افغانۍ څنګه ژغورل کېدای شي؟

زاهد الله محمدي
جنوبي اسیا پوهنتون ، دکتورا سکالر

دا چې افغانۍ په تدریجي ډول خپل ارزښت د لاسه ورکوي، چې  د انفلاسيون یا د روپو د پړسوپ لامل کیږي. په داسي حال چې د افغانستان بانک ذخایر کنګل شوي او مرکزي بانک نشي کولای چې د تير حکومت په څير په اونۍ کې دوه ځل ډالر بازار ته وړاندي کړي، پداسي حالت کې څنګه کولای شو افغانۍ ارزښت بیرته عادي حالت ته وګرځوو؟ 

د دې لپاره یوه اوږد مهاله کړنلاره ده او بله هم لنډ مهاله تګلاره ده چې په لاندي ډول روښانه شوي دي.

 اوږدمهاله پلان

د دایمي حل لپاره لومړی باید زمونږ د کنګل شوو ذخایرو د خلاصولو لپاره لاره ولټول شي. ددي ترڅنګ افغانستان باید د مصرفي اقتصاد پر ځای په صنعتي اقتصاد بدل شي چې صادارت یې زیات وي یا په بله اصطلاح د تادیاو بيلانس یې یا په تعادل کې وي او یا هم مثبت وي په ساده اصطاح باید د وارداتو څخه یې صادرات زیات وي. دا د دې لامل کیږي چې زیات ډالر هېواد ته راشي همدارنګه د افغانۍ لپاره دا کار تقاضا هم زیاتوي چې ورسره یې د تبادلي نرخ لوړیږي. د دې لپاره باید هېواد کې پراخه پانګونه وشي، دا کار هله شونی دی چې په هېواد کې ډاډمنه فضا او سیاسي ثبات رامنځ ته شي، ښه حکومتولي وي، کار اهل کار ته وسپارل شي، د نړیوالو له خوا په رسميت پيژندل او  ورسره په دوه اړخيزو ګټو ولاړې اړیکې جوړي شي او افغانستان د مرکزي او جنوبي اسيا ترمنځ د پل حيثیت پیداکړي  او لويې پروژې لکه د ټاپي او کاسا-۱۰۰۰ او داسي نور پیل شي. همدارنګه افغانستان د سيلانیانو لپاره مساعد شي.

لنډ مهاله تګلاره 

دا چې اوږد مهاله تګلاره زیات وخت، بهرنيو مرستو او پراختيایې بودیجې ته اړتيا لري، نو ددې لپاره چې افغانۍ په نسبي ډول خپل ثبات وساتلای شي لاندي اقداماتو ته اړتيا ده.

په نورو هېوادونو کې په داسي حالت کې د سود کچه لوړيږي او يا هم د ازاد بازار د عملیاتو له لاري حکومتي پانګه ایزي پاڼي خرڅلاو ته وړاندي کیږي یا هم  په بانکونو کې د زیرمو په بدلون او د بانک نرخ په تغیر سره ستونزې حلوي خو داچې اوسنی اقتصاد په هغه حالت کې نه دی نو باید د بديلو لارو څخه استفاده وکړي. 

د تبادلي ثابت نرخ ټاکل:

 دا چې دا مهال دوه ډوله د تبادلي نرخونه په نړۍ کې شتون لري یو د تبادلي ثابت نرخ  Fixed Exchange rate او بل ارتجاعي نرخ  Flexible Exchange rate. په تاریخي لحاظ هغه هېوادونه چې د تبادلې ثابت نرخ څخه استفاده کوي په هغه کې د کرنسي ثبات او د انفلاسيون کچه ثابته پاتي شوي ده. په افغانستان کې اوس وخت لپاره د ثابت نرخ تبادله پکار ده. په افغانستان کې د افغانۍ ارزښت د ډالر لپاره د تقاضا او عرضي پوري تړل شوي  دا چې ډالر ته تقاضا زیاته او عرضه کمه ده نو افغانۍ ورسره وخت په وخت ارزښت کموي نو باید دلته د تبادلي د ثابت نرخ څخه استفاده وشي. که دغه کړنلاره امکان ونلري نو د لاندي نور امکاناتو څخه باید استفاده وشي.

بانکي سیستم فعالول او خلکو ته اطمنان ورکول:

 د پیسو ارزښت په بانکې سیستم  پوري زیات تړل شوی دی. کله چې بانکې سیستم فعاله وی او د دیوالي کیدلو ویره یې نه وي خلک پیسي په بانک کې ذخیره کوي او بانکونه بیا هغه پیسي پانګه والو ته ورکوي ترڅو پانګونه پري وکړي پدي سره هم اقتصادي څرخ فعالیږي او هم ورسره خلکو ته کار پیداکوي او هم ورسره د پیسو ارزښت لوړیږي. د ااا باید خلکو ته قناعت او اطمنان ورکړي چې د دوی پیسی به نه ضایع کیږي. ددې اطمنان ورکولو لپاره عملي اقدام ته اړتيا ده، په مرکزي بانک کې باید باتجربه اقتصاد پوهانو ته دندې ورکړل شي.

