نیم سری

ډاکټر جمیل حامد
د نیم سري یا (MIGRAINE) پیژندنه یا تعریف: نیم سری د سر دردونو ته وايي، په تېره بیا د سر یوه خوا پرې اخته کیږي او ډیر وخت له کانګو او د سترګو له تیاره کېدو سره یو ځای وي .

د نیم سری ځینی غیر وصفی ډولونه هم په ځینو خلکو کی لیدل کیږي لکه د سر د دواړو ټیکونو او یا د ټول سر درد چی د لیدلو او عصبی ستونزو سره یوځای نه وي خو په دواړو حالاتو کی د سر د حملوی دردونو شتون یی یواځینئ وصفی نښه ده .

د نیم سری د منځته راتلو څرنګوالئ : لومړئ عصبی ا نسا جو ته د وینی ورتګ کمیږی یاPATHOGENISIS چی پدی ډول عصبی ژوونکي یا حجري په ځا نګړی توګه د مغزو قشر یا پوښوونکي برخه د وینی له کمښت سره مخا مخ کیږی چی لومړئ د همدی برخی د ند ی له ستونزو سر ه مخ کیږی په ځا نګړی توګه د سر شا تنئ یا څټ او د دواړو ټیکونو برخي ، چی له همدی کبله د لیدلو ستونزی ، د زړه بد والئ ، د لاسونو او پښو د توازن خرا بوا لئ ، د ژبي دروند والئ ، د سترګو سوروا لئ او د بدن د یوی خوا د کمزوری کیدو ا حسا س په نا روغا نو کی پیدا کیږی .

Migraine په دویمه مر حله کی د سر د با ند نئ او د مغزو د پوښوونکی برخی رګونه یا شیریا نونه پرا خیږی او هغو برخو ته چی د وینی له کمښت سره مخ شوی وی وینه ور رسوی چی په نتیجه کی د عصبی رښتو وروستنئ برخی چی د درد آ خذ ي لری تحریکیږی او پدی ډول د سر درد پیلیږی .

د نیم سری د منځته را تلو کومکی یا مسا عدونکی لا ملونه : د نیم سری د حملوپیلونکی لاملونه په لاندی ډول ديِ‌‌!

۱: د چا کلیټو زیا ته کا رونه په ځا نګړی توګه ککو لرونکی چا کلیټ .

۲: د پنیر خوراک .

۳: د الکو لو یا شرابو خوړل .

۴: د بلوغ په وخت کی د نیمم سری حملی عموماْ ډیریږی او همدارنګه په ښځو کی د حیض د پیلیدو په مهال او په یا د حیض د بند یدو په مر حله کی او هم د ا میند وارئ ضد درمل او د MENOPAUSE ځینو ښځو کی د

وینی لوړ فشار د نیم سری د حملو د ډیروالی لا مل ګرځيدای شی . ددی لپاره چی ددی نا روغئ سره ښه آ شنا شو با ید چی ډولونه یی و پیژنو چی په لا ندی ډول ډي .

CLASSICAL ۱: کلا سیک ډول یا عا م ډول COMMON ۲:

HEMIPLEGIC۳: نیمه فلجی ډول BASILAR ۴: قاعدوی یا ۱ : کلا سیک ډول چی عموماْ د بلوغ د مرحلی څخه وروسته پیلیږی او تر منځنی عمر پوری دوام کوی دا ډول زیا تره په ښځو کی لیدل کیږی او په وقفوی ډول د درد حملی منځته را ځی چی له څو ورځو څخه نیولی بیا تر څو میا شتو پوری دوام کوی خو دا درد د څو سا عتونو او کله هم تر څو ورځو آرامه وی .

په ځینو نا روغا نوکی د لید لو ستونزی لکه د یوه شی دوه ګونی لیدنه ، د رنګه خطونو لیدل او د لمر په و ړاندی د سترګو بریښید ل او د سترګو سوروالئ لیدل کیږی خو بیا په ځینو نورو کسا نوکی د ژبی دروندوالئ ، د پښو او لاسونو کرختیدل ، د لاسونو او پښو بوډی نیونه او د بدن د توازن خرابوا لئ چی د ا نښی له ۱۵ د قیقو څخه نیولی بیا تر یوه سا عته پوری دوام کوی چی لدی وروسته بیا د سر درد پیلیږی ، په عمومی توګه دا سر درد په یوه ځا ی کی وی چی ډیرئ وخت د تندی ا وټیکونوپه برخو کی پیل کیږی او ځینی وخت بیا ټول سر نیسی دا درد ډیر شدید او د کانګو سره مل وی چی ځینی وخت ناروغ لمر ته سترګی نشی غړولئ او هڅه کوی چی یوه تیاره ځا ی ته پناه یوسی او همدارنګه نا روغ ډیر نا آرامه وی خو دا درد وروسته له څو سا عتونو څخه کمیږی او په نا روغ با ندی خوب غلبه کوی .

