مسټ حجرې mast cell

ژباړه: وړانګه اکبر

دا حجرې د مسټوسایټ(mastocyte) او یا labrocyte په نوم هم یادېږي، په نښلوونکو انساجو( دانساجو یو ډول دی) کې شته حجرې دي چې د ډېرو ګرانولون لرونکي دي او په دې ګرانولونو کې هسټامین او هیپارین په زیاته اندازه ځای پرځای شوي دي.په تعریف د بشپړ پوهېدو لپاره په ګرانول،هسټامین او هیپارین پوهېدل اړین دي.

ګرانول: د حجرې په سایټوپلازم کې هغه کوچني د داغونو په څېر جوړښتونه دي کوم چې د مایکروسکوپ په واسطه لیدل کېږي.

هسټامین: داهغه ماده ده چې په ډېری الرجیکو غبرګونونو کې لوی رول لوبوي د وینې د رګونو د پراخوالي لامل ګرځي او د رګونو د دیوال د غیر نارمل نفوذ مننې لامل ګرځي.

هیپارین: د وینې د پړن کېدو ضد توکی دی.

جوړښت:مسټ حجرې په ځانګړې توګه یو ډول ګرانولوسایټونه ( د وینې د سپینو حجرویو ډول دی چې کوچني ګرانولونه لري او ګرانولونه یې د پروټین لرونکي دي )دي چې د myeloid stem cell (د سټم حجرو څخه اخیستل شوې حجرې دي او دنده یې په دوام لرونکې بڼه د وینې د ټولو ډولو حجرو جوړول دي)څخه اخیستل شوي دي. په عادي حالتونو کې مسټ حجرې په وینه کې دوران نه کوي. په پیل کې وویل شول چې مسټ حجرې د هډوکو په مغز کې له شته سټیم حجرو څخه سرچینه اخلي،هلته تر یو حده جوړېږي او مخکې له دې چې په پوره ډول په مسټ حجرو واوړي دوران ته راځي، دوران ته راغلې بڼه یې د مورثې مسټ حجرې په نوم یادېږي ،د دوران له لارې انساجو ته ځان رسوي او کله چې انساجو کې ځای په ځای شي د سټیم حجرو او ځینو سایټوکاینس تر تاثیر لاندې په مسټ حجرو اوړي. یعنې چې د مسټ حجرو یوازې خامې هغه یې په دوران کې وي خو پخې مسټ حجرې یوازې په انساجو کې وي.مسټ حجرې دوه ډوله فینوټایپونه لري چې د میوکوزل مسټ حجرو او د نښلوونکو انساجو مسټ حجرو څخه عبارت دی. موکوزل مسټ حجرې یوازې tryptase جوړوي او د نښلوونکو انساجو مسټ حجرې چې chymase,tryptase او carboxypeptidase جوړوي.

د مسټ حجرو فعالېدل د فزیولوژیکي او پتالوژیکي شرایطو ډېری اړخونه د پام وړ انډولوي.د بدن نارمل فزیولوژیک کړنو ته په کتو مسټ حجرې د رګونو د پراخېدو ، د رګونو د هومیوسټازس،د طبیعي او کسبي معافیت د ځوابونو، د رګونو جوړېدل او د زهریاتو په غیر زهري کېدو کې تنظیموونکی رول لري.له بله پلوه مسټ حجرې شونې ده چې د ځینو ناروغیو په پتوفزیولوژي کې رول ولري لکه حساسیت، ساه بندی،معده ییزې کولمه ییزې ناروغۍ ،ځینې نورې مضره ناروغۍ او زړه ییزې رګېزې ناروغۍ. هومیوسټازس او معافیت لاندې مفهوم افاده کوي:

هومیوسټازس له هغه حالت څخه عبارت دی چې بدن له بهر میحط سره ځان د تعادل په موخه تنطیموي او د هغو شرایطو سره ځان برابروي کوم چې ورته ګټور وي لکه د ګرمۍ په موسم کې د انسان د بدن ډېر خولې کېدل تر څو بدن یخ وساتل شي چې دا پخپله هومیوسټازس دی.

معافیت:د یو ژوندي موجود له هغې وړتیا څخه عبارت دی چې پر مټ یې له یو ځانګړی پردي جسم لکه زهر یا کوم انتان سره د وینې د سپینو حجرو یا ځانګړو انټی باډي ګانو په واسطه ټینګار ښکاره کوي.

د مسټ حجرو ځای ځایګی: مسټ حجرې د بدن په میوکوزل او ایپیتیلیل انساجو کې پیدا کېږي.مسټ حجرې په ټولو رګېزو انساجو کې لیدل کېږي بې له مرکزي عصبي سیسټم او د سترګې له ریټینا څخه.

مسټ حجرې د معدییز کولمه ییز سیسټم ،ساییز سیسټم او د پوستکي په ایپیتیلیم کې لیدل کېږي.دا حجرې د ایپیتیلیل انساجو نه لاندې په نښلوونکو انساجو کې لکه دوینې حجرو، ښویه عضلې ،مخاط او د ویښتو فولیکلونو کې لیدل کېږي.د مسټ حجرو سایټوپلازم د ۵۰ څخه نیولی تر ۲۰۰ پورې لوي ګرانولونه لري او دا ګرانولونه یو شمېر التهابي منځګړي په خپل ځان کې لري لکه: هسټامین،هېپارین،د سايټوکاینونو بېلابېلو ډولونه،کانډروټین سلفېټ او خنثی پروټیني انزامونه.د مسټ حجرو مورثې حجرې په زیاته اندازه په کوچنیو کولمو کې لیدل کېږي.

دندې :مسټ حجرې د بدن په التهابي پروسو کې رغنده رول لوبوي. نوموړې حجرې د ټپ، مایکروبي جسم،الرجن،او یا د کوم وایروسي ترکیب د رامنځته کېدو،د Ige انټي باډي له امله،بنفش ماورا وړانګه، اود تودوخې په واسطه د رامنځته شوي پرهار له امله فعالېږي او کله چې فعالې شي نو د بدن په بېلابېلو برخو بېلابېلې اغېزې لري لکه که د پوستکي مسټ حجرې فعالې شي د لړمې کېدو لامل ګرځي. که د معد ییز کولمه ییز سیسټم مسټ حجرې فعالې شي د اسهالاتو او د ګېډې د دردونو د رامنځته کېدو سبب ګرځي او یا که د ساییز سیسټم مسټ حجرې فعالې شي د سترګو او پوزې څخه به د اوبو د راتګ سبب شي.

نور ښکاره کړئ
دا هم ولولی
Close
Back to top button