له ۴۵ کلنۍ پورته دغه کارونه مه کوئ!

د ۴۵ کلنۍ عمر د رواني لید څخه د یو شخص په ژوند کې مهمه مرحله ګڼل کیږي، او د ډیرو خلکو په ذهنونو کې د منفي شیانو سره تړاو لري، لکه د مسلکي فعالیت کمېدل، د روغتیا خرابوالی او د عمر ډيروالي سره د ځینو ناروغیو رامنځته کېدل.

د الجزیرې تلویزون د راپور له مخې د روسیې «شوروي پولیژني» ویبپاڼې په تایید په دغه عمر کې د روغتیایي او نورو رواني ستونزو له منځه وړلو لپاره ځینې عادتونه له منځه وړل اړین دي، له ۴۵ کلنۍ په پورته عمر کې دغه عادتونه چې په لاندې ډول دي باید پریښودل شي:

دروند وزن پورته کول

۴۵ کلنۍ ته له رسېدو وروسته دا خورا مهم دي چې د سختو فزیکي فعالیتونو مخه ونیول شي او له درانه څيزونه پورته کولو څخه ډډه وشي، ځکه چې دا د بدن په ریښو او بندونو ناوړه اغیز کوي، په ځانګړي توګه د هغو کسانو لپاره چې تمرین نه کوي. پر ځای ددې چې درانه وزنونه پورته کړئ په دې عمر کې اسانه تمرینونه ترسره کړئ.

اوږده ناسته

کله چې دې عمر ته ورسیږئ نو اوږده موده ناسته او د فزیکي فعالیت نشتوالی مو یو شمېر روغتیایي ستونزو ته بیایي، په ځانګړي توګه په هغه عضلاتو کې چې د تګ او ناستې مسئوولیت لري.

د ډیرې ناستې له احتمالي منفي اغیزو څخه د شکر ناروغي، د وینې لوړ فشار، د عضلاتو او بندونو خطر رامنځته کېدل او همدارنګه د رواني وړتیا کمېدل دي. له همدې امله ډاکټران په اونۍ کې لږ تر لږه دوه ځله د یوه ساعت لپاره تمرین کول او هره ورځ تر ۳۰ دقیقو مزل کول اړین بولي.

د شخصیت پرمختیا جدي نه ګڼل

تر ټولو مهم دادی چې په ۴۵ کلنۍ کې په زده کړې، د شخصیت ودې، د فن او نوي مهارتونو ترلاسه کولو لیوالتیا له لاسه ورنکړئ. په دغه مرحله کې دا خورا مهم دي چې د دماغو حفاظت وشي او د حافظې او فکر کولو وړتیا وساتلی شي. دا هر څه هله ممکن دي چې ذهن په نوي مهارتونو ترلاسه کولو بوخت وساتل شي.

په خوړو کې افراط کول

د انسان بدن په دغه عمر کې د ځینو خطرناکو هورمونونو له بدلونونو څخه تیریږي، یعنې په نارینه او ښځو کې د جنسي قوت وړتیا کمیږي، کوم چې د میټابولیزم کچه ټيټوي، نو ځکه په دې مرحله کې په لویه اندازه خوراک کول د ژر وزن زیاتوالي لامل کیږي. دغه راز د هغو څيزونو خوراک چې د ژر چاغوالي لامل کیږي کم کړل شي، لکه کیک، بیسکټ او نور ډول خواږه خوراکونه.

ظالمانه خوراک

ډير خلک لا هم په ۴۵ کلنۍ کې له حده زیات خوراک کوي، حالانکې د یاد راپور له مخې په ۴۵ کلنۍ کې بدن د کمزوریو سره مخ کیږي او د ناڅاپي بدلونونو پر وړاندې مبارزه نشي کولی، نو که له حده زیات یا په اصطلاح ظالمانه خوراک وکړل شي منفي اغیز به ولري. که سخت خوراک وکړل شي ددغه عمر کسانو ته یې هضمول ستونزمن کیږي، او د چټک چاغوالي ګواښ زیاتوي.

کاپي…

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button