۲: په عا م ډول نیم سری کی بیا بیا تکراریدونکی د درد حملی لیدل کیږی چی ډیرئ وخت ورسره د زړه بدوالئ ، کا نګی ا ود لمر په وړاندی د سترګو بریښیدل مله وي .

۳: په نیمه فلجی ډول کی د اوږده مهال لپاره د سر درد شتون لری چی سا عتونه او کله هم میا شتی دوام کوی او ورسره د بدن د نیمی خوا کمزوري لیدل کیږی چی د ا کمزوری بیا ورو ورو د څو ورځو په موده کی لمنځه ځی. ۴: پدی ډول نیم سری کی عموماْ د څټ درد شتون لری چی ورسره ګنګسیت ، دژبی دروندوالئ ، د غوږونو بونګارئ ، د سترګو دوه ګونی لید نه ، ړوند والئ ، بیهوښی ، د بدن د توازن خرا بیدل او د بندونو درد شتون د رلود لئ شی .

دا مو هم له یا ده ونه وځی چی ځینی نوری نا روغئ لکه د مغزو د پوښوونکی بر خی مکروبی کیدل یا ګزک او د مغزو د ننئ خونریزی هم دی ته نیږدی نښی نښا نی درلود لئ شی نو ځکه با ید د ډا کټر سره اړیکه ونیسئ او له خپلسری درملنی خڅه لاس وا خلئ .

د نیم سری درملنه : نه غواړم چی په تفصیل سره د درملنی په هکله څه ولیکم یوا ځی غواړم ووایم چی د ا نا روغی هم ددرملنی وړ ده او هم د دی نا روغی مخنیوئ کیدا ی شی خو که تا سو لدی ډول نښو نښانو او ناروغئ سره مخ شوئ ژر تر ژره نیږدی روغتون او یا ډا کټر ته ورشئ او دد رملنی په هکله ورڅخه مرسته و غواړئ .

ځینی د رمل د نیم سری په درملنه کی اغیز من دی غواړم یواځی نومونه یی و اخلم او با ید د ډاکتر لخوا توصیه شی لکه ددرد ارامونکی درمل چی ښی بیلګی یی پیرا سټا مول ، بروفین ، میفینیمیک ا سید ، ډا ی کلو فینیک ، نیپروکسین ، ا سپرین ، میټا میزول سوډیم ، ټریما ډول او داسی نور دی .

د ایرګوټ الکا لویډ مشتقا ت لکه ایرګوتا مین ، ګا فرګاټ ، مایګریل او داسی نور.

د فینو تیا زین مشتقا ت لکه پروکلور او سټیمیټیل ، همد ارنګه د تریپتان مشتقات لکه زومیګ او زومینیټ ، د کاربوکسیلیک اسیډ مشتقات لکه ا یپی وال او ددی ګروپ نور درمل .

د نیم سری وقا یه یا مخنیوئ : ددی نا روغئ د مخنیوی لپاره دا ټکی په پام کی ونیسئ !

۱: خپل ما غزه آ رامه وسا تئ او له ډیری ا ندیښنی او غوسی لاس وا خلئ .

۲: هغه کسان چی ددی نا روغی تا ریخچه ولری با ید چا کلیټ او پنیر ونه خوری او له ا لکولو خوړلو څخه دی ډیر جدی ځان وسا تی .

۳: هغه ښځی چی د ا میندوارئ ضد درمل کاروی با ید له کا رونی یی لاس وا خلی اویا دی د امیند واری د مخنیوی لپاره له نورو لارو چارو ګټه واخلی .

۴: هغه کسان چی لوړ د وینی فشار ولری با ید چی وخت په وخت خپل فشار وګوری او هم د غوړو له ډیر خوراک او د وزن له زیا توالی دی ځا ن وسا تی او لږ ترلږه دی د ورځی یو سا عت سپورټ وکړی .

۵: په خوړو کی دی له میوو او سبزیو څخه زیات کا روا خلی او کمه ډوډی دی وخوری .

با ید یا دونه وکړم چی ځینی درمل هم د نیم سری د مخنیوی لپاره ا غیزمن دی لکه پروپرانولول یا ا نډرال ، فلونریزین یا سیبیلیوم ، د اعصا بو آرامونکئ درمل او لیسینوپریل یا زیسټریل چی با ید په هکله یی د ډا کټر سره اړیکه ونیسئ یو ځل بیا هم غواړم ټینګاروکړم چی د ا درمل په خپل سر ونه کاروئ او یوا ځی دی یی یو مستند ډا کټر وکاروی .

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button