ورک منزل
بې جرسه دی روان کاروان د هیلو
د شبنمو کډي بار سوې له سرو ګلو
پراخ ډاګونه سول خالي له سروغاټولو
خفه سوی مستــانه ږغ د بلبلــو
په ټالو کي د سوچونو ننداره کړم
غوغا ګډه په بزمونو کي د ښکلو
د فرعون د حکم سازدی په کوڅو کي
ماتي سوي سپیني خولې د خند یدلـو
چي شیطان لئین مفتي سو په منبر کي
د سکروټو باران اوري پر سپیڅلـو
عقل هم خپل نیلی ځین کړ چي ئې ولید
سلطنت د ناپوهانو پر عـاقــلو
د داؤد پر اوږو دروند پیټی د ژوند دی
نه رسيږي ترمنزله نې اختیاردغورځولو
انجینر داؤد اڅک