ژوند او ځانګړتیاوې یې

ژباړه: وړانګه اکبر

ژوند څه دی؟ له یوې خوا دا پوښتنه ډېره ساده ښکاري خو له بلې خوا له معما څخه کمه نده.کله کله موږ داسې انګیرو چې که ژوند ته کوم تعریف ورنکړو هم کولای شو له مرګ څخه یې توپیرکړولکه په ډېرې سادګۍ سره ویلای شو چې ژوي ژوندي دي خو منرالونه ژوندي ندي.خو ډېری ساینس پوهان د ژوند په هکله لاندې نظریې لري او دا یې د ژوند ځانګړتیاوې ګڼلې دي:

۱:ژوندي موجودات له غیر ژوندیو موجوداتو څخه ځانګړی مالیکولي ترکیب لري.په طبیعي نړۍ کې هر څه که هغه ساه ولري یا یې ونه لري ټول د ۱۰۰ بېلابېلو عناصرو له ټولګې څخه جوړشوې خو ژوندي موجودات کولای شي چې په بېلابېلو لارو چارو د عناصرو ترکیب رامنځته کړي چې غیر ژوندي موجودات ددې کار د تر سره کولو وړتیا نلري.ټول حیاتي مالیکولونه لکه:کاربوهایډریټ، شحم ، پروټین او نوکلیک اسیدونه په ټولو ژوندیو موجوداتو کې پیدا کېږي او کله کله د مړو شوو ژوندیو اجسامو په پاتې شونو کې هم دا حیاتي مالیکولونه موندل کېږي.دا چې د ژوند په بېلابېلو بڼو کې په حیاتي مالیکولونو کې بدلونونه رامنځته کېږي نو همدا د ژوند د بدلون یو دلیل دی.

۲: ژوندي موجودات انرژۍ او خامو توکو ته اړتیا لري. دحیاتي مالیکولونو رامنځته کېدل ناڅاپي نه دي دا چې له یوې بڼې په بلې بڼې واوړي انرژۍ ته اړتیا لري. شونې ده چې د مېټابولېزم نوم مو اورېدلی وي:مېټابولېزم دکیمیاوي او فزیکي پروسو څخه عبارت دی چې د انرژۍ د تولید لپاره ترسره کېږي تر څو همدا انرژي د ژوند د دوام سبب شي.ټول ژوندي موجودات انرژي او خام توکي له څاپېریال څخه اخلي او د میټابولېزم په پایله کې یې مصرفوي.بوټي له لمر څخه په بسیا ډول انرژي اخلي او خپل خام توکي له خاورې اخلي، له اوبو او هوا څخه هم ګټه اخلي.خو نور ژوندي اجسام لکه انسانان او ژوي له بوټو او نورو ژوو څخه کار اخلي.

۳: ژوندي موجودات له حجراتو څخه جوړ شوي دي د حجرې تر عنوان لاندې حجره تشریح شوې ده.
ژوندي اجسام یا یو حجروي وي او یا له څو حجرو څخه جوړ شوي وي.

۴: په ژوندیو موجوداتو کې هغه څه چې اوس د بدلون په نوم پېژندل شوي،داسې چې اوسني انسانان د پخوا په څیر نه وو او د وخت په تېرېدو یې بدلون موندلی دی.تکامل یا بدلون موږ ته دا راښایي چې په اوسنۍ نړۍ کې ولې بېلابېل ډوله موجودات شته او ژوند کوي.

۵: ژوندي موجودات د مثل د تولید وړتیا لري او د تکثر په پایله کې کولای شي د ځان په څیر نور ژوندي موجودات وزېږوي.

۶:ژوندي موجودات چاپېریال ته ځواب ویوونکي دي.د بېلګې په ډول که له یو سوړ چاپېریال څخه ګرم چاپېریال ته دننه شۍ څرګنده ده چې یو غبرګون هرومرو ښکاره کوئ یا که بوټو ته ځير شو د لمر خوا ته خپلې پاڼې اړوي حتا باکټریاګانې هم د غذايي توکو خوا ته حرکت کوي او دا د دوي یو ډول غبرګون دی.

۷:ژوندي موجودات هیموسټازس ساتي. هیموسټازس د یو ژوندي موجود د بدن تنظیم دی چې په واسطه یې خپل تعادل د چاپېریال سره ساتي او د هغو شرایطو سره ځان برابروي کوم چې ورته ګټور وي.

که څه هم پورته ټول یاد شوي ټکي د یو ژوندي جسم ځانګړتیاوې دي خو ځينې وختونه دا ټول په یو ژوندي جسم کې د صدق وړ ندي.لکه هغه ژوي چې یو جینوم (د یو ژوندي موجود د ټولو جنیټیکي لارښوونو یوې بشپړې ټولګې ته ویل کېږي )لري نه د مثل تولید لري نه تکثر لري او هم د تکامل او بدلون کومه مرحله لري.ایا ژوند له روح سره اړیکه لري؟

په ډېری مذهبونو،فیلوسوفي،او روایتي سنتونو کې روح د ژوند د شتون یو غیر مادي اصل دی. روح د ژوندۍ هستۍ دماغي وړتیا ده.په دماغي وړتیا کې:دلیل ویل، احساسات، ځانګړتیاوې او عادات، هېښتیا، حافظه، دشعور هغه ځانګړتیاوې چې د تجربې په پایله کې لاسته راځي، درک یا پوهېدنه، فکر کول او داسې نور شامل دي.د فلسفې له نظره،روح یا تلپاتې دی او یا تلونی.

نور ښکاره کړئ
Back to top button