چای، قهوه او د عمر ډیریدل

نوې څیړنه:
چای ، قهوه او د عمر ډیریدل
شرف الدین عظیمی

د خوراکي توکو یو کارپوه وایي : که غواړﺉ چې ډیر ژوند وکړﺉ او ښه روغتیا ولرۍ نو چای او قهوه وکاروﺉ .
دغه کارپوه پرفیسور ګري ویلیام سون د لیدز پوهنتون استاد ده او لارښوونه کوي چې هرورځ باید په متعادله توګه چای او قهوه سره له چاکړیتو وڅښو .
دهغه په وینا چاکړیت چای او قهوه له هغو څښوونکو موادو څخه دي چې د عمر د ډیردو او د روغتیا د ساتلو لپاره باید کار ځینې واخلو .
په اصل کې خو ویلیام سون د عمر دډیریدو لپاره د اړینوخوراکي موادو یو ۲۰ فقریي لست وړاندې کوي چې په لست کې ټول مواد یې له یو ډول کیمیاوي مادې (پلي فنولونو) څخه برخمن دي .
دغه ماده د بدن د روغ ساتلو لپاره ډیرې ښې ګټې لري له هغې جملې څخه یو دا چې د زړه د ناروغۍ لپاره ډیره ګټوره ده .
نوموړی ټینګار کوي : چې دغه خوراکي او څښوونکي مواد د زړبودۍ چټکتیا هم کمزورې کوي او ډیره ونډه یې له طبیعي پیښو څخه دسلولونو په ساتنه او څارنه کې وي .
ویلیام سون همداراز څرګندوي : څیړنو ښودلې ده چې پلي فنولونه د بدن د ساتلو ځانګیړنه لري او نه شتون یې د سبو او شنیلیو له نه خوړلو څخه رامینځ ته کیږي چې بیا انسان د ناروغیو پر وړاندې مقاومت نشي کولی او د بیلابیلو ناروغیو ښکار ګرځي .

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button