د ښه خاوند ځانګړنې

ژباړه؛ نجیب احمد عزيزي

اول

تکړه نارينه «خاوند» په خپل ځان باوري او متکي وي، په هر څه نارې جنجال نه جوړوي، زارۍ او احتياج تر خپله وسه نه کوي او د نورو د بې‌ځايه شکايتونو پروا هم نه لري، په خپله ښه تصميم لري، هغه مسووليتونه چې ور تر غاړې وي په خوښې کوي، ژوند ته محکم ولاړ وي او له هرې سختې ی سره ټټر وهي، لڼده دا چې د کورنۍ د ملا تير وي که نه وي کور يې وران وي.

دويم

واقعي نارينه «خاوند» هر وخت په خپلو کارونو متمرکز وي بې‌ځايه وخت نه تېروي او هغه چارې نه کوي چې ګټه نه لري. تر ډېره که د تفريح موکه ولري هم په يو دليل يې تېروي. کور او لګښت ته يې فکر وي او تل په دې کار متمرکز وي چې کورنۍ څنګه وچلوي.

درېیم

تکړه نارينه ته د کورنۍ اهميت تر ټولو ښه مالوم وي او تل په دې هڅه کې وي چې اولادونه، ښځه او نور غړي يې سالم، منظم، او خوښ وي. تر ډېره يې اولادونو تربيې ته پام وي چې د الله له تحفې سره څه وکړي.

څلورم

تکړه نارينه تر وعده خلافي مرګ ښه بولي او هر څه چې وايي هغه عملاً کوي، کوم څه چې يې له وسه نه وي پوره پر خوله يې هم نه راوړي، ځکه دی دا فکر کوي کوم کار چې نه‌شې کولای وعدې يې هم مه کوه.

پنځم

تکړه نارينه غواړي په يوه غوره نمونه بدل شي؛ نو ځکه تل د خپل شخصيت ساتنه کوي او په دې هڅه کې وي چې د نورو زيات زيات درناوی وکړي په تېره بيا دا رنګ کس د خپلو بچيانو ښه نمونه کېدلای شي چې هغوی د ده چلند وويني.

شپږم

بله ځانګړنه يې دا وي چې ښځې ته واقعي درناوی لري په دې خاطر چې هغه د الله «ج» مهربانه مخلوق دی که مېرمن وي، مور، خور، لور … او دوی ته د قانون شريعت له نظره ګوري او دا کوښښ کوي چې هم خدای او هم دوی راضي کړي.

تکړه نارينه «خاوند» په کور کې له مېرمنې سره د هغې د اهميت او ارزښت له مخې چلند کوي، همدارنګه له مينې سره سره د هغې ساتنه هم کوي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button