دشپږمې ورژې تحفه
لیکوال:محترم ډاکترصاحب نثار احمد صمد واصفی
دروژې پنځمه تحفه
د نن ورځی زرین اصل :
خواړه که هر څومره خوندور هم وی ، بس پر ژبه د دوو دقیقو له پاره مهم وی . په مجردي چی تر ستونی کښته سي او معدې ته ورسیږی نو کیفیت یې په یو لوښی کی د پرتو ( شته ) خوړو څخه زیات نه وی !
او دا هم د شپږمی روژې تحفه ( نثار احمد صمد واصفی ) .
مسلمان ته ښکنځل
وایی چی یوه ورځ د جعفر الصادق (رح) مجلس ته یو مسلمان راغی او په مجلس کی یې یو بل مسلمان ته ډیر ښکنځل وکړل .
جعفر صادق (رح) ورڅخه وپوښتل چی آیا د رومیانو سره جنګېدلی یې ؟
هغه ورته وویل چی یا ، نه یم جنګېدلی .
جعفر صادق (رح) ورڅخه وپوښتل چی د کسرا د کسانو ( یعنی ایرانیانو ) سره جنګېدلی یې ؟
هغه ورته وویل چی یا .
جعفر صادق (رح) ورڅخه وپوښتل چی آیا د کافرانو سره دې جهاد کړی دی ؟
هغه ځواب ورکړ چی یا .
دا مهال حضرت جعفر (رح) ورته وویل چی سبحان الله ! ستا له لاسه روم ، فارس ، یهود او نصارا ژغورلی دي ، خو مسلمان درڅخه ژغورلی نه دی !
په دې سره هغه سړی ځانته متوجه او اصلاح سو .
هو ، رسول الله (ص) فرمایلی دي چی « مؤمن ته بد ویل ګناه ده او د مؤمن وژل کفر دی » ، او فرمایی : « …. هر چا که خپله ژبه کنټرول کړه له عذابه نجات مومی … »
موږ په پښتو کی یو ښه متل لرو چی وایی : خپله ژبه هم کلا ده هم بلا ! په رښتیا هم د ژبی غلط استعمال انسان د سختو حوادثو او مشکلاتو سره مخامخ کوی .
حضرت صدیق (رض) فرمایلی دي چی « انسان ته ډیر مصیبتونه د خپلی ژبی څخه ورپیښیږی » . نو څومره به ښه وی چی نور نو خپله ژبه د ښکنځلو ، بد ویلو ، رټلو او سپکولو څخه وژغورو تر څو ایمان مو شتمن او وجدان مو ځواکمن وی انشاالله .