۱۲ ډوله سبزي جات او نباتات د وینې لوړ فشار ټیټوي

ژباړه: بخت الرحمن شرافت

ټول هغه کسان چې عصبي نا ارامي ولري، سګریټ څکوې، دکور دصحي غذا پر ځاي د ښار دخوړن ځایونو بیړنیو خوراکونو ته لومړیتوب ورکوي او ډیر وخت له کور څخه بهر ښاري خوړن ځایونو کې په بیړه تیاریدونکي خوراکونه خوري، دا ډول کسان به هرو مرو د وینې له لوړ فشار څخه سره مخ کیږي.

ددې لپاره چې د وینې لوړ فشار ټیټ کړو او یا یې دټیټولو کوشش وکړو، نو له ټولو څخه لومړی باید پورته ذکر شوي عادتونه پریږدو، دښاري خوړن ځایونو پرځاي کورنۍ ډوډۍ ته ترجیح ورکړو، له سګریټ څکولو څخه لاس واخلو او همدارنګه ۲۴ ساعته شپه او ورځ کې له ۵ څخه بیا تر شپږو ساعتونو پوري ارام او ژور خوب وکړو.

ترڅو پوري چې د ژوند کولو په طریقه کې پورته تغیرات رانه ولو بیا که مونږ دنړۍ ټول هغه نباتات چې د وینې لوړ فشار کنټرولولو کې مرسته کوي هم وخورو راته ګټه به ونه رسوي.

اوس به راشو هغه نباتاتو ته کوم چې د وینې لوړ فشار کمولو کې راسره مرسته کوي.

۱: کرفس: چې په انګریزي کې ورته (Celery) وايي، په پښتو کې ورته نوم نه لرو، سبزیو ته ورته بوټی دی، پاڼې او تنه دواړه لري شاید پاڼې به یې هم خوړل کیږي، خو ماچې خپله چیري لیدلي خلګ یې تنه خوري، که چا پښۍ (رواش) لیدلې وي، دپښۍ په څير تنه لري ځیني خوړن ځایونو کې یې له نورو خوراکي شیانو سره یوځاي (کرفس) هم دړي وړي کړی وي او دسترخوان باندي پرا ته وي، ددي لپاره چې کرفس ښه وپیژنو زه به یې درته عکس دلته کښیږدم.نو کرفس هغه سبزي جات دي چې د دوینې لوړ فشار کموي او په خاصه توګه تخم یې طبیبان وچوي او هغه ناروغان چې دلوړ فشار ناروغي لري هغو ته یې ددوا په توګه ورکوي.

۲: اوربشي: اوربشي هغه نبات دی چي د وینه دواړه لوړ او ټیټ فشارونه (ډیاسټولیک) (اوسیسټولیک) په تنظیمولو او برابر ساتلو کې مهم رول لوبوي، او ددې ترڅنګ چې د وینې دلوړ فشار لپاره ښه دوا ده، په فایبرونو باندي هم غني ده او مونږ ته مالومه ده هغه خواړه چې فایبر زیات ولري دمعدې لپاره ګټور تمامیږي او دخوراک په هضمولو کې مهمه ونډه لري.

۳: زنجبیل: زنجیبل د وینې په نرمولو او په رګونو کې دوینې د ښه بهیدلو په برخه کې ډیر کار کوي، نو ددې لپاره چې رګونو کې مو وینه کلکه نشي باید هره ورځ یوه پیاله دزنجبیل چايې وڅښو.

۴: تور چاکلیټ, تور چاکلیټ چې خلګ ورته (ککاو) هم وایې دکانونو کې پریمانه موندل کیږي، دغه چاکلیټ خپل ترکیب کې د فلافانول په نوم مواد لري او فلافانول هغه څه دي چې دانسان د وینې رګونه ژوندي ساتي او لوړ فشار کنټرولوي.

۵: کنجد: د کنجد (کنجیت) له نوم سره تقریبا ټول افغانان اشنا دي، دکنجدو فصل زمونږ او ستاسو دهیواد په شمال کې کیږي، چې وروسته دشمال درانه او زیارکښ خلګ له کنجدو څخه غوړي باسي او یو رقم ډوډۍ هم ورڅخه تیاروي.

