخنیوی ونه کړي، دا کړنې به د دې لامل شي چې په دېرش کلنې کې د یوې پینځه څلوېښت کلنې ښځې په عمر ښکاره شي.

موږ په نننۍ لیکنې کې تاسو ته هغه کړنې څرګندوو چې په ترسره کولو سره یې ستاسو عمر له خپل اصلي عمر څخه ډېر ښکاروي، که غواړئ پوه شئ، چې کومې کړنې مو عمر لوی ښکاروي، یاده لیکنه تر پایه ولولئ!

۱. د وروځو(ابرو) نري کول

هغه ښځې چې خپلې وروځې(ابرو) ډېر نري کول، نو له خپل اصلي عمر څخه ډېرې زړې ښکاري. 

۲. لویې او ناطبیعي شونډې

نن سبا دا کړنه ډېره معموله شوې ده، ټولې ښځې هڅه کوي چې د عملیات او یا پیچکاریو په واسطه خپلې شونډې لویې کړي، خو ډېرې لویې او ناطبیعي شونډې د دې لامل کېږي چې ښځې له خپل اصلي عمر څخه زړې ښکاره شي. 

۳. د وېښتانو او پوستکي د رنګونو ناهمغږي

ښځې تل باید دې چارې ته ډېر پام وکړي، کوم رنګ چې د خپلو وېښتانو لپاره ټاکي، ایا د مخ له پوستکي سره یې جوړيږي او که نه، که غنمرګ کسان خپل وېښتان ژېړ یا فولادي رنګ کړي، نو له خپل عمر څخه به زاړه ښکاره شي، ځکه د مخ او وېښتانو رنګونه یې بېخي د یو بل متضاد رنګونه دي.

۴. له حده ډېر سینګار

https://www.anzoor.com/wp-admin/profile.php

دا خبره به مو ډېره اورېدلې وي، چې سینګار د ښځو سلیقه ده، خو له حده ډېر سینګار کول د دې لامل کېږي، چې سینګار کوونکې له خپل اصلي عمر څخه زړه ښکاره شي.

۵. ډېر ډنګروالی

کله چې انسان ډنګر شي پوستکی یې هم توريږي او هم ګونځې کېږي، نو ډېر ډنګروالی هم انسان له خپل اصلي عمر څخه زیات او زاړه ښیي.

۶. د غاښونو ژېړېدل

 په ډېری کسانو کې دا ستونزه شته چې غاښونه یې ژېړ شي، دا ستونزه  سربېره پر دې چې بد ښکاري د دې لامل هم کېږي، چې انسان زوړ وښیي، نو د دغې ستونزې د حل لپاره باید د غاښونو ډاکټر ته ورشي او خپله ستونزه حل کړي.

د دې تر څنګ داسې نورې کړنې هم شته چې د ښځو د عمر په زیات ښکارولو کې رول لوبوي او دوی له خپل اصلي عمر څخه زړې ښیي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button