بنديزونه لګول:

 بله تګلاره هغه ده چې شمالي کوریا یې کاروي، شمالي کوریا باندي اقتصادي بندیزونه لګیدلي خو سره ددې د دغه هېواد کرنسي ارزښت لوړ ساتلی لامل یې دادی چې حکومت یې په هر ډول بهرنۍ کرنسي باندي پلور او پیر بند کړی او هیچاته اجازه نه ورکوي چې بهرني اسعار په کور کې د ځان سره وساتي. همدارنګه په اربټراج هم بندیز ولګول شي یعنی هغه خلک بايد ونیول شي چې  یا ډالر قاچاق کوي او یا هم د ګتې لپاره ډالر اخلي ترڅو په لوړه بیه یې وروسته خرڅ کړي. لکه څرنګه چې له شکل څخه معلومیږي کله چې سخت بنديزونه ولګول شي د ډالر لپاره تقاضا منحني کیڼ لور ته د D2D2 ځای ته بدلون مومي چې ورسره د افغانۍ د تبادلي نرخ هم ۷۲ ته ټیټيږي.

بارټر سیستم څخه استفاده کول :

  یوه څه مشکله او پخوانۍ  تګلاره داده چې د ډالرو پرځای سوداګري په اجناسو وشي، یعني هغه هېوادونه چې مونږ ته شیان واردوي ددې پرځای چې ډالر وغواړي مونږ ورته خپل اجناس ورکړو. 

په پور تیل اخستل: 

دا چې انفلاسیون او د روپو ارزښت په تیلو نرخ باندي مستقیم اغیز لري، حکومت کولای شي د ایران یا بل کوم هیواد څخه تيل په پور واخلي لکه څنګه چې پاکستان د سعودي څخه واخستل .

د عام ولس ملاتړ: 

پیسي د سره زرو په څير په خپل ذات کې کوم ارزښت نلري، بلکه دا ارزښت ورته عام ولس ورکوي. کله چې مونږ افغانۍ زیاتي استعمالوو او د نورو پولي واحدونو څخه اجتناب کوو په حقیقت کې دا موږ خپلو روپو ته ارزښت ورکوو او دا بیا د افغانۍ د ارزښت د لوړيدلو سبب ګرځي. خو کله چې مونږ په نورو کرنسيو باندي راکړه ورکړه کوو د افغانۍ لپاره تقاضا کمیږي او ورسره یې ارزښت هم ټيټيږي. نو باید مونږ خپل ملي هؤيت افغانۍ باندي پیروپلور وکړو او د ملي احساس له مخې د نورو هر ډول پولي واحدونو د ذخيره کولو او په هغه باندي د سوداګرۍ څخه اجتناب وکړو. لکه څرنګه چې په شکل کې معلومیږي کله چې د افغانۍ لپاره تقاضا کمه شي او د ډالر لپاره زیاته شي د تقاضا منحني د DD څخه D1D1  بدلون مومي، چې ورسره د تبادلي نرخ لوړیږي. ددې کار د مخنیوي لپاره باید په افغانیو باندي د خلکو باور زیات شي ، عام ولس هم باید پدې برخه کې د حکومت سره همکاري وکړي او د بي ځایه تبليغاتو څخه اجتناب وکړي.

د مرکزي بانک مسؤليت:

دا چې د پولي سياست واک او اختيار د مرکزي بانک سره دی نو زیات مسؤليت هم دوی ته راجع کیږي، د ا د مرکزي بانک د موخو څخه ده چې هېواد کې د پیسو ثبات او ارزښت وساتي، همدارنګه په هېواد کې د پیسو د حجم مراقبت او د روپو ګردش او د نورو سوداګریزو بانکونو د ديوالي کیدلو مخنیوی هم د مرکزي بانک دندو څخه دی، باید خپله پولي پالیسي په داسي ډول مخ پر وړاندي بوځي چې په بيو کې ثبات رامنځ ته شي

مرکزي بانک کولای شي دپیسو په عرضه کولو، کرېډېټونو یا اعتبارونو په رامنځ ته کولو او د سود پرځای د اسلامي بانکدارۍ د اصولو له مخي خلکو ته پیسي په واک کې ورکړي ترڅو اقتصادي څرخ په ګردش پیل وکړي. په تیر حکومت کې د پیسو د عرضه کولو لپاره مرکزي بانک دوه سیساستونه درلودل لومړی د لیلام له لارې د دالر او افغانۍ پیروپلور او دویم د دولتي ارزښت لروونکو پاڼو یا Capital Notes د پیروپلور د لارې . دا چې دویمه تګلاره په ربحي ولاړه وه معلومه نده چې نوی حکومت به څه اقدام وکړي خو ځيني اسلامي بانکدارۍ اصولو څخه استفاده کولای شي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button