د خولې بد بوی څنګه ناروغي ده او له دې ناروغۍ څخه څنګه مخنیوی وکړو؟

د خولې د بد بوي چې د ژوندانه په اوږدو کي ورسره هر شخص مخامخ کیږي، او د افرادو د مزاحمت سبب ګرځي.

په طبي اصطلاح کې د خولې بد بوي ته هاليتوز يا (halitosis) يا fetororis ویل کیږی.
دا بوي کولای شي موقتي يا حتا مزمن ناروغي وي.
پوهان وايي چې 50 فيصده د زاړه عمر لرونکي خلک دهاليتوز په ناروغۍ اخته کيږي.

د هاليتوز علايم:- دخولې بد بوی په درلودلو سره دغه ناروغان نشي کولای د غذا په خوند پوهه شي.

که چيري يو شخص مسواک هم استفاده کړي بيا هم دا بد بوی له منځه نشي تللی

کوم عوامل کولای شي چې د خولې د بد بوي سبب وګرځي؟

معمولا هغه غذايي مواد چې په غاښونو کې پاتې کیږي د باکتريا ګانو په واسطه دغه غذايي مواد تجزيه کیږي.
د باکتريا ګانو کوچني ذرات غذايي موادو کې د دي سبب کیږي چې هالتوز رامنځته شي.

د مسواک وهل هغه چسپناکه ماده چې د غاښونو په سطحه او ځینو نورو برخو کې قرار لري له منځه یې یوسي.
دغه چسپناکه ماده يا پلاک چې کله د غاښونو په سطحه باندي پاتې شي کولای شي د پريونتال او داسې نورو ناروغيو سبب ګرځي.

که چيرې غاښونه په سمه توګه پاک نشي نو د هالتوز د ناروغۍ سبب ګرځي.

د خولې پاکوالي ته يا د غاښونو پاکوالي ته پاملرنه نه کول خصوصا هغه کسان چې په ارتودونسي کې قرار لري کيدای شي په شدت سره د خولې په بد بوي اخته شي.

که چیرې تاسو په ارتودونسي کې او يا په ايمپلنټ کې ياست بايد د خولې او د غاښونو پاکوالې ته پاملرنه وشي.

هغه غذا ګانې چې د خولې د بد بوي سبب ګرځي عبارت دی له:

قوي مشروبات او غذاګانې لکه هوږه، پياز او داسې نور

مثلا که چيرې تاسو هوږه وخورئ نو کوم شحم چې ستاسو په معده کې موجود دي جذبوي او د ويني جريان ډيروي.

دا غوړ يا شحم ستاسې د وينې دوران ته داخيلیږي او کلمو ته ځي.

نو په نتيجه کې دغه غذا د خولې د بد بوي سبب ګرځي چې د ۲۴ ساعتونو څخه تر ۷۲ ساعتونو پورې دغه بوي جريان لري.

د سګرټو څخه استفاده کول:

سګرټ چې څرنګه ستاسو د کاليو بوي خرابوي همدارنګه ستاسو د خولې د غير طبعي بوي لامل کيږي.

کله چې د یو انسان خوله د شپې لخوا خلاصه پاتې کیږي نو د خولې د وچوالې سره مخ کیږي چې همدا وچوالی د هالتوز د ناروغۍ سبب ګرځي.

د مختلفو دواګانو څخه استفاده کول هم د خولې د بد بوي سبب ګرځي.

هغه ستونزې چې د سینوس مربوط کیږي يا د ستوني درد او يا هم د خولې نورې ناروغۍ یا هالتوز رامنځته کوي.

که چيرې لاندې مشکلات ولري ستاسو د خولې بد بوي د پخوا په پرتله ډيريږي.

۱:ـ د انتان موجوديت په سینوس کې.
۲:ـ برانشيت مزمن
۳:ـ د پوزې د پاسنۍ برخې افرازات
۴:ـ په تنفسي کانال کې په پاسنۍ يا لاندنۍ برخه کې د انتان موجوديت

د انسان د تنفس غير طبعي بوي کولای شي چې د ځینو ناروغيو علايم وښایي لکه کلوي، ديابت او د معدې ریفلیکلس اختلالات (GERD) وي.

دغه ناروغۍ څنګه له منځه وړلاي شو؟

د غاښونو پاکوالی په سمه توګه باید وشي.
د سینوس د انتان درملنه بايد تر سره شي او همدارنګه د ګردو د ناروغیو درملنه بايد وشي.

که چيري د خولې وچوالی د دې سبب کيږي چې د خولې د غيري طبعي بوي لامل ګرځي نو ډاکټر مريض ته توصيه کوي چې له ډيرو اوبو څخه استفاده وکړي.

د خولې د باکتريا له منځه وړلو لپاره بايد د خولې مينځونکي محلول څخه استفاده وشي او همدا راز د مسواک په واسطه غاښونه او د ژبې شا او خوا هم ومينځل شي ځکه چې د ژبې شا او خوا کې هم باکتريا ګانې موجودې دي چې د خولې د بد بوي سبب ګرځي.

د سګرټو پريښودل هم کولای شي د هالتوز د ناروغۍ څخه مخنيوی وکړي.

لیکنه: ډاکتر نسیمه حليم

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button