په کنجدو کې دسیسامول او سیسامین مواد موندل کیږي دغه مواد په بدن کې د اکسیډیشن په کموالي کې ښه رول اداکوي، اکسیډیشن په انساني بدن او همدارنګه په نباتاتو کې یو ډول عمل ته ويل کیږي چې د زیات اکسیجن په صورت کې رامنځ ته کیږي او هر هغه ځاي چیري چې اکسیډیشن له خپل عادي مقدار څخه زیات شي دهغه ځاي رنګ خړ ته مایل ژړوالی ښیي او ژر خرابیږي.

ډاکټران ناروغانو ته مشوره ورکوي چې دلوړ فشار لرلو په صورت کې دکنجدو غوړي استعمال کړي، دا ځکه چې دکنجدو غوړي له کولیسټرول څخه خالي وي.

۶: مولۍ: کوم کسان چې مولۍ او د مولۍ بڼکي خوري د وینې فشار به یې دهغو کسانو په پرتله چې مولۍ نه خوري ډير برابر وي، ځکه چې مولۍ خپل ځان کې پوټاشیم لري او پوټاشیم هغه ماده ده چې په انساني جسم کې د سوډیم د زیاتوالي مخنیوی کوي.

۷: انار: انار له هغو میوو څخه ده چې د وینې فشار په برابر ساتلو کې خاصه ونډه لري، ځکه د پروردګار دغه شرینه او ښایسته تحفه له ځان سره (پولیفینول) په نوم مواد لري او دغه مواد هم په بدن کې دزیات اکسیډیشن مخه نیسي او د شیریانونو (Arteriosclerosis) له منځه وړي، د شیریانونو (Arteriosclerosis) دننه دیوالونو پړسیدلو ته ویل کیږي، کله چې دشیریانونو د دننه دیوالونه وپړسیږي یعني پنډ شي هغه صورت کې دوینې بهاو اهسته شي، نو انار هغه میوه ده چې دشیریانونو دپنډوالي او تنګوالي مخه نیسي ترڅو وینه په تیزه سره بهاو پیدا کړي.

۸: ریحان: ریحان کې د ( اوجینول) په نوم مواد موندل کیږي چې په ډیر کم وخت کې د وینې فشار کښته کوي، مونږ کولای شو کله چې مو د وینې فشار ناڅاپه لوړ شي، ریحان وخورو ترڅو په لږ وخت کې د وینې فشار راکښته کړو.

۹: مورینګا: مورینګا د یو ډول ونې نوم دئ، ددغې ونې پاڼي هم د وینې دفشار په کموالي کې ښه نوم لري، ځکه چې ددغې ونې پاڼي په خپل ځان کې زیات پوټاشیم لري، چې حتی دپوټاشیمو کچه يې د کیلې له پوټاشیمو څخه هم زیاته ده او پوټاشیم هغه مواد دي چې په بدن کې دسوډیم د زیاتوالي مخه نیسي ، نوځکه دغه بوټی د وینې دلوړ فشار لپاره غوره نخسه ده.

۱۰: رومیان: مونږ کولای شو د وینې د لوړ فشار په صورت کې رومیان وخورو، ځکه رومیان په ځان کې د (Lycopene) لایکوپین په نوم مواد لري چې په انساني جسم کې داکسیډیشن مخه نیسي او دلوړ فشار په کمولو کې ښه رول اداکوي.

۱۱: فلس سیډ یا (زغر زڼي) دا بوټی یو رقم چڼیا ګل لري او د (alveolinolic acid) په نوم موادو باندي مشتمل دئ، او داهم هغه مواد دې چې د وینې دفشار په کښته کولو کې دپام وړ ونډه اخلي.

۱۲: هوږه: هوږه یا (اوږه) چې زمونږ هیواد وال ټول ورسره بلد دي او دهر کور په پخلنځي کې لیدل کیږي د وینې دفشار په ټټولو کې مهمه برخه لري، همدارنګه هوږه په خپل ځان کې د آلیسین (Allicin) په نوم مواد لري دغه مواد په بدن کې دفاعي نظام مضبوط ساتلو او همدارنګه له ځیني وایرسونو څخه د انساني جسم خوندي کولو کې ښه کار کوي.

نو ددې لپاره چې د وینې فشار مو لوړ نشي، په بدن کې مو د وینې دبهاو شیریانونه تنګ نشي، وینه کې مو دکولیسټرول مقدار زیات نشي باید په خپلو ورځنیو خوراکونو کې پورته ۱۲ ډوله سبزي جات او نباتات ور اضافه کړو.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button